
متحدې جبهې په هلمند کې د طالبانو پر دویمې امنیتي حوزې د لاسي بم د برید ادعا وکړه
د متحدې جبهې په نوم د طالبانو یوې وسلهوالې مخالفې ډلې د هلمند په لښکرګاه کې د طالبانو پر دویمې امنیتي حوزې د لاسي بم د برید ادعا کړې ده. د ادعا له مخې، په دې برید کې یو طالب ټپي شوی دی. طالبانو لا تر اوسه د دغې ادعا په تړاو څه نهدي ویلي.



















