
روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو تر ۳۰۰ ډېر افغان کډوال خوشې شوي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه اونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، ازاد او خپل هېواد ته ستانه شوي دي. یاد وزارت ویلي، چې دغه کسان د ننګرهار او کندهار له لارو ستانه شوي او خپلو مېنو ته لېږدول شوي دي.



















