
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله؛ زرګونه افغانان بېځایه شوي دي
د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د وروستیو نښتو له امله زرګونه افغانان بېځایه شوي او ګڼې کورنۍ له سخت بشري وضعیت سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ په تېرو میاشتو کې نږدې ۱۰۰زره کسان د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.



















