
طالبان: د ازبکستان ۱۴کسیز پلاوي د اسلامي او کلتوري اړیکو د پراختیا په موخه غزني ته سفر کړی
په غزني کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د ازبکستان سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف او د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمتبیکوف په ګډون ۱۴کسیز پلاوي په غزني کې د طالبانو له والي وليجان حمزه او یوشمېر سیمهییزو مسوولینو سره لیدلي دي.



















