جرمني کې نوې طبي څېړنه؛ پر انټرنېټ ډېر وخت تېرول پر شخصیت ناوړه اغېز کوي

په جرمني کې یوه نوې ترسره شوې طبي څېړنه ښيي چې پر انټرنېټ د ډېر وخت تېرول د انسان د شخصیت لپاره ویجاړونکی تمامېدای شي او د سخت رواني فشار لامل ګرځي.

په جرمني کې یوه نوې ترسره شوې طبي څېړنه ښيي چې پر انټرنېټ د ډېر وخت تېرول د انسان د شخصیت لپاره ویجاړونکی تمامېدای شي او د سخت رواني فشار لامل ګرځي.
دغه څېړنه چې د دیسبورګ-ایسن پوهنتون لهخوا ترسره شوې، ښيي چې په انلاین نړۍ کې د ډېر وخت تېرول د انسان پر مزاج منفي اغېز کوي او د ګنګسوالي لامل کېږي.
د دې څېړنې د جزییاتو لهمخې، څېړونکو د ۹۰۰ کسانو انلاین عادتونه په دقیق ډول وڅېړل او هغوی یې د انټرنېټ د کارولو د څرنګوالي پر بنسټ پر درېیو بېلابېلو ډلو ووېشل. له دغو کسانو څخه د دوو اونیو لپاره هر ماښام غوښتل شوي وو چې د خپل مزاج، د فشار د کچې او پر انټرنېټ د تېر کړي وخت په اړه معلومات په یوه ځانګړي فورم کې ثبت کړي.
د څېړنې پایلې په ډاګه کوي، هغه کسان چې ډېر وخت پر انټرنېټ تېروي، په ژوند کې د نورو مهمو چارو او مسوولیتونو د پامه غورځولو له جدي خطر سره مخ دي. څېړونکو موندلې، چې د انټرنېټ کارولو لپاره شدیده غوښتنه او په هغې کې د لنډمهاله خوښۍ او ارامۍ لټول، د دې لامل کېږي چې د انسان ورځنی ژوند او بېلابېلې چارې په منفي ډول اغېزمنې شي.
د دیسبورګ-ایسن پوهنتون څېړونکي وایي، چې د انلاین سرګرمیو منفي اغېزې د ژوند پر ډېرو برخو خپرېږي او دا خطر په ځانګړي ډول په هغو کسانو کې خورا لوړ دی چې د انټرنېټ له حده زیات کارولو سره عادت شوي دي.
د دغې علمي څېړنې موندنې او پایلې په مشهورې طبي مجلې «پلوس ون» کې خپرې شوې دي.

نیګي، چې د پیاز له کورنۍ سره تړاو لري، د جاپان په خوړو کې یو له تر ټولو ډېر کارېدونکو سبزیو څخه ده. دا سبزي که د خوند لپاره نرۍ ټوټه شي او د خوړو پر سر وشیندل شي، یا په غټو سپینو ټوټو کې پخه شي، د جاپاني پخلنځي ځانګړی خوند او رنګ جوړوي.
نیګي (Allium fistulosum)، چې د ګندنې له کورنۍ سره نږدې تړاو لري، د جاپاني خوړو په کلتور کې د اصلي خوړو ترڅنګ مهم ملاتړی رول لري. که څه هم ډېری وخت د خوړو اصلي برخه نه وي، خو د بېلابېلو جاپاني خوړو د خوند د پیاوړتیا لپاره په پراخه کچه کارول کېږي.
د «نیپون» د راپور له مخې، نیګي په اصل کې د ژمي سبزي بلل کېږي، ځکه سړه هوا یې خوند او خوږوالی زیاتوي، خو اوس د کال په ټولو موسمونو کې د جاپان په بازارونو کې موندل کېږي.
نیګي د لوېدیځ چین او د منځنۍ اسیا د شمالي سیمو اصلي بوټی دی. دا سبزي له دوو زرو کلونو ډېر وخت په چین کې کرل شوې او وروسته د کوریا له لارې جاپان ته رسېدلې ده. تاریخي اسناد ښيي چې نیګي د جاپان د نارا دورې (۷۱۰ تر ۷۹۴ میلادي) له وخته کرل کېده.
