
د اوکراین او روسیې کړکېچ؛ زېلنسکي له امریکایي استازو سره د خبرو اترو وړاندیز کړی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي اعلان کړی چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه یې د امریکا له استازو سټیو ویتکوف او جرد کوشنر سره په راتلونکو ورځو کې د نویو خبرو اترو وړاندیز کړی دی. واشنګټن په دې وروستیو کې هڅې ګړندۍ کړې دي څو مسکو او کییف بېرته د خبرو میز ته راولي.



















