• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پخوانۍ ولسي جرګې مشر د ازبکي ژبې پر وړاندې د تبعیضي چلند پای ته رسېدو غوښتنه کړې

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وایي چې د ازبکي ژبې او د هېواد ترک‌توکمو ته، هم د مخکېني جمهوریت پر مهال او هم د طالبانو تر اوسنۍ واکمنۍ لاندې چندان پاملرنه نه ده شوې. هغه د دې ژبې د ودې او پراختیا لپاره د ځانګړې بودیجې د ټاکلو غوښتنه کړې ده.

ابراهیمي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د ازبکي ژبې په وړاندې پر تبعیض او نابرابرۍ نیوکه وکړه. هغه د ترک‌توکمي عالم او شاعر امیر علي‌شیر نوایي د مجسمې ویجاړول هم وغندل او دا یې د طالبانو د «باطني خباثت» نښه وبلله.

د ولسي جرګې پخواني مشر د افغانستان انټرنشنل د لومړني ازبکي‌ژبي پروګرام د خپرېدو هرکلی هم وکړ او دا یې د افغانستان د ازبکانو د غږ او هویت د څرګندولو لپاره «تاریخي ګام» وباله. هغه وویل چې دغه رسنۍ د دې پروګرام په پیلولو سره د ازبکانو غږ او کلتور منعکسوي.

افغانستان انټرنشنل د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۲۹مه، د ازبکي ژبې له ملي ورځې سره هم‌مهاله، په دې ژبه د خپل پروګرام خپرول پیل کړل.

«ازبیک‌لر اوازی» چې مانا یې «د ازبکانو غږ» ده، د دې رسنۍ له لومړنیو ازبکي‌ژبو پروګرامونو څخه دی. دغه پروګرام د چهارشنبې په شپه د کابل پر وخت په ۵:۳۰ بجو خپرېږي.

دا پروګرام د افغانستان د ازبکانو د ژوند اړوند مسایلو او روایتونو ته ځانګړی شوی دی. د اغېزناکو څېرو ورپېژندل، د کلتوري میراثونو انعکاس او د دې ټولنې د هغو مسایلو څېړل چې لږ ورته پام شوی، د پروګرام له نورو مهمو برخو څخه دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي
۱

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۲

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۳

د ازبکانو د قاشوغو نڅا؛ له نسلونو پاتې ولسي هنر

۴

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۵

ملګري ملتونه: د سوداګرۍ خنډونو او د تېلو لوړو بیو د افغانانو د پېرلو ځواک کمزوری کړی

•
•
•

نور خبرونه

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۱
100%

د خیبرپښتونخوا د ۱۲ قبایلي ولسوالیو د تازه جوړ شوي سکرتریت ویاند محمود جان بابر ادعا لري، چې افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان سره یو لاس دي. خو افغان طالبانو په وار وار دغه ادعا رد کړې، چې ګواکې له پاکستاني طالبانو سره یو لاسي دي.

په خیبرپښتونخوا کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت له اعلانېدو وروسته د پښتونخوا د ۱۲ قبایلي ولسوالیو لپاره یو نوی سکرتریت جوړ شوی، څو د قبایلي سیمو د ښېرازۍ لپاره نوې تګلاره جوړه او په عملي کېدو سره یې د پرمختیا بهیر پيل شي.

د دغه نوي سکرتریت ویاند محمود جان بابر له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ادعا کړې، چې افغان طالبان او د پاکستان طالبان سره یو لاس دي او په باور یې که افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي مخه ونیسي، نو په قبایلي سیمو کې دوام نه‌شي راوړلای.

محمود جان بابر ادعا لري: «د تحریک طالبان افغانستان او تحریک طالبان پاکستان داسې ویل کېږي، چې سره یو دي. د اوس لپاره افغان طالبان یې نه‌ایساروي. که افغانستان یې ایسار کړي، نو دلته موږ ورته یو لاس شوي یو».

بابر څرګندوي، په خیبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت پر مهال پولیسو څرګنده اجازه نه‌درلوده، چې د وسله‌والو پر ضد د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ګډون ولري، خو اوس پولیس او پوځ به یو ځای په عملیاتو کې ونډه واخلي.

