پر روسیې د اوکراین په برید کې شپږ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي

روسي چارواکو خبر ورکړی، چې ګندژیک د ساحلي سیمې پر یوه تفریحي مرکز د اوکراین د بېپیلوټه الوتکې په قصدي برید کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي.

روسي چارواکو خبر ورکړی، چې ګندژیک د ساحلي سیمې پر یوه تفریحي مرکز د اوکراین د بېپیلوټه الوتکې په قصدي برید کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي.
پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي او د رویټرز له خوا تایید شوي انځورونه ښيي، چې یوه بېپیلوټه الوتکه د ګلندژیک ښارګوټي ته نږدې د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک ساحل کې لوېدلې او وروسته یې چاودنه کړې ده. د روسیې د کراسنوډار سیمې والي وینیامین کوندراټیف دغه پېښه یوه غمیزه بللې او ویلي یې دي چې ۱۷ ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. کوندراټیف پر ټلګرام په یوه بیان کې وویل: «هغه څه چې نن پېښ شول، د کیېف د رژیم له خوا پر ملکیانو یو قصدي برید و، چې له پوځي بنسټونو سره یې هېڅ ډول تړاو نه درلود.»
ځایي چارواکو ویلي چې د طبي بیړنیو مرستو ډله د پیښې ځای، آرخیپو-اوسیپوفکا سیاحتي کلي ته لېږدول شوې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د تاس خبري اژانس له قوله اوکراین په تروریزم د لاس پورې کولو په تور تورن کړی دی.
خو اوکراین تر اوسه د یاد برید د ترسره کولو په اړه په رسمي توګه څه نه دې ویلي.
روسیې تېره میاشت هم ادعا کړې وه چې اوکرایني ځواکونو د زاپوریژیا د روسي تر ولکې لاندې برخه کې پر یوه تفریحي کمپ برید کې د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې پخپله په ځلونو د کیېف په ګډون د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو بریدونه کړي، چې له امله یې په میلیونونو کسان بېځایه شوي او ودانۍ ویجاړې شوې دي. په دې جګړه کې تر اوسه زرګونه ملکیان وژل شوي، چې ډېری یې د روسیې په بریدونو کې اوکراینیان دي.

د غزې د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو د تېر کال د اوربند تړون د عملي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
د فلسطیني چارواکو په وینا؛ د یکشنبې په بریدونو کې څلور کسان په دېرالبلاح کې وژل شوي دي. خانیونس ته نږدې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي. په غزې ښار کې هم یوه کورنۍ (مېړه، ښځه او ماشوم) وژل شوي دي او پنځه نور د غزې ښار او جبالیا په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي.
د اسراییل پوځ ویلي، په دېرالبلاح کې یې پر هغه اپارتمان برید کړی چې د حماس د ځانګړو ځواکونو دوه قوماندانان پهکې مېشت وو. دغه بریدونه داسې مهال ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي و، حماس او نورو فلسطیني وسلهوالو ډلو پر بېوسلې کېدو هوکړه کړې ده. د هغه دغه څرګندونې د جګړې پای ته رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړې وې.
خو د اسراییل د انرژۍ وزیر او د امنیتي کابینې غړي اېلي کوهن د یکشنبې په ورځ وویل، د اسراییل حکومت به حماس ته د بېوسلې کېدو فرصت ورکړي؛ خو دوی باور نهلري چې دا کار به وشي.
کوهن د اسراییل د پوځ راډیو ته ویلي، چې تراوسه د غزې پر ضد د بریدونو بندېدو هېڅ تړون نهدی شوی. هغه وویل، که حماس بېوسلې نهشي نو اسراییل باید د غزې بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي. د هغه په وینا؛ اسراییل اوسمهال د غزې شاوخوا ۷۰ سلنه سیمه تر خپل واک لاندې لري.
هغه زیاته کړه: «په هغه تړون کې چې موږ له امریکا سره کړی، زموږ دریځ دا دی چې حماس باید ختم شي. دا لومړنی کار دی چې باید وشي». د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ تر اوربند وروسته لږترلږه ۱,۲۳۰ فلسطینیان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.
بل لور ته د اسراییل د شمېرو له مخې؛ په همدې موده کې څلور اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.
