• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلاول بوټو زرداري: که پښتونخوا کې د ترهګرۍ مخه ونه‌نیول شي د «بېړني حالت» ملاتړ کوو

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري خبرداری ورکړی، که د خیبر پښتونخوا حکومت د ترهګرۍ په مخنیوي کې له مرکزي حکومت سره همکاري ونه‌کړي، نو د پاکستان د خلکو ګوند به په دغه ایالت کې له «بیړني حالت» یا د «والي واکمنۍ لګولو» په تړاو د مرکزي حکومت د پرېکړې ملاتړ وکړي.

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) په کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت یا والي واکمنۍ لګولو اراده درلوده، خو د پاکستان د خلکو ګوند سپارښتنه کړې، چې له دغه ډول قانوني پرېکړې مخکې باید له تحریک انصاف ګوند سره د خبرو اترو له لارې شته مسایل حل شي.
نوموړي وویل، په خیبر پښتونخوا کې هره ورځ د ترهګرۍ پېښې کېږي او همداراز یې ادعا وکړه، چې له افغانستان څخه هم بریدونه ترسره کېږي او په باور یې هند هم په دې بریدونو کې لاس لري.

تر دې مخکې طالبانو او هند دواړو په وار وار د پاکستان دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.
بلاول بوټو زرداري وايي: «که خیبر پښتونخوا ناروغه شي سند لړزېږي. که هلته د ترهګرۍ مخه ونه‌نیول شي اغېزې به یې پر ټول هېواد پرېوځي، نو ځکه باید ټول په ګډه د ترهګرۍ مقابلې ته ودرېږو».
د پاکستان د خلکو ګوند مشر زیاته کړه، چې د تحریک انصاف ګوند د اوږد لاریون د اعلان له امله لس ورځې کېږي اسلام‌اباد تړل شوی دی.
هغه له تحریک انصاف ګوند څخه غوښتنه وکړه، چې له اوږد لاریون پیلولو لاس واخلي او د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره له مرکزي حکومت سره یوې هوکړې ته ورسیږي.
بلاول زیاته کړه، چې والي واکمنۍ او بیړنی حالت قانوني اختیارونه دي چې د اړتیا پر مهال کارول کېدای شي، خو له دې سختو ګامونو وړاندې سیاسي ګوندونه باید هڅه وکړي چې دا شخړه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند اعلان کړی، چې اوږد لاریون به یې سر له سبا له لکي مروت ولسوالۍ څخه پیل شي او همداراز به په ټول پاکستان کې ترسره شي.

ډېر لیدل شوي

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟
۱
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۲

ایرانی چارواکی: لاهم له افغانستان نه ایران ته د نشه‌يي توکو سترې جوپې قاچاق کېږي

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د لوړو زده کړو او د پوهنې وزیرانو د نیولو حکم اعلان کړ

•
•
•

نور خبرونه

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه مشورتي غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشري وکړي. ټاکل شوې چې دا غونډه د اکتوبر په ۵مه په مسکو کې ترسره شي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابولوف، ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا کمول به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲مه ویلي چې د مشورتي غونډې ګډونوال به د سیمه‌ییزو هېوادونو او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر زیاتولو تمرکز وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي دي.

په اسلام‌اباد کې حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پلاوی د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۳مه، مسکو ته روان شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به هم د غونډې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر وکړي. افغانستان اوس په رسمي توګه د مسکو فارمټ غړی دی.

پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې محمد صادق به د روسیې، چین، ایران، ازبکستان او تاجکستان له ځانګړو استازو سره دوه‌اړخیزې خبرې وکړي.

د پاکستان د ځانګړي استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د مسکو غونډې په څنډه کې د احتمالي دوه‌اړخیزې ناستې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، یوې پاکستانۍ سرچینې ویلي: «داسې کومه لیدنه د پاکستاني پلاوي په پروګرام کې شامله نه ده.»

د طالبانو یوې سرچینې ویلي: «زموږ له خوا د ملاقات کومه غوښتنه نه ده شوې.»

د پاکستان ځانګړي استازي روانه اوونۍ په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې پر طالبانو سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغان خاوره کې د وسله‌والو ډلو موجودیت له پامه نه شي غورځول کېدای.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ دوه‌اړخیزې خبرې د تېر کال له اکتوبر راهیسې درېدلې دي او دا مهال د دواړو لورو ترمنځ «سفارتي جمود» حاکم دی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړو د مسکو فارمټ د ډېرو غړو هېوادونو اندېښنې هم راپارولې دي.

روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابولوف، له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مخ پر زیاتېدونکې شخړه به د مسکو فارمټ په غونډه کې یوه مهمه موضوع وي.

کابولوف له «ایزویستیا» ورځپاڼې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې: «روسیه به خوشاله شي که وکولی شي پاکستان او طالبان دې ته وهڅوي چې یوه معقول جوړجاړي ته ورسېږي.»

چین د روان کال په اپرېل کې د ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې او شخړو د هواري په موخه د خبرو کوربتوب کړی و، خو د دغو خبرو پایلې نه دي ورکړې.

په پاکستاني پلاوي کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او ترکیې د څانګې عمومي رییس نعیم اقبال چیمه، په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني او په مسکو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي شامل دي.