هغه زیاتوي: «که افغانستان همکاري وکړي، نو دوی [ټي‌ټي‌پي] له کرښې نه‌شي راتللای او په کوم کلي کې هم نه‌شي پټېدلای، ځکه مو ته بیا پته لګېږي».

هغه په پښتونخوا کې د افغان کډوالو په تړاو څرګنده کړه، چې د کډوالو په تړاو د پاکستان تګلاره د پښتونخوا لپاره هم ده او تر دې وروسته ناقانونه افغان کډوال په دغې صوبه کې د اوسېدو اجازه نه‌لري او باید خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه د کرښې د دواړو غاړو قومونو په تړاو وویل، کېدای شي د یادو سیمو لپاره داسې یوه کړنلاره جوړه شي، چې د کرښې د دواړه غاړو اوسېدونکي له ویزو پرته سره لیده کاته او تګ راتګ وکړي او زیاته یې کړه: «کېدای شي داسې حل لاره جوړه شي، خو تر اوسه تایید نه‌ده. په دې حل لارې سره به د کرښې دواړو غاړو ته خلک سره په اسانۍ او پرته له ویزې وګوري».

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغان طالبان د پاکستان امنیتي ستونزې او وسله‌والې ډلې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ګڼي او په دې برخه کې هر ډول لاس لرل یې په کلکه رد کړي او د افغان کډوالو تر څنګ افغان طالبانو د پاکستان په ګډون د افغان کډوالو له نورو کوربه هېوادونو غواړي، چې د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي او په زور او جبر سره یې له اېستلو په کلکه ډډه وکړي.

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱
100%

سنټرل ایشیا ټایمز رسنۍ په یو تحلیل کې ویلي، که څه هم د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي، خو په افغانستان کې د داعـ .ـش خراسان او نورو وسله‌والو ډلو د شتون له امله امنیتي اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.

مسکو د روان کال د اکټوبر پر ۱۶مه د شانګهای، ډله‌ییز امنیت او ګډو ګټو سازمان په ګډه غونډه کې خبرداری ورکړ چې افراطي ډلې هڅه کوي له افغان خاورې منځنۍ اسیا او روسیې ته نفوذ وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، وسله‌وال د تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان پر پوله په پرتو افغان ولایتونو کې د پام وړ حضور لري او داعش خراسان څانګه د سیمې پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دی.

روسیې او چین له طالبانو غوښتي چې د خپلو پولو د امنیت او د بهرنیو وسله‌والو د مهارولو لپاره تضمینونه ورکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د اکټوبر پر ۱۵مه د «سیکا» په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه واخلي. بېجینګ اندېښنه لري چې د داعش او القاعده ترڅنګ د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د چینايي وګړو او سوداګریزو لارو خوندیتوب له خطر سره مخامخ کوي. په ورته وخت کې د شانګهای همکارۍ سازمان مرستیال احمد سیدمرادزاده اعلان کړی چې له کابل سره د دغه سازمان د تماس ډلې کارونه ځنډول شوي دي.

تحلیل کې راغلي، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د مۍ او جولای میاشتو ترمنځ په امنیتي پېښو کې د ۱۱ سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی. په دغه موده کې د طالبانو وسله‌والو مخالفانو، لکه د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې او د یاسین ضیا اړوند د افغانستان د ازادۍ جبهې، د ۸۸ بریدونو ادعا کړې چې ۵۵ یې د ملګرو ملتونو له خوا تایید شوي دي. سنترل ایشیا ټایمز لیکي، خو دا بریدونه له نړیوالو ترهګریزو فعالیتونو سره توپیر لري او اصلي موخه یې د افغانستان په داخل کې له طالبانو سره مخالفت دی. بل خوا واشنګټن طالبان ترهګرو ته د پټنځایونو پر برابرولو تورنوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له القاعده او نورو ډلو سره هر ډول اړیکې ردوي.

