
ناګویا اسیايي لوبې؛ د هند کرېکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه
د هند کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو د کرېکټ لوبو په پایلوبه کې پاکستان ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د سروزو مډال یې وګاټه.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو د کرېکټ لوبو په پایلوبه کې پاکستان ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د سروزو مډال یې وګاټه.

د غزې د روغتیا مسوولانو ویلي چې اسراییل د شنبې په ورځ د استوګنې پر یوه کور هوايي برید کړی، چې له امله یې د څلورو ښځو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې په دوشنبه کې یې له یوه تاجکستاني شرکت سره یې د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا غځولو تړون لاسلیک کړی دی. طالبانو ویلي چې دواړو لورو فیضاباد ښار ته د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا مزي پر غځولو هم خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د تلې پر ۱۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هندي سرحدي ځواکونو په ډزو کې د دوو پاکستاني وګړو د وژل کېدو په اعتراض یې په اسلاماباد کې د هند د سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په خوست او هلمند کې یې د غلا، خپلمنځي شخړې، د مخکنیو دښمنیو، د ځمکو پر سر شخړې، مرزبندۍ او د ځڼغوزو د ټولولو له امله رامنځته شویو شخړو په تور ۴۵ کسان نیولي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۱ وسلهوال وژلي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي او د روسیې د روغتیا وزیر میخایل البر تویچ موراشکو د دوه اړه خیزه اوږمهاله روغتیايي همکاریو د پراختیا، روغتیايي سکتور د پیاوړتیا او سیستم جوړونې، د درملو، او طبي تجهیزاتو د وارداتو او همکاریو پر پراختیا غږېدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه تازه مرکه کې ادعا کړې چې افغانستان د پرمختګ پر مثبت لوري روان دی او د دوی حکومت خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د اریانا افغان هوايي شرکت افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د دغه شرکت وېب سایټ او انلاین سیسټم له کاره لوېدلي دي. یاد شرکت په یوه لنډ لیکلي پېغام کې لیکلي:«په تمه اوسئ سیسټم جوړیږي».

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه مشورتي غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشري وکړي. ټاکل شوې چې دا غونډه د اکتوبر په ۵مه په مسکو کې ترسره شي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان پر واکدارانو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې واکمنان د خپل واک د ژغورلو لپاره هېواد ته اور اچوي او د هند پر ځای له خپلو خلکو وېره لري.

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وایي چې افغانستان اوس مهال د مالګې د تولید په برخه کې بشپړې ځان بساینې ته رسیدلی دی او له نورو هېوادونو د مالګې واردولو ته اړتیا نه لري.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وایي، د روان کال وږي میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۰ زره او ۷۴۱ مټریک ټنه توکي لیږدول شوي دي.

د بلوچستان د خاران مرستیال کمشنر منیر احمد سومرو له دولسو ورځو بند وروسته په خوندي ډول خوشې شوی دی. پولیسو او د هغه کورنۍ په رسمي توګه تایید کړې چې نوموړی بېرته خپل کور ته رسېدلی دی.

د خیبر پښتونخوا په اورکزیو ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او داعش وسلهوالو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. پولیس وايي، نښته په بره اورکزیو کې د داعش وسلهوالو له خوا د ټيټيپي پر یوه مرکز له برید وروسته رامنځته شوې ده.

د روسیې «مېدوزه» رسنۍ په یوه تفصیلي راپور کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته په افغانستان کې جګړه تر ډېره پای ته رسېدلې او امنیت ښه شوی، خو بېوزلي، بېکاري، د ښځو پر حقونو محدودیتونه او نړیواله انزوا لا هم د هېواد له مهمو ستونزو څخه دي.

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر وايي، چې د دغه ولایت د المپیک بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست د سوک وهنۍ فدراسیون سره په ګډه، جلالاباد ښار کې د ځوانانو ترمنځ د سوکوهنې سیالۍ او د ختیځ زون د اتلانو جام ټیپبال کرېکټ سیالۍ ترسره کړې دي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې الینا والتونن ویلي، روسیې په تېره یوه اوونۍ کې د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پر ښوونځیو، روغتونونو، استوګنیزو ودانیو، د انرژۍ پر زیربناوو او د علومو پر ملي اکاډمۍ بریدونه کړي او ټینګار یې کړی چې دغه جګړه باید پای ته ورسېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۲۱۹ کډوالې کورنۍ چې ټول ۹۷۱ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.

د «یورېشیا نېټ» په یوه تحلیلي راپور کې راغلي چې که څه هم امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه ووتله، خو افغانستان لا هم د منځنۍ اسیا د امنیتي، اقتصادي او ترانزیټي معادلو مهمه برخه ده او د سیمې هېوادونه په زیاتېدونکي ډول هڅه کوي چې کابل په خپلو سیمهییزو جوړښتونو کې شامل کړي.

په ارزګان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، اټکل کېږي چې سږ کال به د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ له ۲۳۲ هکټاره ځمکې څخه ۱۷۴۴ مټریک ټنه د انګورو حاصلات راټول شي.