د محصلینو او د هغوی د کورنیو په وینا، افغانستان یې ځکه د طب د زده کړو لپاره غوره کړی و، چې خېبر پښتونخوا ته نږدې دی، د تګ راتګ لګښتونه کم دي، د پوهنتونونو فیسونه د چین او نورو هېوادونو په پرتله تر نیمايي هم ارزانه دي او د ژبې او کلتور ستونزه هم پکې نه شته.
دوی وایي، افغانستان ته د سفر لګښت شاوخوا ۱۰زره پاکستانۍ کلدارې کېږي، خو چین او نورو هېوادونو ته یوازې د الوتکې ټکټونه له یو لک څخه تر یو نیم لک کلدارو پورې لګښت لري.
د زده کوونکو او کورنيو یې راتلونکی پلان او غوښتنې
محمد نعمان وویل، هغه محصلین چې تر دوی مخکې یې په افغانستان کې د طب زده کړې بشپړې کړې دي، پاکستان ته تر ستنېدو وروسته دپي ايم ډي سيپه ازموینو کې له ګډون محروم شوي او اوس یې په دې تړاو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.
هغه زیاته کړه، «اوسنيو محصلینو هم پرېکړه کړې چې لومړی به خبري غونډه وکړي او وروسته به په اسلاماباد کې اعتراضي لاریون ترسره کړي».
سرتاج خان وایي: «ډېری کورنۍ دا مالي توان نه لري چې خپل ماشومان د زده کړو په منځ کې نورو هېوادونو ته ولېږي، ځکه که یې اقتصادي وس درلود، له پیل څخه به یې هغوی چین یا نورو هېوادونو ته استولي وو».
د هغه په خبره، اوس به د خپلې قضیې د حل لپاره د پاکستان محکمو ته مراجعه وکړي.
کاشف احمد بیا وویل: « د پي ايم ډي سي وروستۍ پرېکړې له سخت ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي يُو»، ځکه نه ډېری کورنۍ د نورو هېوادونو د زده کړو توان لري او نه هم معلومه ده چې که کوم محصل بل هېواد ته ولاړ شي، خپلې زده کړې به له هماغه ځایه دوام ورکړي او که به یې له سره پیلوي.
نوموړي د پاکستان له حکومت او پي اېم ډي سيوغوښتل چې خپله پخوانۍ تګلاره بېرته عملي کړي، د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد ومني او دغه پوهنتونونه یو ځل بیا د منل شویو طبي ادارو په لېست کې شامل کړي.
د پاکستان د طبي شورا پرېکړه
د پاکستان طبي شورا ( پي ایم ډي سي) په افغانستان کې په طبي زدهکړو بوختو پاکستاني محصلینو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو فارغېدل به دوی ته په پاکستان کې د ډاکټرۍ د مسلک د ترسره کولو حق ورنه کړي.
شورا د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان کړی، هغه پاکستاني محصلین چې د افغانستان له طبي پوهنتونونو څخه فارغېږي، نه شي کولای د پاکستان طبي شورا رسمي ثبت یا جواز ترلاسه کړي او له همدې امله به په پاکستان کې د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه هم ونه لري.
د پاکستان طبي شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان طبي پوهنتونونه د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون د ارزول شویو او منل شویو طبي پوهنتونونو په نوملړ کې شامل نه دي. له همدې امله، د دغو پوهنتونونو فارغان د پاکستان د ثبت ملي ازموینې کې د ګډون شرایط نه پوره کوي.
شورا له ټولو پاکستاني محصلینو غوښتي چې د افغانستان یا هر بل بهرني طبي پوهنتون ته له شاملېدو مخکې دې ډاډ ترلاسه کړي چې اړوند پوهنتون د بهرنیو طبي فارغانو نړیوال کمېسیون له لوري منظور شوی وي، څو په راتلونکي کې د مسلکي ثبت او کار له ستونزو سره مخ نه شي.
د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی چې د طبي زدهکړو لپاره د پوهنتون د اعتبار ارزول د محصلینو مهم مسؤلیت دی او له دې سپارښتنې څخه سرغړونه کولای شي د دوی پر مسلکي راتلونکي جدي اغېزې ولري.
پر ډیورنډ کرښه له تېرو لسو میاشتو راهیسې د لارو تړل پاتې کېدو پرضد د لنډي کوتل په بازار کې سوداګرو، کارګرو، ټرانسپورټرانو، د ګمرکي تصفیې استازو، د سوداګرو ټولنو او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو اعتراض کړی دی.
