
متحدې جبهې ادعا کړې چې په هلمند کې یې د طالبانو پر محبس د لاسي بم برید کړی
د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د هلمند ولایت په یوه محبس یې د لاسي بم برید کړی، چې په پایله کې یې د طالبانو یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د هلمند ولایت په یوه محبس یې د لاسي بم برید کړی، چې په پایله کې یې د طالبانو یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په جینوا کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا د اجماع پر بنسټ د پرېکړهلیک تصویب د افغانانو ملاتړ څرګندوي. دغې استازولۍ ویلي چې افغانستان د باثباته او ټولشموله حل لپاره نړیوالې اجماع او همکارۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، د طالبانو د واک د دوام په اړه د سیمې د هېوادونو د ګډ دریځ له منځه تلل د افغانستان د خلکو لپاره ښه او د خوښۍ وړ خبر دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر ملا هبتالله او د دغه ډلې د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني ترڅنګ د دوو نورو چارواکو، حبیبالله اغا او ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي. دا څلور طالب چارواکي د ښځو او نجونو د ځورونې په ګډون د بشریت ضد جرمونو په تړاو تورن دي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د افغانستان دایمي استازولۍ د پنځم پرلهپسې کال لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه د افغانستان په اړه د یوه مهم پرېکړهلیک د تصویب غوښتنه کړې ده.

روغتیايي چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د پولیو د یوې نوې پېښې له ثبتېدو سره روان کال په ټول پاکستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ۶ ته ورسېد. دا نوې پېښه د خیبر ولسوالۍ د جمرود په غنډي سیمه کې په یوه اووه کلن ماشوم کې تایید شوې ده.

د سعودي دفاع وزیر خالد بن سلمان وايي، د مکې د دفاع ایتلاف د سعودي عربستان او سپېڅلو ځایونو پر وړاندې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د غړو هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی او د بریدونو او د هغوی د مسؤلینو پر وړاندې یې د ګډ مخنیوي اقداماتو د فعالولو پرېکړه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، طالبان د جرمونو نړیواله محکمه نه پېژني او د دې محکمې دریځونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. نوموړي همداراز ټینګار کړی چې د طالبانو مشرانو داسې هېڅ عمل نه دی ترسره کړی چې د کومې محکمې له لوري د نیولو یا سزا وړ وګرځي.

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي وايي، د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو د حکمونو علني کېدل ښيي چې د افغانستان دوسیه نه ده تړل شوې او د قانون پر وړاندې مسولیت هم د وخت په تېرېدو له منځه نه ځي.

د بشري حقونو په تبعید کې د نړیوالو مدافعانو فدراسیون وايي، په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي او د ښځینه ښوونکو د شمېر د کمېدو په ګډون، د زدهکړو پر وړاندې اوسني محدودیتونه د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي راتلونکي هم منفي اغېز کوي.

د ایران له لوري د خپل « دفاعي کمربند» د یوې برخې په توګه د افغانستان له یادولو وروسته، د سعودي سفیر د طالبانو د رییس الوزرا د دفتر له رییس سره لیدلي.طالبانو د لیدنې موخه، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا بحثونه ښودلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو په کندهار کې د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د دوحې پروسې، ټولنیزو او اقتصادي فشارونو، اقلیمي بدلون او افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې کړې دي. نوموړې افغانستان ته خپل سفر نن پای ته ورساوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو او سیمهییز ثبات په هکله خبرې کړې دي. امیر خان متقي له مسکو سره د اوږدمهاله اقتصادي ملګرتیا غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د برید له پیل څخه ۲۵ کاله وروسته هم د جګړو او د بشري حقونو د جدي سرغړونو پایلې افغانان اغېزمنوي، په داسې حال کې چې تر اوسه د دغو سرغړونو په تړاو ډېر لږ حساب ورکول شوی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده، د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو پټ حکمونه علني کړل. دا کسان د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخ جنسیتي تبعیض او بشري ضد جرمونو تورن شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل ارمنستاني سیال ارارات میرزویان سره د قفقاز او لوېدیځې اسیا پر تحولاتو خبرې کړې دي. عراقچي ویلي، چې امریکا او اسراییل په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د ناامنۍ اصلي عوامل دي.

په لندن کې یو کویټی وګړی د اسراییل پر سفارت د ترهګریز برید د پلانولو په تور په ۲۰ کاله بند محکوم شوی. ۳۴ کلن عبدالله البدري په ۲۰۲۵ کال کې له دوو چړو سره د سفارت ودانۍ ته د ننوتلو د هڅې پرمهال نیول شوی و.

امریکايي کارل ډایسرورت او جرمني ساینسپوهانو پیټر هېګمن او جورج ناګل د ۲۰۲۶ کال د طب نوبل جایزه ګټلې ده. دوی د «اپتوژنتیکس» تخنیک رامنځته کړی چې د رڼا په وسیله د مغز د انفرادي عصبي حجرو فعالول او غیرفعالول شوني کوي.

د مسکو په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ترمنځ د ترهګرۍ د موضوع پر سر لفظي ناندرۍ شوې دي. متقي پاکستان د ترهګرو مرکز بللی، خو صادق خان په ځواب کې ویلي، چې نړیوالو هم هغه مهال چې طالبان هلته اوسېدل، پاکستان د ترهګرو مرکز باله.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د وروستي پرېکړه لیک هرکلی کړی او د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو یې د بحثونو پر دوام ټینګار کړی. سازمان وايي، طالبان باید حساب ورکولو ته اړ کړل شي څو د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.

د ننګرهار د دره نور د تلکي ډاک اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په غږیزو پیغامونو کې ویلي، چې له ۵۰ کلونو مېشتېدو وروسته یې کورونه طالبانو ړنګ کړي دي. یادو اوسېدونکو د انصاف غوښتنه کړې ده.