
اروپايي ټولنې پر روسیې نوي بندیزونه تصویب کړل
اروپايي ټولنې پر روسیې نوي بندیزونه تصویب کړي او ۶۰ هېوادونو ژمنه کړې چې په نړیوالو سمندري لارو کې د محصولاتو او فیسونو له اخیستو سره به مخالفت کوي. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په لبنان کې د نوي ملاتړ ماموریت د جوړولو پرېکړه هم کړې ده.



















