
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع: د مسکو فارمټ باید د پراخ بنسټه سیاسي بهیر زمینه برابره کړي
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع د مسکو فارمټ اتمې ناستې پر بهیر نیوکه کړې او ویلي یې دي، سیمهییز نوښتونه هغه مهال اغېزمن کېدای شي چې د افغانانو پر پراخ ګډون او د یوه پراخ بنسټه سیاسي نظام پر رامنځته کېدو ولاړ وي.



