د ژمي په رارسېدو سره په هېواد کې بشري او اقتصادي کړکېچ هم زیات شوی دی. د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې سازمان اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نوامبر او ۲۰۲۷ کال د اپرېل ترمنځ به ۱۹ اعشاریه ۲ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي او ۵ میلیونه وګړي به له بېړنۍ لوږې سره لاس او ګرېوان وي. پر دې سربېره، په ۲۰۲۶ کال کې له ایران او پاکستان څخه د ۱ اعشاریه ۲ میلیونو افغان کډوالو جبري شړلو او د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتو د خلکو ستونزې او سوداګریز خنډونه نور هم زیات کړي دي، که څه هم مسکو ویلي چې د نشه‌يي توکو په تولید کې ۹۰ سلنه کموالی د کابل د هڅو مثبته پایله ده.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان کړی چې مسکو غواړي له طالبانو سره خپلو دفاعي همکاریو ته پراختیا ورکړي. هغې ویلي چې دا همکارۍ به د ترهګرۍ ضد مبارزې، د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي او ګډو دفاعي چارو پر پیاوړتیا متمرکزې وي. دغه ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې سیمه‌ییز هېوادونه لا هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په هکله سختې اندېښنې لري او د عملي مخنیوي غوښتنه یې کوي.

ځایي سرچینې: د کابل په لویدیځ کې کورنۍ د خپلو کورونو د ژغورلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
100%

ځايي سرچینې وايي، د طالبانو مامورینو د کابل په لوېدیځ کې، په ځانګړي ډول دشت برچي او شهرک اتفاق کې، د بې‌جوازه ودانیو په پلمه د یو شمېر کورونو د ویجاړولو او د اوسېدونکو د ایستلو اقدام کړی دی. سرچینې وايي، ځینې کورنۍ د کورونو د ژغورلو لپاره طالب چارواکو ته د پیسو ورکولو ته اړ شوي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو مامورین د ښاروالۍ له انجنیرانو، پولیسو او جنایي کارکوونکو سره یوځای د دغو سیمو د اوسېدونکو کورونو ته ورځي. سرچینې ادعا کوي، چې ځینې کورنۍ د خپلو کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره اړ شوې دي چې طالب چارواکو ته پیسې ورکړي.

د شهرک اتفاق یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې طالب ځواکونه له ښځینه پولیسو سره د دوی کور ته ورننوتل، ښځې او ماشومان یې له کوره وایستل او د ودانۍ یوه برخه یې ویجاړه کړه.

د دغه اوسېدونکي په وینا، د دوی کور قانوني اسناد لرل او کورنۍ یې له کلونو راهیسې په کې اوسېدله.

ځايي سرچینې ادعا کوي، چې طالبانو چارواکي په دغو سیمو کې د ودانیو د جوړولو د جوازونو له صادرولو او د کورونو د ویجاړولو د مخنیوي په بدل کې له خلکو د پیسو له اخیستو عاید ترلاسه کوي. د سرچینو په وینا، هغه اوسېدونکي چې د طالبانو له خوا تایید شوی جواز نه لري، اړ کېږي چې پیسې ورکړي؛ که نه، د خپلو کورونو د ویجاړېدو یا تړل کېدو له خطر سره مخ کېږي.

د سیمې مشران وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې د کابل د دیارلسمې ناحیې لږ تر لږه ۱۰۰ شخصي ملکیتونه ویجاړ شوي یا تړل شوي دي. د هغوی په وینا، په ډېرو مواردو کې د ملکیتونو خاوندانو یوازې د سیمه‌ییزو مخورو په منځګړیتوب او د پیسو له ورکړې وروسته خپلو ملکیتونو ته د بېرته لاسرسي زمینه موندلې ده.

سرچینې د کابل د دیارلسمې ناحیې په خیراباد سیمه کې هم د ورته پېښې خبر ورکوي. د هغوی په وینا، شاوخوا څلور میاشتې مخکې طالب ځواکونه یوه استوګنیز کور ته ورننوتل او د کورنۍ غړي یې وایستل. د سیمې د مشرانو په منځګړیتوب لانجه پای ته ورسېده، خو کورنۍ اړ شوه چې پیسې ورکړي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې ډېری کورنۍ د طالبانو له غبرګون څخه د وېرې له امله رسمي شکایت نه ثبتوي. د هغوی په ادعا، د طالبانو په ادارو کې له هزاره‌ګانو سره تبعیضي چلند د دې ډول قضیو تعقیب ستونزمن کړی دی.

په امید سبز ښارګوټي کې هم د کورونو د تخلیې فشار

په کابل کې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي هم په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له لوري د کورونو د تخلیې له فشارونو شکایت لري.

