
طالبانو په هلمند کې د یوه وژل شوي افسر جسد شپږ میاشتې وروسته د هغه کورنۍ ته وسپاره
په هلمند کې د یوه پخواني نظامي الله داد بادیزي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د هغه د جسد پاتې شونې تر شپږو میاشتو وروسته ورسپارلي دي. د یادې کورنۍ په وینا، طالبانو نوموړی له خپل یوه ملګري سره یوځای په ډزو وژلی و او جسدونه یې په شګو کې غورځولي وو.



















