
یوه ښوونکې: د ښوونکې په نړۍواله ورځ مو هم د عادي ورځو په څېر تدریس وکړ
د کابل ښار د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې وایي، نن ورځ له دې امله پرې ډېره سخته تېره شوه چې په نړۍ کې د ښوونکي ورځ نمانځل کېده؛ خو دوی اړ وو چې د نورو عادي ورځو په څېر تدریس وکړي.

د کابل ښار د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې وایي، نن ورځ له دې امله پرې ډېره سخته تېره شوه چې په نړۍ کې د ښوونکي ورځ نمانځل کېده؛ خو دوی اړ وو چې د نورو عادي ورځو په څېر تدریس وکړي.

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د دولتي ښوونځيو ښوونکي وايي، د طالبانو له راتګ وروسته یې اقتصادي ستونزې زیاتي شوې، تنخوا پر وخت نه ورکول کېږي، پاملرنه ورته کمه ده او له کمزوري ښوونیز نظام سره مخ دي. ورته مهال په کندهار کې لاهم د مسلکي ښوونکو کمښت لویه ستونزه ګڼل کېږي.

هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د بېټرۍ جوړوونکي یو شرکت د شاوخوا دوه مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د «ګرین پلس» بېټرۍ عربي هېوادونو ته صادرې کړې دي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ۸مه ناسته د دوشنبې په ورځ (د تلې ۱۳مه) پیل شوه. د روسیې، ایران، هند، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان په ګډون د سیمې هېوادونو ځانګړي استازي او چارواکي په دغه ناسته کې حضور لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «یونېسف» د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د راتلونکي نسل د روزنې لپاره د افغان ښوونکو د «جذبې، پوهې او ژمنتیا» ستاینه کړې ده. یونېسف ویلي، چې افغان نجونو ته باید د منځنیو او لوړو زدهکړو حق ورکړل شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکي ورځې په مناسبت په خپور کړي پیغام کې د هېواد ټولو ښوونکو ته مبارکي ویلې او د ټولنې په روښانتیا او د راتلونکي نسل په روزنه کې یې د هغوی رول مهم بللی دی.

د برازیل ټاکنیز بنسټ اعلان کړی، چې ښي اړخی نوماند فلاویو بولسونارو د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د ۴۷.۴۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره مخکښ دی او په دویم پړاو کې به د برازیل له کیڼ اړخي نوماند لوییز ایناسیو لولا دا سیلوا سره سیالي وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په مسکو کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو د څانګې له مشر سرور بختي سره د افغانستان پر وضعیت او په سیمه کې د نویو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

د پېښور عالي محکمې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو دولتي طبي کالجونو او پوهنتونونو کې پر زدهکړو د بوختو ۸۶ افغان محصلینو د اېستلو بهیر تر بلې اورېدنې پورې وځنډاوه او دوی ته یې د زدهکړو د دوام اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، په افغانستان کې پر لمریزې برېښنا د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د سمبالولو له لارې یې په دریېو کلونو کې له ۷۴۳زره او ۴۷۰ ښځو او نجونو سره د زدهکړو او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې مرسته کړې ده.

پر ډیورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګتیاوو د زیاتېدو او پر افغانستان د پاکستان تر تازه بریدونو وروسته په خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمان حقاني ډیورنډ کرښې ته څېرمه له مستربل سیمې لیدنه کړې. هغه دارنګه له ځايي خلکو غوښتي، چې د خاورې او سرحدونو ساتنه وکړي.

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په یوه راپور کې د طالبانو پر پالیسیو نیوکه کړې ده. دغه سازمان ویلي، طالبانو نړۍوال مکلفیتونه تر پښو لاندې کړي او له ځپونکو کړنو سره یې افغانان د خپل کور او هېواد پرېښېدو ته اړ اېستي دي.

په بدخشان کې د مخالفو ډلو تر فعالیتونو وروسته د طالبانو یو پلاوي له سرحدي سیمو څخه د څار په موخه د بدخشان ولایت د زیباک او کران او منجان ولسوالیو او د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ له ځینو سیمو لیدنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ښوونکو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ښوونکو د پوهې، هڅو او ژمنتیا ستاینه کړې ده. یوناما د افغان نجونو د زدهکړو د دوام هیله څرګنده کړې؛ څو په راتلونکي کې ښوونکې شي او د نجونو د پوهې او مهارتونو په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.

د ازبکستان ګمرک له افغانستان نه دغه هېواد ته د قاچاق شویو څه باندې ۵۲ کیلوګرامه نشهیي توکو د نیولو خبر ورکړی دی. دغه جوپه د سرخاندریا په سرحدي سیمه کې د بار وړونکې لارۍ د پلټنې پرمهال موندل شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سېشنبې په ورځ (د تلې ۱۴مه) پاکستان ته ځي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان لومړۍ درجه کرېکټ سیالیو د نهم پړاو پایلوبې له پیل سره هممهاله د «احمدشاه ابدالي جام» په نوم د دغه سیالیو د اتلولۍ جام نندارې ته وړاندې کړ.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپرېدي په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف (پيټيای) ګوند پراخ لاریون چې له لکي مروت پیل شوی و، کرک سیمې ته رسېدلی دی. سهیل اپریدی له پېښور نه په چورلکه کې لکي مروت ته تللی و، چې هلته د تحریک انصاف ګوند پلویانو له تود هرکلي سره مخ شو.

د مسکو فارمټ ناستې په درشل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي مدیر محمدرضا بهرامي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره د لیدنې او خبرو اترو خبر ورکړی دی.

د بشري حقونو فعاله او د تېر جمهوري نظام پرمهال په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناستې په درشل کې ویلي، چې د ښځو، سیاسي جریانونو او د افغانستان مدني ټولنو له ګډون پرته دغه ډول ناستې مشروعیت نهلري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مسکو د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیتي وضعیت له نږدې څاري او د پولې د امنیت پیاوړتیا لپاره دوشنبې ته د پوځي تجهیزاتو د لېږد لړۍ ته دوام ورکوي.