په دغه اعتراضي ناسته کې ویناوالو ویلي، چې په ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ دوامداره ځنډ د خیبر پښتونخوا اقتصاد ته سخت زیان رسولی او د صوبې ترڅنګ یې د ټول هېواد صنعتي سکتور هم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا؛ د سوداګریزو فعالیتونو د درېدلو له امله یوازې په خیبر پښتونخوا کې په لکونو کسان بېروزګاره شوي، چې له امله یې نه یوازې سوداګریزې ټولنې بلکې عام خلک هم له سختو اقتصادي ستونزو او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي.
د ګمرکي تصفیې د استازو د ټولنې مشر معراج الدین افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د تورخم لاره له تېرو لسو میاشتو راهیسې تړلې ده چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي، سوداګر، کارګر او ټرانسپورټران له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه وویل، د سوداګریزو لارو تړل کېدو نه یوازې دا چې حکومت خپلو امنیتي او د ترهګرۍ ضد موخو ته نهدی رسولی؛ بلکې د بېکارۍ د زیاتېدو له امله یې د امن او نظم وضعیت هم اغېزمن کړی دی.
مراج الدین زیاته کړه، له همدې امله خلک اړ شوي چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د احتجاج لاره خپله کړي. هغه وویل: «موږ په وار، وار پوښتنه کوو چې لارې ولې تړل شوې دي؟ ولې زموږ روزي او کاروبار راڅخه اخیستل کېږي؟ ولې زموږ د ماشومانو له لاسونو قلم اخېستل کېږي او پر ځای یې وسلې ته لاره هوارېږي؟ دا یو څرګند حقیقت دی، چې هر هغه هېواد یا سیمه چې بېکاري پهکې لوړه وي د ناامنۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو ګواښ هم پهکې ډېر وي».
هغه ټینګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله دواړه غاړو ته په لکونو کسان له روزګاره بېبرخې شوي او د هغوی د ژوند اقتصادي وضعیت سخت زیانمن شوی دی.
د دغه اعتراضي ناستې مشر اسرار شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګریزې چارې په ټپه ولاړې دي چې له امله یې د دواړه غاړو سوداګر، ټرانسپورټران، کارګر، د ګمرکي تصفیې استازي او د کوچنیو کاروبارونو خاوندان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
بنارس شینواري زیاته کړه، د بېکارۍ له امله خلک نور د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوړې، د ماشومانو د زدهکړو، درملنې او نورو بنسټیزو اړتیاوو لګښتونه نه شي برابرولای. د هغه په وینا؛ ګڼ شمېر هټۍوال د پورونو تر درانه بار لاندې شوي او یوشمېر نور اړ شوي چې خپل کاروبارونه وتړي.
هغه وویل، د کار او روزګار د نشتوالي له امله ډېر ځوانان نورو ښارونو او یا هم بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره اړ شوي؛ په داسې حال کې چې ځینو کورنیو د غربت له امله خپله ټوله سپما هم لګولې او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
اعتراض کوونکو وویل، که پر ډیورنډ کرښه سوداګریزې لارې لاهم د اوږدې مودې لپاره تړلې پاتې شي؛ نو په دغه سیمو کې به اقتصادي ناورین لاپسې ژور شي او منفي اغېزې به یې نه یوازې د سیمې پر اوسېدونکو، بلکې د ټولې خیبر پښتونخوا پر اقتصاد هم ولوېږي.
د هغوی په وینا؛ یوازینۍ غوښتنه یې دا ده چې پر ډیورنډ کرښه ټولې سوداګریزې لارې دې د قانوني سوداګرۍ او تګراتګ لپاره سملاسي پرانېستل شي؛ څو سرحدي سوداګري بېرته فعاله او اقتصادي فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځي.
اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی، که غوښتنو ته یې ژر مثبت ځواب ورنه کړل شي؛ نو د احتجاج لړۍ به لا پراخه کړي. هغوی زیاته کړه، د احتجاج په راتلونکي پړاو کې به افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو د سامان وړونکو لاریو تګراتګ هم ودرول شي او د دغه اقدام بشپړ مسوولیت به د اړوندو چارواکو پر غاړه وي.
د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو د ۳۷ ځوانانو کورنۍ وايي، خپل عزیزان یې د کار او ښه راتلونکي په هیله د لیبیا له لارې اروپا ته تللي، خو له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې هېڅ درک نشته او له پاکستاني حکومته غواړي چې د هغوی د موندلو لپاره بېړنۍ ډیپلوماټیکه مداخله وکړي.
د دغو ځوانانو کورنۍ د لومړي ځل لپاره په ګډه د پېښور پرېس کلب ته راټولې شوې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له لیبیايي چارواکو سره سمدستي اړیکه ونیسي، د ورکو شویو کسانو د برخلیک په اړه معلومات ترلاسه کړي او که په زندانونو کې بنديان وي، د خوشې کېدو او پاکستان ته د ستنېدو لپاره یې عملي اقدامات وکړي.