هغه ډله چې د «ټرمپ د سولې پلاوی» بلل کېږي او امریکا یې مشري کوي، د جمعې په ورځ د اوربند تړون د وروستیو پړاوونو بشپړولو لپاره ۱۵ مادهییزه نقشه خپره کړه. حماس ویلي، مخکې له دې چې خپلې وسلې د فلسطین یوې نوې ادارې ته وسپاري؛ اسراییل باید خپل بریدونه ودروي او د اوربند د تړون له مخې خپل پوځ له غزې وباسي.
د حماس یو لوړپوړي چارواکي باسم نعیم د یکشنبې په ورځ وویل، حماس «ډېر انعطاف» ښودلی؛ خو اسراییل یې تورن کړ چې د بریدونو په زیاتولو سره غواړي په جګړه کې نوي شرایط په زور رامنځته کړي.
هغه وویل: «په داسې حال کې چې سیاسي خبرې مخ په وړاندې روانې دي، د بریدونو زیاتېدل ښيي چې اشغالګر حکومت غواړي د جګړې د پای ته رسېدو بهیر کمزوری کړي او په زور نوي حقیقتونه پر خلکو وتپي».
د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (پکس) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د چنګاښ په میاشت کې په دغه هېواد کې د بریدونو او پوځي عملیاتو له امله ۶۰۶ کسان وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپیان شوي دي. راپور وايي، په دې میاشت کې لږ تر لږه ۱۱۲ پاکستاني سرتېري او ۴۰۱ وسلهوال وژل شوي.
په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر پېښو نظر ساتونکي څېړنیز بنسټ «د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ» په یو نوي راپور کې ویلي، چې د جولای په میاشت کې په ټول هېواد کې د بریدونو او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او په دې میاشت کې په ټولیزه توګه ۶۰۶ کسان وژل شوي او ۲۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د شنبې په ورځ د پکس له خوا د خپاره شوي راپور له مخې، په جولای میاشت کې لږ تر لږه ۱۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
دا د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهیسې په یوه میاشت کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو تر ټولو لوړ ځاني زیان دی او په تېره څه باندې یوه لسیزه کې دویم لوی میاشتنی زیان دی.
د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې ۱۱۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي وو، چې له هغې جملې څخه شاوخوا ۱۰۲ تنه د پېښور په پولیس لاینز کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.
په راپور کې ویل شوي، چې د جولای په میاشت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۴۰۱ وسله وال وژل شوي، چې دا په تېره څه باندې یوه لسیزه کې په یوه میاشت کې د وژل شویو وسله والو تر ټولو لویه شمېره ده.
د پکس په وینا، په جولای کې د ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه اته پېښې شوې دي، چې په هغو کې له باروتو څخه د ډکو موټرو په واسطه پنځه ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.
دا په تېره یوه لسیزه کې په یوه میاشت کې د ثبت شویو ځانمرګو بریدونو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د پکس د ارقامو له مخې، له پخوانیو قبایلي سیمو (فاټا) پرته په پاتې خیبر پښتونخوا کې د جولای په میاشت کې په ټولیزه توګه ۱۵۴ کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې په جون کې دا شمېر ۷۵ و.
په دې توګه په ټولیزو مړینو کې ۱۰۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ټپیانو شمېر هم له ۶۰ څخه ۹۸ ته لوړ شوی دی.
په دې سیمو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ځاني زیان له ۱۲ څخه ۳۸ ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې د راپور له مخې، د وژل شویو وسلهوالو شمېر په ۱۹۲ سلنه زیاتوالي سره له ۳۷ څخه ۱۰۸ ته رسېدلی دی.
خو د ملکي وګړو په مړینه کې ۷۳ سلنه کموالی راغلی او دا شمېر له ۲۶ څخه اوو ته راښکته شوی دی.
په تیره اونۍ کې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پیښو له امله له دېرشو څخه ډیر کسان وژل شوي دي، چې ډیری یې پولیس او پوځي پرسونل دي، په داسې حال کې چې په ځینو کې حکومت پلوه ملکي وګړي هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په منځني ختیځ کې د جګړو د پراخېدو او د ملکي وګړو د مرګژوبلې د زیاتېدو له امله د جګړو د سمدستي درېدو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو هم خبرداری ورکړی چې روان تاوتریخوالی نه یوازې سیمه، بلکې نړیوال ثبات هم له ګواښ سره مخ کوي.
ګوټرېش په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، نړۍ د یوې بلې جګړې د زغملو توان نه لري او ټولې ښکېلې خواوې باید جګړه ودروي او د ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.