د دغه ښارګوټي اوسېدونکي وايي، چې د ملکیت د قبالو او رسمي اسنادو له لرلو سره سره، د طالبانو مامورینو یو شمېر کورنۍ له خپلو کورونو ایستلې او د ځینو هغو کورونو دروازې یې تړلې دي چې خاوندان یې حاضر نه وو.

د طالبانو د عدلیې وزارت د دغه ښارګوټي له ۱۵۰۰ جریبه ډېره ځمکه «امارتي» اعلان کړې ده؛ خو د ښارګوټي مالک محمدنبي خلیلي وايي، چې دغه مجموعه د شرعي قبالو، رسمي ملکیتي اسنادو او قانوني جوازونو پر بنسټ جوړه شوې ده.

په کابل کې د کورونو ویجاړول او د بشري حقونو اندېښنې

په کابل کې د کورونو ویجاړولو او د ځمکو پاکولو اقدامات تر دې مخکې هم د اوسېدونکو د اعتراضونو لامل شوي دي.

د «افغان ویتنس» په نوم بنسټ د ۱۴۰۳ کال د لړم په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو درېیو کلونو کې یې د کابل په ۱۵ ناحیو کې د ودانیو ویجاړول او د ځمکو پاکول مستند کړي دي.

د دغه راپور له مخې، د کابل لوېدیځ هغه سیمه وه چې تر ټولو ډېره ځمکه په کې پاکه شوې وه او په دې برخه کې د ویجاړولو ډېری موارد استوګنیز کورونه وو. د راپور په وینا، دغه اقدامات تر ډېره د سړکونو د پراختیا او د ښاري پلانونو د پلي کولو په نوم ترسره شوي دي.

بشري حقونو بنسټونو هم د اوسېدونکو د جبري ایستلو او د ځمکو د شخړو په اړه د طالبانو د چلند په تړاو اندېښنې څرګندې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل ۲۰۲۵ کالني راپور کې د بامیان د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي د هزاره اوسېدونکو د جبري ایستلو موضوع ثبت کړې ده.

د دغه سازمان په وینا، طالبانو د ۱۴۰۴ کال په اوړي کې، د کوچیانو په ګټه د ځمکې د یوې شخړې په اړه د خپلې محکمې له پرېکړې وروسته، د کلي اوسېدونکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی و چې سیمه پرېږدي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د اوسېدونکو له مقاومت وروسته طالب ځواکونو هغوی په زور له کلي وایستل، پرته له دې چې بدیل سرپناه یا تاوان ورکړل شي.

د نجونو د زده‌کړو مخالف ندا محمد ندیم: هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
100%

د نجونو د زده‌کرو په اړه د «امر ثاني» یو صادرونکی ندا محمد ندیم وايي، هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي. د چارو یو شمېر څارونکي وايي، د علم د ارزښت په تړاو د ندیم اعتراف په داسې حال کې دی، چې نجونې له شپږم ټولګي او له پوهنتوني زده‌کړو بې‌برخې دي.

طالبانو له بیاواکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې او شاوخوا یو کال وروسته یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته عبدالباقي حقاني د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وو او هغه د طالبانو د مشرتابه له فشارونو سره سره نجونو زده‌کړیالانو ته په پوهنتونونو کې د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړې وه. هغه نجونو محصلینو ته په پوهنتونونو کې په نوبتي ډول د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړې وه، خو بالاخره حقاني د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له لوري له دندې ګوښه کړای شو او پر ځای یې د کابل لپاره د دغې ډلې پخوانی والي ندا محمد ندیم د لوړو زده‌کړو د وزیر په توګه وټاکه.

ندا محمد ندیم د خپلې دندې په لومړۍ ورځ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو تر «امر ثاني» په نوم یو مخیز بندیز ولګاوه او دا دی څلورم کال پوره کېدونکی دی، چې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو منع کړای شوې دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) د لوګر پوهنتون محصلانو په فراغت‌غونډه کې د علم د ارزښت په تړاو ویلي، چې هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي.

هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی، ټول یې د خدمت او ساتنې حق او مسوولیت لري او د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولی شي».

