• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیګي؛ هغه جاپاني سبزي چې د دودیز پخلنځي نه بېلېدونکې برخه ده

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۱

نیګي، چې د پیاز له کورنۍ سره تړاو لري، د جاپان په خوړو کې یو له تر ټولو ډېر کارېدونکو سبزیو څخه ده. دا سبزي که د خوند لپاره نرۍ ټوټه شي او د خوړو پر سر وشیندل شي، یا په غټو سپینو ټوټو کې پخه شي، د جاپاني پخلنځي ځانګړی خوند او رنګ جوړوي.

نیګي (Allium fistulosum)، چې د ګندنې له کورنۍ سره نږدې تړاو لري، د جاپاني خوړو په کلتور کې د اصلي خوړو ترڅنګ مهم ملاتړی رول لري. که څه هم ډېری وخت د خوړو اصلي برخه نه وي، خو د بېلابېلو جاپاني خوړو د خوند د پیاوړتیا لپاره په پراخه کچه کارول کېږي.

د «نیپون» د راپور له مخې، نیګي په اصل کې د ژمي سبزي بلل کېږي، ځکه سړه هوا یې خوند او خوږوالی زیاتوي، خو اوس د کال په ټولو موسمونو کې د جاپان په بازارونو کې موندل کېږي.

نیګي د لوېدیځ چین او د منځنۍ اسیا د شمالي سیمو اصلي بوټی دی. دا سبزي له دوو زرو کلونو ډېر وخت په چین کې کرل شوې او وروسته د کوریا له لارې جاپان ته رسېدلې ده. تاریخي اسناد ښيي چې نیګي د جاپان د نارا دورې (۷۱۰ تر ۷۹۴ میلادي) له وخته کرل کېده.

په پخوانیو وختونو کې نیګي یوازې د خوړو لپاره نه، بلکې د درملیز بوټي په توګه هم کارول کېده. د راپور له مخې، په دودیزو درملنو کې ځینو خلکو د زکام د مخنیوي لپاره د نیګي ټوټې د غاړې شاوخوا تړلې. په دې سبزي کې شته «الیسین» ماده د التهاب ضد او د باکتریاوو پر وړاندې ځانګړتیاوې لري.

په جاپاني پخلنځي کې خام نیګي د سوپ، سوبا نوډلو او یخ توفو په څېر خوړو ته ځانګړی تریخ او تازه خوند ورکوي، خو کله چې پخه شي، تریخوالی یې کمېږي او یو نرم خوږ خوند پیدا کوي. سپینې نرۍ پرې شوې ټوټې یې د کبانو او نورو پخو شوو خوړو د ښکلا لپاره هم کارول کېږي.

د جاپان په ختیځو سیمو کې، په ځانګړې توګه کانتو کې، د نیګي هغه ډول ډېر مشهور دی چې اوږده سپینه ساقه لري، په داسې حال کې چې د هېواد په لوېدیځو سیمو، لکه کانسای کې، شنه پاڼې لرونکی ډول ډېر کارول کېږي. له همدې امله په ختیځ جاپان کې خلک نیګي له سپین رنګ او په لوېدیځ کې یې له شین رنګ سره تړي.

جاپان همداراز د نیګي بېلابېل سیمه‌ییز ډولونه لري، لکه د ګونما ولایت «شیمونیتا نیګي»، د یاماګاتا «هیراتا نیګي»، د کیوتو «کوجو نیګي» او د فوکوکا «هاکاتا باننو نیګي» چې هر یو یې د سیمې په ځانګړو خوړو کې ځانګړی ځای لري.

د جاپاني کلتور له مخې، نیګي یوازې یوه سبزي نه ده، بلکې د دغه هېواد د پخلنځي د دودونو او سیمه‌ییزو خوندونو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

•
•
•

نور کیسې

سګریټ څکول؛ هغه خاموش قاتل چې د انسان روغتیا، اقتصاد او ژوند ګواښي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۱
100%

سګریټ څکول په نړۍ کې د مړینې او جدي ناروغیو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي. روغتیايي متخصصین وایي، د سګریټ لوګی زرګونه زیانمن کیمیاوي مواد لري چې د سږو، زړه، دماغ او د بدن د نورو غړو د ناروغیو خطر زیاتوي.

