
ریچارډ بېنېټ: د افغانستان د جګړې د ټولو خواوو د سرغړونو حساب باید ورکړل شي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د برید له پیل څخه ۲۵ کاله وروسته هم د جګړو او د بشري حقونو د جدي سرغړونو پایلې افغانان اغېزمنوي، په داسې حال کې چې تر اوسه د دغو سرغړونو په تړاو ډېر لږ حساب ورکول شوی دی.



















