
د نفت او ګاز شرکت ۴۰۰۰ د اوبلن ګاز بالونونه وېشي
د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وایي چې د نفت او ګاز شرکت، د اوبلن ګاز پرچون پلور مرکزونو د پراخولو لپاره د ۴۰۰۰ بالونونو او اړوندو وسایلو د وېش او لېږد لړۍ پیل کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وایي چې د نفت او ګاز شرکت، د اوبلن ګاز پرچون پلور مرکزونو د پراخولو لپاره د ۴۰۰۰ بالونونو او اړوندو وسایلو د وېش او لېږد لړۍ پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په یوه تازه ارزونه کې ویلي چې د پاکستان اوسنی کرنیز ـ خوراکي نظام د خلکو د سالمو خوړو اړتیاوې په بشپړه توګه نه شي پوره کولای او له ۶۰ سلنې ډېر پاکستانیان د سالم رژیم د برابرولو مالي توان نه لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په کندوز کې د خپلو همکارو ادارو په مرسته د چاودېدونکو توکو د ګواښونو د پاکولو او د دغو توکو د خطرونو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو چارې روانې دي.

د یمن پوځ وایي، د دغه هېواد په پلازمېنه صنعا او د حوثیانو په اصلي مرکز صعده کې یې د ایران پلوه حوثیانو پر ضد بریدونه پیل کړي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د چاودنې، وژنو او د څو کسانو د مړیو د موندلو ترڅنګ د درېیو ځوانانو د تښتول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو اړوندو سرچینو ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو یې په بدخشان کې د مقاومت جبهې قوماندان شاه محمد زمری په یوه هدفي عملیاتو کې وژلی؛ خو د نوموړي له مقاومت جبهې سره د تړاو په اړه تر اوسه خپلواک تایید نه دی شوی.

«میډل ایسټ مانیټر» په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د ټي ټي پي او سرحدي ستونزو پورې محدود نه دی، بلکې د منځني ختیځ په امنیتي او دفاعي چارو کې د اسلاماباد د پراخېدونکي رول له امله افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم فشار بدل شوی دی.

د جرمني رسنۍ«ډویچه وېله» په یوه تحلیلي راپور کې راغلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د سرحدي نښتو، هوايي بریدونو او د وسلهوالو ډلو د ملاتړ په اړه د متقابلو تورونو له امله مخ پر خرابېدو دي او دا کړکېچ د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې سیاسي او امنیتي شخړې بڼه خپلوي.

د پاکستان حکومت په اسلاماباد کې د تحریک انصاف ګوند د لاریون د مخنیوي لپاره د رینجرز ځواکونو د پاتې کېدو موده د اکټوبر تر ۱۵مې غځولې او درې زره رینجرز سرتېري یې پلازمېنې ته استولي دي؛ چارواکو له پنجاب او سند ایالتونو څخه هم د نورو پولیسو د غوښتلو پرېکړه کړې ده.

رویټرز وايي، د ټرمپ او متحدینو له هڅو سره سره، د امریکا استخباراتي، عدلي او امنیتي ادارو په پراخو پلټنو کې د ۲۰۲۰ ټاکنو کې د رایو د بدلون یا بهرنۍ لاسوهنې شواهد ونه موندل.

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن وايي، کابل او مسکو د افغان سوداګرو لپاره د روسیې ویزو ته د لاسرسي د اسانتیا او په روسیه کې د افغان محصولاتو د بازار د پراخولو پر لارو چارو کار کوي.

اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ایران د پلاوي دوه غړي، له امریکا څخه د سمدستي وتلو د واشنګټن له امر سره د نه سمون له امله، له دغه هېواده ایستل شوي دي؛ دا اقدام د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو له ناکامېدو وروسته شوی دی.

د طالبانو مخالفې، متحدې جبهې ویلي، چې د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې یې پر یو طالب برید کړي او په ترڅ کې یې نوموړی وژلی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په ۱۶ ښارونو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال له داعش سره د اړیکو په تړاو د ۵۱ کسانو له نیولو خبر ورکړی دی. دغه کسان له داعش سره پر فکري همغږۍ، ورته د بسپنو پر راټولولو او تبلیغاتي کمپاینونو تورن شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په کوز سویلي وزیرستان ولسوالۍ کې د امینتي ګواښونو له امله ځايي ادارې په غرنیزو سیمو کې د ځڼغوزيو پر راټولولو سخت امنیتي محدودیتونه لګولې دي. په یادې ولسوالۍ کې د ځڼغوزیو د راټولو موسم پیل شوی، خو ځایي اوسېدونکي د راټولو پر وړاندې له لګول شویو محدودیتونو شکایت لري.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسپانیا په بېلابېلو ښارونو کې د شنبې په ورځ لسګونو زرو کسانو د استوګنې د کورونو د بحران او لوړو بیو پر وړاندې پراخ لاریونونه کړي او له حکومت څخه یې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

اکسیوس د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ایران د پلاوي دوه غړي وروسته له هغه له امریکا اېستل شوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وتلو امر یې په ټاکلي وخت کې عملي نهکړ.

د هند او پاکستان په ګډه پوله کې د ۳ پاکستاني وګړو مرګ ژوبلې یو ځل بیا د دواړو ګاونډیانو د ډيپلوماټيکو ناندریو لامل شوي دي. دواړو هېوادونو د یو بل شارژدافیران د بهرنیو چارو وزارتونو ته احضار کړي او په دې پېښه یې یو بل ملامت کړي دي.

د پاکستان د کراچۍ الرشید مدرسې مشر مفتي عبدالرحیم په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، پاکستاني پوځ د حرمین شریفین ساتنه کړې او د نړۍ یوازینی اټومي هېواد دی چې پر وړاندې یې هر ډول جګړه له اسلام سره دښمني ده. هغه ادعا کړې، چې هند د پاکستان پر ضد افغان طالبانو ته د اسراییل ټکنالوژي ورکوي.

د متحدې جبهې په نوم د طالبانو یوې وسلهوالې مخالفې ډلې د هلمند په لښکرګاه کې د طالبانو پر دویمې امنیتي حوزې د لاسي بم د برید ادعا کړې ده. د ادعا له مخې، په دې برید کې یو طالب ټپي شوی دی. طالبانو لا تر اوسه د دغې ادعا په تړاو څه نهدي ویلي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي اعلان کړی، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د خوشې کېدو او د خپلو سیاسي غوښتنو لپاره د اوږد لاریون لومړی پړاو به نن (یکشنبه د تلې ۱۲مه) د لکي مروت ولسوالۍ له ګنډي چوک څخه پیل شي.