ملګرو ملتونو د جمعې ورځ(د زمري۹مه) وویل چې په غزه، لبنان او لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی او د ملکي وګړو مرګژوبله لا هم په زیاتېدو ده. د یاد سازمان سرمنشي انتونیو ګوټرېش ټینګار کړی چې د جګړو دوام د سیمې ترڅنګ د نړۍ پر امنیت او اقتصادي ثبات هم ناوړه اغېزې کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو له مخې، د روان کال د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د لبنان په سوېل کې لږ تر لږه څلور زره او ۳۲۹ کسان وژل شوي او ۱۲ زره او ۲۳۳ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، د وروستي اوربند له اعلان وروسته هم سلګونه نور کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو ادارې (UNRWA) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له اوربند څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۲۲مې پورې په غزه کې یو زر او ۱۸۰ فلسطینیان وژل شوي او درې زره او ۸۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې هم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اداره (اوچا) د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، چې د اسرايیل او حماس جګړه پیل شوې، یو زر او ۱۲۲ فلسطینیان وژل شوي چې لږ تر لږه ۲۴۶ یې ماشومان دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونیسف) ویلي چې په تېرو پنځو میاشتو کې د سیمې په شپږو هېوادونو کې له څلور زرو ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. یونیسف خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو بریدونو له امله ماشومان لا هم د جګړو تر ټولو ستر قربانیان دي او حتی په خپلو کورونو، ښوونځیو او ټولنو کې هم خوندي نه دي.
ګوترش همدارنګه د هرمز او بابالمندب تنګیو د سمندري تګ راتګ د بشپړ عادي کېدو غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د روانو شخړو دوام به نړیواله سوداګري، د خوراکي توکو او انرژۍ بیې او د نړۍ اقتصادي ثبات له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي سوریې ته د خپل وروستي سفر په اړه هم وویل چې نړیواله ټولنه باید د بندیزونو په بشپړ لرې کولو او دوامداره ملاتړ سره د دغه هېواد د بیارغونې او اقتصادي رغېدو بهیر پیاوړی کړي.
هسپانیا او مراکش د جمعې په ورځ د هسپانوي سیوتا سیمې پر سرحدي کټارو ځواکونه زیات کړل او داسې ښکاري چې د یوې ورځې په ترڅ کې د سمندر او ځمکې له لارې د لسګونو زرو کسانو له اوښتلو وروسته یې د غیرقانوني اوښتنو مخه نیولې ده. په همدې ترڅ کې په اوبو کې لږ تر لږه د ۱۹ کسانو مړي موندل شوي.
د هسپانیا د ملي امنیت ادارې په خپله وېبپاڼه کې، د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي وو چې اټکل کېږي په ۲۴ ساعتونو کې له ۴۹ زرو څخه زیات کسان په غیرقانوني ډول اوښتي دي. دغه اعلامیه وروسته له وېبپاڼې لرې شوه، خو سملاسي یې کوم دلیل وړاندې نه شو.
د مراکش له خاورې د مدیترانې سمندر پر لور د هسپانیا تر کنټرول لاندې کوچنۍ سیمه سیوتا ته د خلکو دغه پراخ ورتګ په اروپا کې د حیرانتیا او اختلاف سبب شوی دی.
فرانسې ویلي چې له هسپانیا سره پر پوله به خپل کنټرول زیات کړي او ایټالیا ګواښ کړی چې ښايي د اروپايي اتحادیې له داخلي خلاص سرحدي سیستم «شېنګن» څخه هسپانیا ګټه اخېستنه وځنډوي.
هسپانیايي چارواکو ویلي، هڅه کوي هغه کسان چې په غیرقانوني ډول داخل شوي، ژر تر ژره بېرته وشړي.
ټاکل شوې وه چې د هسپانیا صدراعظم پېدرو سانچېز د جمعې په ورځ له کورنیو چارو وزیر فرناندو ګراندې-مارلاسکا سره سیوتا ته سفر وکړي.
سیوتا؛ د اروپا او افریقا ترمنځ حساسه پوله
سیوتا او میلیلا، چې بله هسپانیايۍ خپلواکه سیمه ده او د مراکش په شمال کې موقعیت لري، د اروپايي اتحادیې یوازینۍ ځمکنۍ پولې دي چې له افریقا سره نښتې دي.