سګریټ څکول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د عامې روغتیا له سترو ننګونو څخه شمېرل کېږي. د روغتیايي څېړنو له مخې، د سګریټ لوګی له اووه زرو څخه ډېر کیمیاوي مواد لري چې لسګونه یې د سرطان رامنځته کوونکي دي. په دې موادو کې نیکوتین هغه ماده ده چې انسان پرې روږدی کوي او د پرېښودو بهیر یې ستونزمنوي.

ډاکټران وایي، د سګریټ زیان یوازې سږو ته نه رسېږي، بلکې د بدن نږدې ټول غړي اغېزمنوي. د سږو سرطان، مزمن ټوخی، د ساه لنډۍ او د سږو مزمنې ناروغۍ د سګریټ له تر ټولو عامو پایلو څخه دي. همدارنګه سګریټ د زړه حملې، فلج، د وینې د رګونو د بندېدو او د وینې د لوړ فشار خطر هم زیاتوي.

روغتیايي راپورونه ښيي چې سګریټ د خولې، ستوني، ژبې، مرۍ، معدې، پانقراس، پښتورګو او مثانې د سرطان له خطر سره هم مستقیم تړاو لري. سربېره پر دې، د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي، د ناروغیو پر وړاندې د مقاومت وړتیا راکموي او د ناروغیو د رغېدو موده اوږدوي.

سګریټ د خولې او غاښونو روغتیا هم زیانمنوي. د غاښونو ژېړوالی، د خولې بد بوی، د لثو ناروغۍ او د غاښونو لوېدل د سګرټ څکوونکو ترمنځ ډېرې عامې ستونزې دي. همدارنګه د پوستکي طبیعي ښکلا له منځه وړي، د عمر نښې ژر څرګندوي او د مخ ګونجي زیاتوي.

متخصصین وایي، د امیندوارۍ پر مهال د سګریټ څکول د جنین پر وده ناوړه اغېز کوي او د وخت مخکې زېږون، د ماشوم د کم وزن او نورو روغتیايي ستونزو خطر زیاتوي.

د سګریټ زیان یوازې سګرټ څکوونکو پورې محدود نه دی. هغه کسان چې د نورو د سګریټ لوګی تنفس کوي هم له ورته روغتیايي خطرونو سره مخ کېږي. ماشومان، امیندوارې ښځې او سپینږیري د دوهم لاس لوګي تر ټولو ډېر زیان ویني.

سګریټ اقتصادي زیانونه هم لري. د سګریټ د پېرلو لګښت، د ناروغیو د درملنې مصرف او د کاري وړتیا کمېدل د کورنیو او ټولنې پر اقتصاد منفي اغېز کوي.

روغتیايي متخصصین ټینګار کوي چې د سګریټ له پرېښودو سره سم د بدن د رغېدو بهیر پیلېږي. د وینې فشار او د زړه درزا عادي کېږي، د سږو فعالیت ورو ورو ښه کېږي او د وخت په تېرېدو د زړه ناروغیو، فلج او سرطان خطر هم کمېږي.

د متخصصینو په باور، د سګریټ نه پیلول او که څوک پرې روږدی وي، ژر تر ژره یې پرېښودل د سالم، اوږد او باکیفیته ژوند لپاره تر ټولو مهمه پرېکړه ده.

د زیړي نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زیړي ګڼ شمېر ناروغان له درملنې بې‌برخې دي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۵ GMT+۱
100%

نن د (جولای ۲۸مه) د زیړي «هيپاټایټس» نړۍوالې ورځې سره سمون لري. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، که څه هم افغانستان د ویروسي هپاتیت (زیړي) پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یو څه پرمختګ کړی؛ خو لاهم ګڼ شمېر ناروغان نه‌دي تشخیص شوي او له درملنې بې‌برخې دي.

دغه سازمان له روغتیايي بنسټونو او نړۍوالو همکارانو غوښتي، چې د هیپټایټ د مخنیوي، وختي تشخیص او اغېزمنې درملنې ته د خلکو د لاسرسي پراختیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. د یاد سازمان په وینا؛ د ګډو هڅو له لارې له هیپټایټ څخه پاک افغانستان رامنځته کېدای شي.