په پخوانیو وختونو کې نیګي یوازې د خوړو لپاره نه، بلکې د درملیز بوټي په توګه هم کارول کېده. د راپور له مخې، په دودیزو درملنو کې ځینو خلکو د زکام د مخنیوي لپاره د نیګي ټوټې د غاړې شاوخوا تړلې. په دې سبزي کې شته «الیسین» ماده د التهاب ضد او د باکتریاوو پر وړاندې ځانګړتیاوې لري.
په جاپاني پخلنځي کې خام نیګي د سوپ، سوبا نوډلو او یخ توفو په څېر خوړو ته ځانګړی تریخ او تازه خوند ورکوي، خو کله چې پخه شي، تریخوالی یې کمېږي او یو نرم خوږ خوند پیدا کوي. سپینې نرۍ پرې شوې ټوټې یې د کبانو او نورو پخو شوو خوړو د ښکلا لپاره هم کارول کېږي.
د جاپان په ختیځو سیمو کې، په ځانګړې توګه کانتو کې، د نیګي هغه ډول ډېر مشهور دی چې اوږده سپینه ساقه لري، په داسې حال کې چې د هېواد په لوېدیځو سیمو، لکه کانسای کې، شنه پاڼې لرونکی ډول ډېر کارول کېږي. له همدې امله په ختیځ جاپان کې خلک نیګي له سپین رنګ او په لوېدیځ کې یې له شین رنګ سره تړي.
جاپان همداراز د نیګي بېلابېل سیمهییز ډولونه لري، لکه د ګونما ولایت «شیمونیتا نیګي»، د یاماګاتا «هیراتا نیګي»، د کیوتو «کوجو نیګي» او د فوکوکا «هاکاتا باننو نیګي» چې هر یو یې د سیمې په ځانګړو خوړو کې ځانګړی ځای لري.
د جاپاني کلتور له مخې، نیګي یوازې یوه سبزي نه ده، بلکې د دغه هېواد د پخلنځي د دودونو او سیمهییزو خوندونو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
سګریټ څکول په نړۍ کې د مړینې او جدي ناروغیو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. روغتیايي متخصصین وایي، د سګریټ لوګی زرګونه زیانمن کیمیاوي مواد لري چې د سږو، زړه، دماغ او د بدن د نورو غړو د ناروغیو خطر زیاتوي.
سګریټ څکول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د عامې روغتیا له سترو ننګونو څخه شمېرل کېږي. د روغتیايي څېړنو له مخې، د سګریټ لوګی له اووه زرو څخه ډېر کیمیاوي مواد لري چې لسګونه یې د سرطان رامنځته کوونکي دي. په دې موادو کې نیکوتین هغه ماده ده چې انسان پرې روږدی کوي او د پرېښودو بهیر یې ستونزمنوي.
ډاکټران وایي، د سګریټ زیان یوازې سږو ته نه رسېږي، بلکې د بدن نږدې ټول غړي اغېزمنوي. د سږو سرطان، مزمن ټوخی، د ساه لنډۍ او د سږو مزمنې ناروغۍ د سګریټ له تر ټولو عامو پایلو څخه دي. همدارنګه سګریټ د زړه حملې، فلج، د وینې د رګونو د بندېدو او د وینې د لوړ فشار خطر هم زیاتوي.
روغتیايي راپورونه ښيي چې سګریټ د خولې، ستوني، ژبې، مرۍ، معدې، پانقراس، پښتورګو او مثانې د سرطان له خطر سره هم مستقیم تړاو لري. سربېره پر دې، د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي، د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت وړتیا راکموي او د ناروغیو د رغېدو موده اوږدوي.
سګریټ د خولې او غاښونو روغتیا هم زیانمنوي. د غاښونو ژېړوالی، د خولې بد بوی، د لثو ناروغۍ او د غاښونو لوېدل د سګرټ څکوونکو ترمنځ ډېرې عامې ستونزې دي. همدارنګه د پوستکي طبیعي ښکلا له منځه وړي، د عمر نښې ژر څرګندوي او د مخ ګونجي زیاتوي.
متخصصین وایي، د امیندوارۍ پر مهال د سګریټ څکول د جنین پر وده ناوړه اغېز کوي او د وخت مخکې زېږون، د ماشوم د کم وزن او نورو روغتیايي ستونزو خطر زیاتوي.