کورنۍ اندېښنه لري چې ښايي ځینې ځوانان په لیبیا کې بندیان وي، خو تر اوسه د پاکستان د حکومت یا کومې خپلواکې سرچینې له لوري په دې اړه رسمي تایید نه دی شوی.
د ورک شوي ۲۵ کلن عمر خان تره، مولانا سلامت خېل، وویل چې وراره یې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۳مه د کار او ښه راتلونکي په هیله له پاکستانه وتلی و.
هغه وویل: «عمر خان د ښه راتلونکي او روزګار په هیله له پاکستانه روان شوی و. له هغه سره مو وروستۍ ټیلیفوني خبرې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې کړې وې، خو له هغې وروسته یې هېڅ درک نه شته.»
د کورنیو په وینا، دوی د پاکستان لومړي وزیر، ولسمشر، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، د بهر مېشتو پاکستانیانو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته څو ځله غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه یې د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه کوم روښانه او وروستی معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د دغو کورنیو یوه غړي وویل: «موږ یوازې دا غواړو چې پوه شو زموږ بچیان چېرته دي. که حکومت عملي ګامونه وانخلي، نو خپل احتجاج به نور هم پراخ کړو.»
کورنۍ وايي، دا موضوع تر دې مخکې هم له حکومتي ادارو سره مطرح شوې وه. د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې هم دوی د خپلو ورک شویو عزیزانو د موندلو لپاره د حکومت د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د دوی په وینا، له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د پلټنو په بهیر کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
د دغو ځوانانو د ورکېدو په اړه د لیبیا د چارواکو له لوري هم تر اوسه داسې رسمي معلومات نه دي خپاره شوي چې د هغوی د اوسني وضعیت په اړه وضاحت وکړي.
لیبیا له اوږدې مودې راهیسې له افریقا او اسیا څخه اروپا ته د ناقانونه سفر کوونکو لپاره د مدیترانې سمندر پر لور یوه مهمه ترانزیټي لاره ده. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په دغه هېواد کې د کډوالو د نیول کېدو، شکنجې، قاچاق او ناوړه چلند په اړه په وار وار اندېښنه څرګنده کړې ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، له لیبیا څخه د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د تېرېدو مسیر د نړۍ له تر ټولو خطرناکو کډوالۍ لارو څخه دی.
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان وویل، په بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د سکرو او نورو کانونو ډېری چارې د خصوصي شرکتونو او قراردادیانو په لاس کې دي، خو د کارګرانو د خوندیتوب لپاره هېڅ مناسب تابیاوې نهشته.
د هغه په وینا، کارګرانو ته لازمې روزنې نهورکول کېږي، د خوندیتوب معیاري وسایل نهلري، د اکسیجن د رسولو سیستمونه زړې او ناکافي دي، عصري ماشینونه نهشته او نه هم روغتیايي او نور اساسي حقوق ورته برابر شوي دي.
هغه زیاته کړه، د کارګرانو له خوندیتوب څخه نیولې تر معاشونو پورې د هغوی له ډېرو حقونو سرغړونه کېږي او ډېری دا ډول پېښې د شرکتونو د بېپروايۍ له امله رامنځته کېږي.
د قانون نیمګړتیاوې
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې د مشر په وینا، د کانونو اړوند قانون لا هم هغه دی چې په ۱۹۲۳م کال کې د انګرېزانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی وو او اوسنیو اړتیاوو ته ځواب نهوایي.
هغه وویل، د کارګرانو اتحادیو څو ځله له پارلمان او حکومت څخه غوښتي، چې قانون دې اصلاح کړي، کانونه دې قانوني او خوندي شي او کارګرانو ته دې د روزنې، خوندیتوب، روغتیا او استوګنې اسانتیاوې برابرې شي، خو تر اوسه یې غوښتنو ته پام نهدی شوی.
د کارګرانو حقونه تر پښو لاندې کېږي
په پاکستان کې د کانونو د کارګرانو د ټولنې مشر عابد یار خان زیاتوي، کارګر ته د یو ټُن سکرو د اېستلو په بدل کې یوازې ۸۰۰ پاکستانۍ کلدارې ورکول کېږي، حال دا چې همدغه سکاره وروسته په بازار کې له ۴۰ زرو تر ۵۰ زرو کلدارو پلورل کېږي.
هغه وایي، د دغو کارګرانو د حقونو لپاره نه څوک غږ پورته کوي او نه هم د هغوی د خوندیتوب لپاره اغېزناک قانون جوړ شوی دی.
د نوموړي په وینا، د سکرو په کانونو کې کار دومره سخت او خطرناک دی چې ډېری کارګران وروسته د سږو، پښتورګو، زړه او سترګو پر ناروغیو اخته کېږي او ځینې یې د تل لپاره معلولېږي.