
افغان سوداګرو له قزاقستان سره د ۵۵ مېلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی، چې قزاقستان ته د لسو افغان شرکتونو د سوداګریز پلاوي د سفر پرمهال د غنمو، اوړو او نورو کرنیزو محصولاتو د برابرولو په برخه کې د ۵۵ مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پنځه سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.



















