
افغان ۱۹ کلنو لوبډله نن له بنګلهدېش سره د څلور یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي
د افغانستان د ۱۹ کلنو کمعمره کرېکټ لوبډله نن د عمان په مسقط ښار کې د بنګلهدېش له سیالې لوبډلې سره د څلورو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې مخامخ کېږي. ټاکل شوې چې لوبه د افغانستان پر وخت د سهار په ۱۰ بجو پیل شي.



















