
د پاکستان په پنجاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسان مړه شوي او ۴۴ ټپیان دي
د پاکستان د پنجاب ایالت د ژغورنې ادارې ویلي چې د راجنپور ولسوالۍ په روجهان سیمه کې د یوه مساپروړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په کډون لږ تر لږه لس کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.



















