شاه رخ خان وروسته په هند کې وزېږېد او د دغه هېواد د سينما له تر ټولو نوموتو لوبغاړو څخه شو.
د پاکستان وتلي خبريال حميد مير د غلام احمد بلور د خاطرو د کتاب «زه ولې مات نه شوم؟» په اړه په خپلې ليکنه کې ليکلي چې د شاه رخ خان پلار تاج محمد خان، د بلور د کورنۍ نږدې ملګری او په پېښور کې يو پېژندل شوی سوداګر و.
تاج محمد خان د هند د ملي کانګرس ګوند فعال غړی او د عدام تشد د لوی پښټون مبارز عبدالغفار خان (پاچا خان) د خدايي خدمتګار غورځنګ له مخکښو پلويانو څخه و.
پاچا خان د مهاتما ګاندي نږدې ملګری و، د هند د وېش مخالف او د سولهييزې مبارزې ملاتړ یې کاوه. خو کله چې په ۱۹۴۷ کال کې پاکستان جوړ شو، د هغه ډېری پلويان له نوي حکومت سره په اختلاف کې شول.
خدايي خدمتګار يو بېتاوتريخوالي غورځنګ و، چې د هند له وېش مخکې يې په پښتون مېشتو سيمو کې فعاليت کاوه. د پاکستان تر جوړېدو وروسته د دغه غورځنګ غړي او ملاتړي له سياسي فشارونو او نيونو سره مخامخ شول.
د احمد بلور د خاطرو په کتاب کې راغلي چې کله عبدالقيوم خان د شمال لوېديځ سرحدي ايالت، چې اوسنی خېبر پښتونخوا ده، واک ته ورسېد، د پاچا خان پر پلويانو فشارونه نور هم زيات شول.
بلور په خپل کتاب کې ليکي چې د عبدالقيوم خان حکومت په ۱۹۴۸ کال کې د خدايي خدمتګار غورځنګ سخت وځاپه، او د بابړې د خونړۍ پېښې پر مهال ګڼ شمېر لاريونوال د پوليسو په ډزو ووژل شول.
د غلام احمد بلور په وينا، تاج محمد خان څو ځله ونيول شو، او کله چې سياسي فشارونه نور هم زيات شول، پرېکړه يې وکړه چې پېښور پرېږدي.
هغه له خپلې کورنۍ سره د هند پلازمېنې ډيلي ته ولاړ، هلته يې نږدې ملګري محمد يونس، چې د جواهر لعل نهرو او انديرا ګاندي له نږدې سياسي همکارانو څخه و، د دوی ملاتړ وکړ.
غلام احمد بلور وايي، له هند ته تر کډه کېدو وروسته هم تاج محمد خان له خپلو ملګرو سره په پېښور کې اړيکې ساتلې او آن يو ځل له خپلې کورنۍ سره د حاجي بلور کور ته هم ورغلی و.
شاه رخ خان په ۱۹۶۵ کال کې د هند په ډيلي ښار کې وزېږېد. تاج محمد خان په ډيلي کې له لطيف فاطمې سره واده وکړ. شاه رخ خان خپل ماشومتوب او ځواني په همدې ښار کې تېره کړه. له زده کړو وروسته يې هنري فعاليت په ټلوېزيون کې پيل کړ، او وروسته د هند سينما ته داخل شو. هغه ورو ورو د باليووډ له تر ټولو پېژندل شويو او اغېزناکو لوبغاړو څخه شو.