د سګریټ زیان یوازې سګرټ څکوونکو پورې محدود نه دی. هغه کسان چې د نورو د سګریټ لوګی تنفس کوي هم له ورته روغتیايي خطرونو سره مخ کېږي. ماشومان، امیندوارې ښځې او سپینږیري د دوهم لاس لوګي تر ټولو ډېر زیان ویني.
سګریټ اقتصادي زیانونه هم لري. د سګریټ د پېرلو لګښت، د ناروغیو د درملنې مصرف او د کاري وړتیا کمېدل د کورنیو او ټولنې پر اقتصاد منفي اغېز کوي.
روغتیايي متخصصین ټینګار کوي چې د سګریټ له پرېښودو سره سم د بدن د رغېدو بهیر پیلېږي. د وینې فشار او د زړه درزا عادي کېږي، د سږو فعالیت ورو ورو ښه کېږي او د وخت په تېرېدو د زړه ناروغیو، فلج او سرطان خطر هم کمېږي.
د متخصصینو په باور، د سګریټ نه پیلول او که څوک پرې روږدی وي، ژر تر ژره یې پرېښودل د سالم، اوږد او باکیفیته ژوند لپاره تر ټولو مهمه پرېکړه ده.
د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار او ویاند وحید عمر د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت وايي، تجربو ثابته کړې، چې دغه درې رنګه بیرغ نهبدلېدونکی دی او باید ټول یې احترام وکړي. هغه زیاتوي، د افغانستان معاصر تاریخ کې یوازینی ملي سمبول چې له ټولو ناخوالو ژوندی پاتې دی؛ هغه همدا بیرغ دی.
وحید عمر د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۷مه د ملي درې رنګه بیرغ د ورځې په مناسبت وايي، د افغانستان په معاصر تاریخ او په تېرو یو سلو څو کلونو کې که په افغانستان کې یو ملي سمبول رامنځته شوی وي، او له ټولو بحرانونو او ناورینونو سره سره ژوند پاتې وي او همداراز افغان ولس ورسره عاطفي تړاو ولري؛ هغه همدا درې رنګه ملي بیرغ دی.
هغه زیاته کړې: «په دې موده کې نور سمبولونه هم جوړ شوي، خو ډېری یې مقطعي وو او د ملي بیرغ په څېر یې دوام نهدی کړی. موږ او تاسو ټول پوهېږو چې دا ډېر ښایسته بیرغ دی».
وحید عمر په ټینګار سره څرګنده کړې، چې له دغه درې رنګه بیرغ سره د افغانستان هویت تړلی دی او په باور یې هېڅ بل سمبول د افغانستان هویت په بشپړه توګه نهشي تعریفولی، لکه چې دغه بیرغ یې کولای شي.
عمر زیاته کړې: «په تېرو یو سلو څو کلونو کې ډېر داسې کوششونه وشول چې دغه بیرغ یو رقم بدل شي، خو نه د خلق ډیموکراټیک سور بیرغ، نه د مجاهدینو سپین، تور او شین بیرغ او نه د طالبان سپین بیرغ د افغانستان ملي سمبول شوی نهدی او هېح یوه د دغه بیرغ ځای نهدی نیولی».
هغه په ډاګه کړې: «تجربو ثابته کړې، چې دغه بیرغ بدلېدونکی نهدی او دا د افغانستان له حکومتونو سره نه، بلکې د افغانستان د خلکو له هویت سره تړلی دی او ټول یې باید احترام وکړي. دا بیرغ به ژوندی وي او افغانانو چې کله هم په خپله خوښه بیرغ پورته کړی، همدا بیرغ یې پورته کړی دی».
وحید عمر همداراز څرګنده کړې: «[له] حکومت سره زما د کار یو افتخار دا وو چې په اخرو دوو کلونو کې د وزیر اکبرخان لوی بیرق مستقیما زما تر نظر لاندې جوړیده او تقریبا هره میاشت چې بیرق بدلیده، نوی بیرق مې شخصا په ډېر افتخار پورته کوو».
د زمري ۷مه د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده. دغه ورځ د طالبانو له واکمنۍ مخکې هرکال په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغې ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.