د چارو یو شمېر څارونکي وایي، د علم د ارزښت په تړاو د ندیم اعتراف په داسې حال کې دی، چې له څلورو کلونو راهیسې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو بې‌برخې دي. د دوی په وینا، یو هېواد له نارینه کدر سربېره ښځینه کدر ته هم جدي اړتیا لري، خو دا چې د زده‌کړو د دوام مخه یې نیول شوې، ښايي په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان د طبابت او نورو څانګو کې نور ښځينه کدر ونه‌لري.

ندا محمد ندیم په یاده غونډه کې محصلینو ته په خطاب کې وویل: «که د فوق لېسانس لوړو زده کړو توان نه لرئ، نو په خپل مسلک کې کار وکړئ، خو په هېڅ وجه له افغانستان څخه د تېښتې لار ونه ټاکئ».

نوموړي د خپلو تکراري خبرو په بیا تکرار سره له محصلینو یو ځل بیا وغوښتل چې د «دښمنانو» د تبلیغاتو تر اغېزو لاندې رانه‌شي.

د یادونې وړ ده، چې په دغې فراغتغونډه کې د لوګر پوهنتون درېیو شرعیاتو، کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځيو له بېلا بېلو څانګو څانګو څخه له نجونو پرته ۱۴۴ کسان فارغ شوي دي.

نصیر احمد فایق: طالبان د «جهادي مدرسو» په پراختیا سره افراطیت او خپله ایډیالوژي ترویجوي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د کلتوري حقونو په اړه وینا کې ویلي، طالبان تر خپل واک لاندې د «جهادي مدرسو» په پراختیا سره د عصري زده‌کړو سیسټم کمزوری کوي او په ټولنه کې افراطیت او طالباني ایډیالوژي ترویجوي.

هغه زیاته کړې، چې کلتوري حقونه د بشري حقونو برخه ده او هېڅوک حق نه لري چې د افغانستان کلتوري تنوع له منځه یوسي او یا پر ټولنه یوه واحده ایډیالوژي تحمیل کړي.

فایق د کلتوري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکې الکساندرا زانتاکي د راپور له وړاندې کولو وروسته وویل، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کلتوري ځپل سیستماتیکه بڼه لري. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو له خوا کلتوري دودونه، هنري څرګندونې، ولسي غونډې او د نوروز او یلدا په څېر دودیز جشنونه منع شوي یا له خنډونو سره مخ شوي دي. همدارنګه ان د ودونو په محفلونو کې موسیقي بنده شوې، د موسیقۍ وسایل ضبط او مات شوي او هنرمندان له ګواښونو او د عاید د سرچینو له لاسه ورکولو سره مخامخ دي.

د افغانستان سرپرست استازي همداراز څرګنده کړې، چې نجونې او ښځې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي او په کلتوري برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې له دې ډلې د ښځو پر سندرو ویلو بندیز د ټولنې کلتوري غنانه زیانمنه کړې ده. فایق پر ژبني تنوع محدودیتونو، د عامه ځایونو د نومونو او د لوحو بدلولو ته په اشارې سره ویلي، د کلتور یوشان کول ټولنیز واټن زیاتوي او ګډ کلتوري هویت کمزوری کوي. هغه ټینګار وکړ، چې افغان ځوانان د ساینس، انتقادي فکر او کلتوري تنوع ته د درناوي د زده‌کړې حق لري.

نصیر احمد فایق د طالبانو تبعیضي تګلارې په کلکه وغندلې او له ګواښ سره د مخامخ هنرمندانو، خپلواکو ښوونکو او د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د ټولنیزو هڅو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه. هغه ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید په خپلو تعاملاتو کې دغه تګلارې عادي ونه ګڼي، بلکې باید د کلتوري بندیزونو د لغوه کېدو او د ښځو د محرومولو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړي.

له بلې خوا، نصیر احمد فایق تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې ویلي و، چې طالبان د بشري حقونو مدافعان، په ځانګړې توګه ښځې، نیسي او شکنجه کوي یې او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې وه. طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی، چې له امله یې نړیوالو سازمانونو د افغان ښځو د وضعیت او د هغوی د اساسي حقونو د پایمالېدو په اړه پرله‌پسې اندېښنې څرګندې کړې دي.