
بقايي: ایران له طالبانو سره په کابل کې د شیعه وو د مرکزونو تړل کېدو موضوع مطرح کړې ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو ځینې وروستي اقدامات په جدي توګه څاري او دا موضوع یې له طالبانو سره مطرح کړې ده. بقايي ویلي، چې د شیعه وو د اړوندو مرکزونو د تړلو موضوع د تهران لپاره مهمه ده.



