د هیپټایټ نړۍواله ورځ هرکال (د جولای ۲۸مه) د عامه پوهاوي د لوړولو، د معایناتو، واکسین او درملنې ته د خلکو د لاسرسي پراختیا په موخه نمانځل کېږي. هیپټایټ «بي» او «سي» د یادې ناروغۍ تر ټولو خطرناک ډولونه ګڼل کېږي، که پر وخت تشخیص او درملنه یې ونه شي؛ نو د ځیګر سیروز او سرطان لامل کېدای شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تېر کال هم خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې ډېری کسان د زیړي د ناوخته تشخیص له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان د معایناتو، واکسین او درملنې د پراخېدو غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې هېڅوک باید د داسې ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورنه کړي چې د مخنیوي او درملنې وړ وي.

د هیپټایټ پرضد د مبارزې ملي پروګرام د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول افغانستان کې تر ۹۳۶زره ډېر کسان د هیپټایټ «بي» او «سي» لپاره معاینه شوي دي.

راپور ښيي، چې د ۲۰۲۳کال له پیله د ۲۰۲۵کال د لومړۍ ربعې تر پایه تر ۶۷زره ډېر د هیپټایټ «بي» او نږدې ۲۸زره د هیپټایټ «سي» ناروغان ثبت شوي دي.

خو روغتیاپالان باور لري، چې دغه شمېرې د ناروغۍ رېښتینی وضعیت نه منعکسوي. د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر یما شهاب افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، هیپټایټ یوه ویروسي ناروغي ده چې د A، B، C، D او E ډولونه لري؛ خو «بي» او «سي» یې تر ټولو خطرناک ډولونه دي.

د نوموړي په وینا؛ هیپټایټ د ککړې وینې، جنسي اړیکو، له مور څخه ماشوم ته د لېږد او د هغو روغتیایي وسایلو له لارې انتقالېږي چې په سمه توګه تعقیم شوي نه‌وي.

ډاکټر شهاب چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې کار کړی وایي، د خلکو د عامه پوهاوي ټیټه کچه، اقتصادي ستونزې او د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی د دغه ناروغۍ د پراختیا مهم لاملونه دي.

هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د روغتیايي معلوماتو منظم سیستم (HMIS) له ستونزو سره مخ دی؛ نو له همدې امله د ناروغانو رسمي شمېرې بشپړې نه‌دي. د هغه په وینا؛ د نړۍوالو ادارو اټکلونه هم ښيي، چې ډېری کسان لاهم نه‌دي تشخیص شوي.

د نوموړي په خبره؛ په افغانستان کې د غاښونو په ځینو کلینیکونو، سینګارتونونو او نورو ځایونو کې د روغتیایي وسایلو ناسم تعقیم د ناروغۍ د لېږد ګواښ زیاتوي. هغه وایي، ډېری افغانان یوازې د «زیړي» نوم پېژني؛ خو د هیپټایټ د بېلابېلو ډولونو او د لېږد د لارو په اړه کافي معلومات نه‌لري.

هغه سپارښتنه کوي، چې د هیپټایټ واکسین په ځانګړي ډول د نویو زېږېدلو ماشومانو او د لوړ ګواښ لرونکو کسانو لپاره په معیاري ډول پراخ شي. همدارنګه باید یو ځل کارېدونکي روغتیایي وسایل وکارول شي، د وینې له انتقال مخکې کره معاینې ترسره شي او د جراحي عملیاتو پرمهال د هیپټایټ ناروغانو لپاره ځانګړي وسایل وکارول شي.

د نوموړي په وینا؛ اوس هم د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د هپاتیت د تشخیص امکانات نه‌شته. دامهال د دغه ناروغۍ د تشخیص او درملنې خدمتونه تر ډېره په کابل کې د انتاني ناروغیو روغتون، د فرانسویانو روغتون او «کیور» روغتون او په ځینو ولایتونو کې د انتاني ناروغیو په محدودو مرکزونو کې وړاندې کېږي؛ خو د دغه مرکزونو امکانات کافي نه‌دي.

ډاکټر شهاب ټینګار کوي، چې د هیپټایټ د مخنیوي لپاره باید په ټول هېواد کې د تشخیص او درملنې ځانګړي مرکزونه زیات شي او د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ شي. هیپټایټ یا د ځیګر التهاب یوه خطرناکه ناروغي ده، چې هرکال په نړۍ کې د سلګونه زره کسانو د مړینې لامل کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۶کال د هیپټایټ نړۍوال راپور له مخې؛ ویروسي هیپټایټ «بي» او «سي» په ۲۰۲۴کال کې په ټوله نړۍ کې د شاوخوا ۱.۳ مېلیونه کسانو د مړینې لامل شوي دي.

