
بدخشان کې د یوه برید دوه مدعیان؛ داعـ.ش او مقاومت د طالبانو پر استخباراتو د برید ادعا لري
مقاومت جبهې نن سهار د بدخشان لپاره د طالبانو د استخباراتو د مرستیال او دوو ساتونکو د وژلو ادعا وکړه، خو د ورځې په اوږدو کې داعـ.ـش ډلې بیا ادعا وکړه، چې دا برید دوی کړی او پهکې د طالبانو د استخباراتو یو چارواکی له یوه ساتونکي سره یې ټپي شوی او یو ساتونکی یې وژل شوی دی.



















