
د سوات په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۱۷ تنو ته لوړ شوی
د خيبرپښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د کبل په سیمه کې د اګست په دویمه، د یکشنبې په ورځ، د پولیسو مرکز د دروازې مخې ته په ځانمرګي برید کې د وژل شويو شمېر ۱۷ تنو ته لوړ شوی دی.

د خيبرپښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د کبل په سیمه کې د اګست په دویمه، د یکشنبې په ورځ، د پولیسو مرکز د دروازې مخې ته په ځانمرګي برید کې د وژل شويو شمېر ۱۷ تنو ته لوړ شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې ماشومانو ته د مور شیدې ورکولو کچه لوړې شوې، خو لا هم میلیونونه میندې اړین ملاتړ نه لري. افغانستان کې بیا یوازې شاوخوا نیمایي ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور په شیدو تغذیه کېږي، حال دا چې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران سره روان کړکېچ «په ډېر ښه ډول» مخته روان دی او په دې برخه کې مهم پرمختګونه روان دي. هغه ادعا کړې چې امریکا د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د ترسره کولو لپاره چمتو وه، خو تهران له واشنګټن سره اړیکه ونیوله او د خبرو غوښتنه یې وکړه.

د سوات ولسوالۍ په هغه ځانمرګي برید کې چې د یکشنبې په ورځ د امن لاریون ترڅنګ د کبل پولیسو پر مرکز ترسره شو، د وژل شویو کسانو په ډله کې د څلورو خویندو یوازینی ورور، معاذ خان، هم شامل و. هغه په رومانیا کې لوړې زده کړې کولې او د خپلې خور د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره راغلی وو.

د «د ازادۍ پر لور د ښځو غورځنګ» غړو، د اګست له ۱۵مې، چې د طالبانو د بیا واکمنۍ له پنځم کال سره برابره ده، وړاندې ویلي چې طالبانو د بشري حقونو په پراخ نقض او د اساسي ازادیو په ځپلو سره افغانستان پر یوه زندان بدل کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وايي، له چینايي چارواکو سره یې د افغانستان له خاورې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو له امله پر رامنځته شویو ګواښونو خبرې کړې دي.

د جمهوریت پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیبالله عليخېل وايي، له چین سره د واخان دهلېز له لارې د افغانستان مستقیم نښلېدل له اقتصادي پلوه ستراتېژیک اهمیت لري، خو جګړو او سیمهییزو سیالیو د دغه مسیر د پراختیا مخه نیولې ده.

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو له تر ټولو جدي کړکېچونو څخه یو رامنځته کړی چې د ښځو او نجونو حقونه یې په سیستماتیک ډول له منځه وړي دي.

د امریکا مرکزي استخباراتو (سياېای) پخوانۍ ماموره سار اډمز ادعا کوي چې په متحده ایالاتو کې یو شمېر کسان د طالبانو په استازیتوب فعالیت کوي او د دې ډلې د منتقدانو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې پر طالبانو نیوکې کوي، معلومات راټولوي.

د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا وایي، د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې وروستیو نښتو وښوده چې د وسلوال مقاومت د بشپړ پای ته رسېدو په اړه د طالبانو ادعاوې له واقعیتونو لرې دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، د نیمروز په دښتو کې د ایران پر لور د غیرقانوني سفر پر مهال د مړو شویو ۱۹ کسانو هرې کورنۍ ته به ۲۰ زره افغانۍ ورکړي. ترابي دا پېښه د ټول افغانستان لپاره غمجنه بللې او ویلي دا مرسته به د زیانمنو کورنیو د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.

د ترکمنستان حکومت د ټاپي ګازو نللیکې د پرمختګ ارزونه کړې او د سرحداباد–هرات د پاتې برخې د جوړولو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

په مسکو کې د طالبانو او ایران سفیرانو د لیدني پرمهال د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې د وروستیو تحولاتو، سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، روغتیايي او کلتوري همکاریو د پراختیا په اړه غېږدلي دي.

روسي چارواکو خبر ورکړی، چې ګندژیک د ساحلي سیمې پر یوه تفریحي مرکز د اوکراین د بېپیلوټه الوتکې په قصدي برید کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښي چې د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر عبداللطیف منصور د خپل زوي عارف الله منصور په ګډون، خپل ورورڼه او وریرونه په بېلابېلو ادارو کې ګومارلي دي. منصور تر خپل واک لاندې وزارت کې خپل وراره او د زوی اوښی هم په بېلابېلو بستونو کې ګومارلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویزې د تضمیني پیسو پروګرام دایمي کړی دی. له دې وروسته به د شاوخوا ۵۰ هېوادونو د سوداګریزو او سیاحتي ویزو ځینې غوښتونکي د کونسلي چارواکو د پرېکړې له مخې تر ۲۰ زره امریکايي ډالرو پورې تضمیني پیسې سپاري.

د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د دغه وزارت د داخلي تفتیش رییس مولوي سلیم حقاني تېره پنجشنبه د مالي فساد په تور نیولی دی. د طالب سرچینو په وینا، نوموړی د طالبانو د مشر مولوي هبت الله په امر نیول شوی دی.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي په کابل کې د طالبانو له لوري د غلا په تور د ۷ کسانو وژل «صحرایي محکمه» بللې او دا کار یې د اسلامي شریعت، قانون، د بشري حقونو د معیارونو او د انساني کرامت خلاف بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او د سید حسن مرتضوي دریځ ته په اشارې سره ویلي: «د ایران سفارت خورا روښانه دریځ غوره کړ او ثابته یې کړه چې د ایران دریځ، د افغانستان د خلکو دریځ دی.»

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دوې اوونۍ وروسته پارون ته سفر کړی او د نورستان له سېلاب ځپلو سره د لیدنې پر مهال زیانمونو کورنیو ته د مرستو ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده:« طالبان ستاسو خادمان دي».

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو په ګڼو ولایتونو کې د زمري د ۲۴ مې د نمانځلو په موخه د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او چاپخونو سره د همغږۍ غونډې کړې دي. طالبانو له دوی غوښتي، چې په دې ورځ د دوی د واکمنۍ لاسته راوړنو ته پراخ پوښښ ورکړي.