ناسا د «رومن» فضايي تلسکوپ د توغولو لپاره مهم چمتووالی بشپړ کړ

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱
100%

د امریکا فضايي څېړنیزې ادارې (ناسا) د «نانسي ګرېس رومن» فضايي تلسکوپ د توغولو په لور یو مهم ګام پورته کړی او د دې پرمختللي څارونکي د سون‌توکو د ډکولو چارې یې بشپړې کړې دي. ټاکل شوې دغه تلسکوپ د اګست په ۳۰مه د سپېس‌اېکس په «فالکن هېوي» توغندي کې فضا ته ولېږدول شي.

ناسا اعلان کړی چې د «نانسي ګرېس رومن» فضايي تلسکوپ د سون‌توکو د برابرولو بهیر بشپړ شوی او دا فضايي څارونکی د توغولو وروستیو پړاوونو ته داخل شوی دی.

د ناسا د معلوماتو له مخې، تخنیکي ډلې د جولای په ۲۵مه د فلورېډا ایالت د کینیډي فضايي مرکز کې د رومن تلسکوپ د سون‌توکو د ډکولو چارې پای ته ورسولې او شاوخوا ۲۹۰ ګیلنه هایدرازین تېل یې پکې واچول.

ناسا وايي، دغه سون‌توکي به له توغولو وروسته د رومن تلسکوپ لپاره د مدار د تنظیم، د موقعیت ساتلو او د لمریز تختو د سم لوري برابرولو لپاره کارول کېږي.

رومن تلسکوپ به د ځمکې او لمر ترمنځ د «لاګرنج ۲» نقطې ته واستول شي، چې له ځمکې شاوخوا یو میلیون میله واټن لري. ناسا وايي، دا ځای د ستورپوهنې څېړنو لپاره مناسب چاپېریال برابروي.

د ناسا د معلوماتو له مخې، دغه تلسکوپ به لږ تر لږه پنځه کلن اصلي ماموریت ولري، خو د اضافي سون‌توکو له امله امکان لري چې د دې ماموریت موده تر لسو کلونو پورې وغځېږي.

څېړونکي تمه لري چې رومن تلسکوپ به د زرګونو له شمېره ډېرې له شمسي نظام څخه بهر سیارې (اېکسوپلنېټونه) ومومي او د هغو ځانګړنې به وڅېړي، څو معلومه کړي چې کومې یې د ځمکې له شرایطو سره ورته والی لري.

دغه تلسکوپ به همداراز د «تورو انرژۍ» یا ډارک انرژۍ په اړه څېړنې وکړي، هغه مرموزه پدیده چې د ساینسپوهانو په باور د کایناتو د پراخېدو د چټکتیا لامل کېږي.

ناسا ویلي، د سون‌توکو له بشپړېدو وروسته به رومن تلسکوپ د توغندي له پورتنۍ برخې سره ونښلول شي او بیا به د توغندي په محافظتي پوښ کې ځای پر ځای شي، څو د فضا پر لور د تګ پر مهال له تودوخې او هوايي فشار څخه خوندي پاتې شي.

ټاکل شوې د رومن فضايي تلسکوپ د اګست په ۳۰مه د سهار له ۷:۲۶ بجو وروسته د فلورېډا د کینیډي فضايي مرکز له ۳۹ اې لانچ کمپلېکس څخه د سپېس‌اېکس په «فالکن هېوي» توغندي کې وتوغول شي. ناسا وايي، دا توغول د لومړني پلان پرتله شاوخوا نهه میاشتې مخکې ترسره کېږي.

ولې سهارنۍ مهمه ده؟

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۱
100%

د روغتیا نړیوال سازمان او د تغذیې متخصصین وایي، د سهار ناشته یا سهارنۍ د ورځې تر ټولو مهم خواړه دي. مناسبه سهارنۍ بدن ته انرژي ورکوي، تمرکز ښه کوي او د چاغښت، شکر او زړه ناروغیو خطر کموي، خو د سهارنۍ پرېښودل روغتیا ته زیان رسولای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د تغذیې متخصصین سپارښتنه کوي چې د سهار ناشته باید د ورځې د پیل مهمه برخه وي، ځکه بدن له شپې اوږدې وقفې وروسته انرژۍ او غذایي موادو ته اړتیا لري.