ددغو دوو ښارونو هر یو شاوخوا ۸۵ زره نفوس لري او وخت ناوخت د هغو کډوالو د هڅو شاهد وي چې غواړي اروپا ته ورسېږي، خو د پنجشنبې ورځې د ورتګ کچه بېسارې بلل شوې ده.
د هسپانیا د سیمهییزې پالیسۍ وزیر انخل ویکتور تورس وویل چې د دې زیاتوالي یو لامل ښايي د هسپانیا د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه وي. د دې پرېکړې له مخې، هغه کډوال چې سیوتا یا میلیلا ته د رسېدو پر مهال په سمندر کې نیول کېږي، د ځانګړو قوانینو له مخې په سملاسي ډول بېرته نه شي شړل کېدای.
تورس وویل چې حکومت سملاسي غبرګون ښودلی او هڅه کوي کډوال بېرته ستانه کړي، خو د محکمې پرېکړو او د کډوالو حقونو ته به درناوی کوي.
د مراکش له لوري، د امنیتي ځواکونو له زیات حضور سره سره، د شپې په اوږدو کې زرګونه کډوال د فنیدق ښار ته ورننوتل. که څه هم ډېری هڅې د پولې د اوښتو لپاره ناکامې شوې، خو ځینو ډلو له کټارې د تېرېدو لپاره د ساحل له لارې بدیلې لارې لټولې او ځینو د لامبو وهلو هڅه هم کوله.
۳۲کلن ابراهیم، چې یوازې یې خپل لومړی نوم یاد کړ، وویل، « زه ناوخته ورسېدم».
هغه وویل له طنجه څخه راغلی و او غوښتل یې له دروازې تېر شي، خو دروازه تړلې وه.
په اوښتیو هیلهمنو کسانو کې ښځې او ماشومان هم وو، چې ځینې یې د مراکش او ځینې د افریقا د صحرا سوېلي سیمو څخه راغلي وو.
د اروپا غبرګون
د هسپانیا د ملکي ګارد پولیسو اتحادیېپه اېکس کې ویلي چې د پنجشنبې ورځې د لویې څپې پر مهال په سرحد کې د څار لپاره کافي پولیس نه وو، له همدې امله د خلکو د مخنیوي توان کم شوی و.
کډوالي په ټوله اروپا کې یوه حساسه موضوع ده. په ځانګړي ډول له ۲۰۱۵ کال راهیسې، چې له یو میلیون څخه زیات کسان، چې ډېری یې د سوریې له جګړې تښتېدلي وو، اروپا ته ورغلل، ښي اړخي ګوندونه پیاوړي شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز وویل چې د هسپانیا پر پوله یې د «سملاسي کنټرولونو د زیاتولو» امر کړی دی.
په عادي حالت کې د شېنګن سیمې د غړو هېوادونو ترمنځ سرحدي کنټرول نشته، خو په استثنايي شرایطو کې د لنډ وخت لپاره بېرته فعالېدای شي.
د ایټالیا ښي اړخي صدراعظمې جورجیا میلوني وویل: « موږ چمتو یو چې د پولو او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره بېړني اقدامات وکړو، چې له هسپانیا سره د شېنګن د تړون ځنډول هم پکې شامل دي».
د فنلنډ د کورنیو چارو وزیر، چې هغه هم د ښي اړخي ګوند غړی دی، د میلوني له وړاندیز څخه ملاتړ وکړ او ویې ویل چې اروپايي اتحادیه باید د ایټالیا لار تعقیب کړي.
د هسپانیا سوسیالیستي حکومت وايي چې د غیرقانوني اوښتنو پر وړاندې به کلک پاتې شي، خو ټینګار کوي چې کډوال د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کوي.حکومت داسې عمومي بښنه هم اعلان کړې چې د تېر کال په ترڅ کې یې سلګونو زرو کسانو ته د تابعیت د غوښتنې زمینه برابره کړې ده.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني وویل: « له سیوتا څخه راتلونکي انځورونه ښيي چې له ۵۰۰ زرو څخه زیاتو غیرقانوني کډوالو ته د هسپانوي او اروپايي تابعیت ورکولو پرېکړه ژوره تېروتنه ده او د انسان قاچاق هڅوي».