د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالباري جهاني وايي، طالبان د افغان ولس له زړونو او خاطراتو څخه «ملي بېرغ» نهشي اېستلی. د هغه په باور دغه بیرغ د خلکو په زړونو او له هېواده بهر په ښکاره ژوندی دی. جهاني همداراز خبرداری ورکړ، د طالبانو بقا په «خطر» ده.
نن (د زمري ۷مه) د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده. دغه ورځ د طالبانو له واکمنۍ مخکې هرکال په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده، خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغې ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.
د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د زمري په ۷مه د ملي درې رنګه بیرغ د ورځې په تړاو له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د افغانستان ملي بیرغ د خلکو په زړونو کې ځای لري او زیاته یې کړه: «طالبان چې هر څومره کوشش وکړي، چې دا بیرغ د خلکو له زړونو او خاطراتو څخه نهشي اېستلی. طالبانو به دا بیرغ لهمنځه وړی وي، خو په خارج کې تر اوسه دا بیرغ ژوندی دی او د افغانانو په زړونو کې هم دا بیرغ ژوندی دی».
طالبانو په بیا واکمنېدو سره د افغانستان د اساسي قانون په ګډون ډېری ارزښتونه لهمنځه یوړل او په تړاو یې عبدالباري جهاني وايي: « طالبان د ملي ارزښتونو خلک نهدي».
د افغانستان د ملي سرود شاعر عبدالباري جهاني د ملي سرود په اړه زیاتوي: «طبیعي خبره ده، چې دوی [طالبان] باید سرود لهمنځه وړی وای، ځکه هغه سره موسیقي ملګرې ده. که موسیقي ملګرې هم نهوای، دوی دا سرود نهقبلاوه. په دې خاطر چې دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او په اساسي قانون کې فیصله شوی یو سرود وو».
جهاني د طالبانو اوسنی نظام یو «ایډیولوژیک» نظام ګڼي او خبرداری ورکوي، دا چې طالبان د خلکو د غوښتنو مخالف دي، نو لرې نهده چې نظام به یې رانسکور کړای شي او زیاتوي: «اخطار ورکوم، چې دوی په دغه حال باندې خپلې واکمنۍ ته دوام نهشي ورکولای او دوی به حتما سرنګونه کېږي، ځکه دوی سل په سلو کې د افغان ولس د ارزوګانو او غوښتنو مخالف دي».
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان دری رنګه ملي بېرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې لهخوا تصویب شو. له هغه وروسته د افغانستان په ملي بېرغ کې ځینې بدلونونه راغلي، خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا هم هماغه پخوانی درې رنګه ملي بېرغ په لږ توپیر سره د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شو.
تاریخ پوهان وايي، شاه امان الله خان ملي بېرغ ته د درېیو رنګونو په غوره کولو سره د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړې ده چې «تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د خپلواکۍ او د شهيدانو نښه او زرغون رنګ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ نښه ده».
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د «کندهار تاریخ کور» موزیم له معیاري کېدو وروسته د سېشنبې په ورځ د سیلانیانو او نورو لیدونکو پر مخ پرانېستل شو.
د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعامالله سمنګاني د موزیم د پرانېستې په مراسمو کې وویل، کندهار لرغونی تاریخ لري او د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندي کولو لپاره د یوه معیاري موزیم جوړول اړین وو.
نوموړي زیاته کړه چې د کندهار تاریخ کور په معیاري بڼه جوړ شوی او اوس یې سیلانیان او عام خلک لیدنه کولی شي.
په ورته مهال د طالبانو د مرکزي موزیم رییس صبغتالله عابد وویل، کندهار د پام وړ تاریخي مخینه لري او د دغه ولایت د تاریخي میراثونو ساتنې ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.
هغه له اړوندو بنسټونو او خلکو وغوښتل چې د فرهنګي او تاریخي اثارو په ساتنه او له هېواده بهر ته د هغو د قاچاق په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي.
طالب چارواکو د کندهار په تاریخ کور کې د ساتل کېدونکو اثارو د شمېر، تاریخي دورو، د موزیم د جوړولو د لګښت او د لیدنې د مهالوېش په اړه جزییات نه دي ورکړي.