د متخصصینو په وینا، متوازنه ناشته د بدن انرژي زیاتوي، د مغز تمرکز او حافظه پیاوړې کوي، د وینې د شکر کچه متوازنه ساتي او د ورځې په اوږدو کې د ډېرې لوږې او زیات خوراک مخه نیسي.

دوی سپارښتنه کوي چې په ناشته کې هګۍ، شیدې یا مستې، بشپړ غنم یا نسواري ډوډۍ، اوټو دانې، تازه مېوې او مغز لرونکي خواړه شامل شي، ځکه دا خواړه پروټین، فایبر او ویټامینونه لري.

متخصصین خبرداری ورکوي چې ډېرې خواږه کیکونه، بوره لرونکي مشروبات، ژور غوړ شوي خواړه او پروسس شوې غوښې باید محدودې وخوړل شي، ځکه د روغتیا لپاره زیانمنې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د تغذیې متخصصین ټینګار کوي، هغه کسان چې هره ورځ سالمه ناشته کوي، د چاغښت، د دویم ډول شکر او د زړه د ناروغیو له کم خطر سره مخ وي، خو د ناشته پرېښودل د انرژۍ کمښت، د تمرکز ضعف او د ورځې په اوږدو کې د ډېر خوراک لامل کېدای شي.

مرخیړي؛ د طبیعت مغذي ډالۍ چې د سالم ژوند راز بلل کېږي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۸ GMT+۱
100%

مرخیړي یو طبیعي پڼس دی چې د پروټین، فایبر، ویټامینونو او منرالونو ښه سرچینه ګڼل کېږي. روغتیاپالان وایي، د سالم غذایي رژیم برخه کېدای شي، خو د وحشي او ناپېژندل شویو مرخیړیو خوړل د مسمومیت او جدي روغتیايي ستونزو لامل کېدای شي.

مرخیړی (Mushroom) د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ورځني خوړو له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي او د غذایي ارزښت له امله یې مصرف ورځ تر بلې زیاتېږي.

مرخیړی د نباتاتو په څېر له تخم څخه نه راټوکېږي، بلکې د سپورو په نوم د کوچنیو ذرو له لارې تکثیرېږي. دا سپورونه په مناسبه رطوبت، تودوخې او عضوي موادو کې د مایسیلیم په نوم سپین جال جوړوي او له همدې جال څخه مرخیړی راټوکېږي. د کرنیزو مرخیړیو ډېری ډولونه په ځانګړو فارمونو کې د کنټرول شویو شرایطو لاندې تولیدېږي.

د خوړو متخصصان وایي، مرخیړی د پروټین، فایبر، B ویټامینونو، پوتاشیم، سیلینیم او انټياکسیدنټونو ښه سرچینه ده. د دوی په وینا، دغه مواد د بدن د دفاعي سیستم په پیاوړتیا، د هاضمې په ښه والي، د زړه په روغتیا او د بدن د حجرو په ساتنه کې مرسته کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم سپارښتنه کوي چې خلک د سالم غذایي رژیم لپاره بېلابېل او مغذي خواړه وکاروي. د دغه سازمان په وینا، مرخیړی د متوازنې خوړو برخه کېدای شي، خو باید خوندي او د خوړلو وړ ډولونه وکارول شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې ټول مرخیړي د خوړلو وړ نه دي. ځینې وحشي مرخیړي طبیعي زهرجن مواد لري چې د کانګې، نس ناستې، د ځیګر او پښتورګو د زیان او ان د مړینې لامل کېدای شي. د دوی په خبره، دغه زهرجن مواد په پخولو یا جوشولو سره هم له منځه نه ځي.

متخصصان سپارښتنه کوي چې مرخیړي باید یوازې له باوري فارمونو او بازارونو واخیستل شي او د ناپېژندل شویو وحشي مرخیړیو له راټولولو او خوړلو څخه باید ډډه وشي.

د خوړو د کارپوهانو په باور، که مرخیړي په سمه توګه وکارول شي، د سالم غذایي رژیم یوه ګټوره برخه جوړوي او د بدن د عمومي روغتیا په ښه والي کې مهم رول لوبوي.