
په بامیان کې د ملګرو ملتونو پر یوه کارکوونکي ډزې شوې دي
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۲۹مه، راپور ورکړی، چې د بامیان ولایت په یوه امنیتي پېښه کې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی د ډزو موخه ګرځېدلی دی.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۲۹مه، راپور ورکړی، چې د بامیان ولایت په یوه امنیتي پېښه کې د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی د ډزو موخه ګرځېدلی دی.

ځايي سرچینې وايي، د طالبانو مامورینو د کابل په لوېدیځ کې، په ځانګړي ډول دشت برچي او شهرک اتفاق کې، د بېجوازه ودانیو په پلمه د یو شمېر کورونو د ویجاړولو او د اوسېدونکو د ایستلو اقدام کړی دی. سرچینې وايي، ځینې کورنۍ د کورونو د ژغورلو لپاره طالب چارواکو ته د پیسو ورکولو ته اړ شوي.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه پولیس برید کړی او هغه یې وژلی دی. د دغې جبهې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات د قرهباغ ولسوالۍ اړوند د کامدیشک په کلي کې ترسره شوي دي.

خوست لپاره طالب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر زرګرۍ او د خوراکي توکو پلورنځي یې تړلي او هټۍوال یې «نظارت خونې» ته لېږدولي دي. د مسوولینو په وینا، یادو کسانو د قانوني لایحې څخه سرغړونې کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان د پخوا په پرتله اوس د څار پر ځای په نیونو تکیه کوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په چوکاټ ک د ټاپي پروژې د همغږۍ مسوول محمد نظیم سمون د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې ویلي، چې په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د غځولو کار د دغې سیمهیزې پروژې تخنیکي او عملي امکان ثابت کړی دی.

د نجونو د زدهکرو په اړه د «امر ثاني» یو صادرونکی ندا محمد ندیم وايي، هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي. د چارو یو شمېر څارونکي وايي، د علم د ارزښت په تړاو د ندیم اعتراف په داسې حال کې دی، چې نجونې له شپږم ټولګي او له پوهنتوني زدهکړو بېبرخې دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې له سعودي عربستان څخه د دغه هېواد احتمالي پوځي ملاتړ به یوازې د سعودي عربستان د خاورې او پولو تر دفاع محدود وي او پر یمن به بریدونه پکې شامل نه وي.

د امریکا څارنوالانو د ونزوېلا پر پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه پر مېرمن سیلا فلوریس د شکنجه کولو ضد فدرالي قانون لاندې نوي تورونه لګولي. رویټرز د قضایي اسنادو د څېړنې پر بنسټ راپور ورکړی چې دوی په بهر کې د سیاسي مخالفانو د شکنجه کولو لپاره د سازش په تور تورن شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د عمومي اسامبلې په درېیمه کمېټه کې د کلتوري حقونو په اړه وینا کې ویلي، طالبان تر خپل واک لاندې د «جهادي مدرسو» په پراختیا سره د عصري زدهکړو سیسټم کمزوری کوي او په ټولنه کې افراطیت او طالباني ایډیالوژي ترویجوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو غواړي له طالبانو سره د ترهګرۍ، نشهیي توکو د قاچاق پر ضد مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ژمنه کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د لاریونونو پر مهال د تېرې اونۍ د تاوتریخوالي د تکرار مخه ونیسي. نوموړي د چارشنبې په ورځ د ځینو بهرنیو مشرانو څرګندونې «احمقانه» او «د نه منلو وړ» بللې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هوکړه کړې چې د امریکا په منځګړیتوب د اوکراین د سولې خبرې د راتلونکې میاشتې له لسمې نېټې وروسته بیا پیل شي. د خبرو موخه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې او اوکراین د امنیت تضمینول دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع لپاره د مصر په پوځي هڅو کې پر یمن برید نه شاملیږي، بلکې یوازې به د سعودي د خاورې او پولو پر دفاع راڅرخي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په خیبر پښتونخوا ایالت کې والي واکمني او بېړني حالت لګول په کلکه غندلي او دا پرېکړه یې د پښتنو پر سیاسي، ملي او دیموکراتیکو حقونو یرغل بللی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۱۰ سکټورونو او ۳۲ برخو کې د پانګونې زر فرصتونه معرفي کړه او وايي، چې افغانستان هر کال شاوخوا ۱۱ میلیارد ډالره واردات لري او د پانګونې د جلب کمېټې له جوړېدو راهیسې د ۴۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.

د ترکمنستان د ترکمنګاز شرکت مشر مقصد بابایف وايي، هېواد یې پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې د ټاپي نللیکې له لارې افغانستان ته د ګازو لېږد پیل کړي. د ټاپي نللیکه په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د لېږد وړتیا لري او د سرحداباد او هرات ترمنځ یې د جوړولو چارې روانې دي.

د خيبر پښتونخوا والي فيصل کريم کنډي په پېښور کې يوې غونډې ته ويلي، چې خيبر پښتونخوا د تېلو، ګازو، اوبو او ګرځندوی بډايه سرچينې او سیمې لري او حکومت پلان لري چې له دې ټولو په سم ډول ګټه واخلي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته د یو ورځیو سیالو په درېیمه لوبه کې د ۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د دغې لوبلړۍ دوه مخکنۍ لوبې د بنګله دېش لوبډلې ګټلې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د تهران او واشنګټن ترمنځ باید ګواښونه او بندیزونه په عملي توګه لرې شي، څو خبرو اترو ته زمینه برابره شي. نوموړي ټینګار کړی، د فشارونو زیاتول او د تعامل د لارو تړل له خبرو اترو سره سمون نه لري او د ګواښ په ژبه خبرې اترې بېمانا دي.

ترکیې، قطر، پاکستان او اندونیزیا په دوحه کې د «بدر» په نوم د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د پوځي تولید، روزنې، څېړنې او پراختیا په برخو کې همکاري پراخوي، دفاعي وړتیاوې پیاوړې کوي او د امنیت د ټینګښت لپاره ګډ کار کوي.

د بلوچستان په چمن کې یوې محکمې د قتل په یوه قضیه کې د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر اصغر خان اڅکزي ضمانت رد کړی دی. د محکمې له پریکړې وروسته د بلوچستان پولیسو اصغر خان اڅګزی نیولی او زندان ته لېږدولی دی.