
ازبکستان او طالبانو د سوداګرۍ شورا جوړه کړه
د ازبکستان ځایي رسنیو راپور ورکړی، چې د ازبکستان-طالبانو سوداګریزه شورا د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو په خونه کې جوړه شوه. د راپورونو له مخې؛ دغه شورا د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د صنعتي همکارۍ او سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره پراخ فرصتونه برابروي.



















