
جرمنۍ محکمې د مونشن پر لاریون بریدکوونکی افغان په عمري بند محکوم کړی
د مونشن سترې محکمې یو افغان تورن فرهاد ن. د دوو وژنو او د ۲۳ نورو کسانو د وژلو د هڅې په جرم په عمري بند محکوم کړ. محکمې د هغه د جرم «ځانګړې دروندوالی» هم تثبیت کړی، چې له امله یې له ۱۵ کلونو بند وروسته د مشروطې خوشې کېدا امکان ډېر محدودېږي.



















