
نیویارک ټایمز: تهران او مسقط د هرمز تنګي تګراتګ لارو پر وېش هوکړې ته نږدې شوي
نیویارک ټایمز د تهران او مسقط له خبرو د باخبره ایراني او امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ایران او عمان د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي. دوو ایراني چارواکو هم ویلي، چې له دغه عوایدو څخه به د ایران او عمان ونډه مساوي وي.



















