
په غزني کې د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي
په غزني کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د یاد ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په علي خانخېل کلي کې د یوه پخواني ماین په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.



