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوسې مانویل البارس د تاجاني څرګندونې «نامناسبې» وبللې او ویې ویل چې هسپانیا له خپلو شریکانو څخه «پیوستون غواړي، نه سیاسي تبلیغات». هغه زیاته کړه چې د ایټالیا سفیر به د اعتراض لپاره راوغواړي.
د فرانسې د ښي اړخي ملي تجمع ګوند د ولسمشرۍ نوماندې مارین لوپن وویل، چې که راتلونکی کال انتخابات وګټي، نو د شېنګن د ازاد تګ راتګ حق به یوازې اروپايي اتباعو ته محدود کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې «د سولې پلاوی» په غزه کې د حماس او نورو وسلهوالو ډلو د بشپړې بېوسلې کولو لپاره یوې «تاریخي» هوکړې ته رسېدلی دی. هغه زیاتوي، د غزې اداره به د فلسطین نوي حکومت ته وسپارل شي چې د سولې له پلاوي سره به په همغږۍ کار کوي.
د هغه په وینا؛ دغه هوکړه د «ټرمپ د ۲۰ مادهییز پلان» له مخې په څو پړاوونو کې عملي کېږي او د بېوسلې کولو له بهیر سره هممهاله به اسراییلي ځواکونه هم له غزې ووځي. ټرمپ وویل، د غزې اداره به د فلسطین نوي حکومت ته وسپارل شي چې د سولې له پلاوي سره به په همغږۍ کار کوي.
هغه زیاته کړه، د یوه نړۍوال ثبات ځواک او نوي فلسطیني پولیس به د غزې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلي. د امریکا ولسمشر همدارنګه د مصر، قطر او ترکیې له منځګړتوب مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، هغه ګواښ چې د اکتوبر د اوومې له بریدونو څخه رامنځته شوی و، بیا به د رامنځته کېدو اجازه ورنه کړل شي.
دغه اعلان داسې مهال کېږي، چې د ټرمپ ۲۰ مادهییز پلان د ۲۰۲۵کال له مني راهیسې د غزې د جګړې د پای ته رسولو د اصلي چوکاټ په توګه مطرح شوی دی. د دغه پلان په لومړي پړاو کې اوربند، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د بشري مرستو زیاتول شامل وو.
دویم پړاو چې د وسلهوالو ډلو پر بېوسلې کولو، د اسراییلي ځواکونو پر وتلو او د ملکي ادارې پر لېږد تمرکز لري؛ د ښکېلو خواوو د اختلافونو او د خبرو اترو د ځنډ له امله څو میاشتې ځنډېدلی و. د سپینې ماڼۍ تر څار لاندې د سولې پلاوي وروستۍ خبرې اترې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د سیمهییزو هېوادونو په منځګړیتوب پر مخ وړې دي.
د امریکايي چارواکو په وینا؛ په نوې هوکړه کې د وسلو پړاو په پړاو سپارل، د تونلونو او د وسلو د تولید د تاسیساتو لهمنځه وړل او د یوه نړۍوال ثبات ځواک ځای پرځای کول شامل دي. دغه ځواک به له نوي جوړېدونکي فلسطیني پولیسو سره په ګډه کار کوي. همدارنګه غزه به د سولې کمېسیون تر څار لاندې د ټیکنوکراتیک فلسطیني حکومت لهخوا اداره کېږي.
پر همدې مهال د کره وخت توضیحات، د بېوسلې کولو د تایید مېکانیزم او د ګوندونو د عملي ژمنو بشپړ جزییات لاتراوسه نهدي خپاره شوي. د یادې هوکړې بریالي عملي کېدل د اسراییل او فلسطیني ډلو په همکارۍ پورې تړلی دی.
لومړني غبرګونونه ښيي، چې د اسراییل تر وتلو وروسته د امنیتي ضمانتونو په اړه محتاط دریځ لري او حماس هم تراوسه د دغه هوکړې رسمي او بشپړ تایید نهدی کړی.
کارپوهان باور لري، چې د یادې طرحې بریالیتوب د نړۍوالې اغېزمنې څارنې، د غزې د بیارغونې لپاره د مالي سرچینو برابرولو او د پوځي ګواښونو د بیا راڅرګندېدو مخنیوي پورې تړلی دی. ټرمپ دغه پرمختګ د تلپاتې سولې پر لور یو ستر ګام بللی؛ خو شنونکي خبرداری ورکوي چې د دغه هوکړې د عملي کېدو بهیر به لاهم له ګڼو سیاسي او امنیتي خنډونو سره مخ وي.