د ترهګرۍ ضد جګړه؛ خیبر پښتونخوا ته په ۱۶ کلونو کې نږدې ۸۰۰ میلیارده کلدارې ورکړل شوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱
100%

دولتي اسناد ښيي چې خیبر پښتونخوا په تېرو ۱۶ کلونو کې د ترهګرۍ ضد جګړې له بودیجې نږدې ۸۰۰ میلیارده کلدارې ترلاسه کړې دي. دغه بودیجه د ترهګرۍ له امله د اوښتو مالي او بنسټیزو زیانونو د جبران لپاره ځانګړې شوې ده.

د رسمي اسنادو له مخې، خیبر پښتونخوا په تیرو ۱۶ کلونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د فنډ له مخې شاوخوا ۸۰۰ ملیارده روپۍ (شاوخوا ۲.۵ ملیارده ډالر) ترلاسه کړي دي، خو دا ایالت لاهم د وسله والو بریدونو له جدي ګواښونو سره مخ دی.

د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، اسناد ښیي چې دا فنډونه د فدرالي حکومت لخوا د ترهګرۍ له امله د رامنځته شوي اقتصادي، زیربناوو او نورو مالي زیانونو د جبران لپاره خپاره شوي دي.

د مالیې وزارت په وینا، خیبر پښتونخوا دا پیسې په کلني ډول له فدرالي حکومت څخه ترلاسه کوي، پداسې حال کې چې نورو ایالتونو ته هم د ورته ترتیب له مخې فنډونه ورکول کیږي.

خیبر پښتونخوا هر کال د ملي مالي کمیسیون له مخې د ترهګرۍ او نورو امنیتي لګښتونو له امله د رامنځته شوي زیانونو لپاره یو سلنه اضافي ترلاسه کوي.

په وروستیو کلونو کې دغه ایالت ته ورکړل شوې پیسې د پام وړ زیاتې شوې دي. د اسنادو له مخې، خیبر پښتونخوا په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ۱۱۲،۲۹۶ ملیارده روپۍ (شاوخوا ۴۵۰ ملیونه ډالر) ترلاسه کړې، پداسې حال کې چې په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې ۱۲۸،۲۳۴ ملیارده روپۍ (شاوخوا ۴۶۰ ملیونه ډالر) خوشې شوې.

د روان مالي کال لپاره، د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې لپاره ځانګړې شوې پیسې ۱۴۹،۰۷۶ ملیارده روپۍ (شاوخوا ۵۳۰ ملیونه ډالر) اټکل شوې دي. د اسنادو له مخې، له دې څخه ۲۳،۰۶۹ ملیارده روپۍ د مالي کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې خوشې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا د مالیې وزارت وايي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې لپاره ځانګړې شوې پیسې د فدرالي عوایدو بورډ د عوایدو راټولولو اهدافو سره تړاو لري. د ادارې په وینا، صوبه بشپړه اندازه هغه وخت ترلاسه کوي کله چې د فدرالي عوایدو اهداف ترلاسه شي.

د تمویل دا ارقام په ایالت کې د وسله والو لخوا د دوامداره تاوتریخوالي کړنو په شرایطو کې راغلي دي. د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې په خیبر پښتونخوا کې ۴۷۵ کسان وژل شوي او د تاوتریخوالي ۱۵۱ پیښې رامنځته شوې، چې دا ایالت یې په دې موده کې د هیواد ترټولو زیانمنه سیمه ګرځولې ده.

وروستي ارقام په دې ایالت کې د پولیسو د زیاتیدونکي لګښت هم په ګوته کوي. د خیبر پښتونخوا د مالیې وزیر سلاکار مزمل اسلم وویل چې د پولیسو عملیاتي بودیجه له ۱۵ ملیارد روپیو څخه ۳۰،۲ ملیارد روپیو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې د ایالتي پولیسو منظور شوي افرادي ځواک هم ۱۳۹،۳۱۸ پوستونو ته لوړ شوی دی.

د یمن د جګړې د پراخېدو په درشل کې سعودي عربستان ته د پاکستان سرتېري استول شوي

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۹ GMT+۱
100%

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د خاورې د دفاع او د توغندیو او ډرونونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې سرتېري استولي، په داسې حال کې چې ریاض د ایران پلوه حوثیانو پر وړاندې په یمن کې د نوي پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.


د راپور له مخې، پاکستاني سرتېري د سعودي عربستان د ځمکنیو پولو د ساتنې او د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.

یو پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي چې اسلام‌اباد تر اوسه یمن ته د جګړه‌ییزو عملیاتو لپاره د ځواکونو د استولو پرېکړه نه ده کړې، خو پاکستاني پوځي سلاکاران د سعودي ځواکونو ترڅنګ د یمن د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.

راپور وایي، پاکستان تېره میاشت اډن ښار ته څلور پوځي باروړونکې الوتکې استولي چې هوايي دفاعي سیسټمونه، سپکې توپخانې، بې‌پیلوټه الوتکې او د بې‌پیلوټه الوتکو ضد تجهیزات یې لېږدول.

رویټرز د سیمه‌ییزو او لوېدیځو چارواکو له قوله ویلي چې سعودي عربستان په راتلونکو اوونیو کې د حوثیانو پر ضد د پراخو عملیاتو د پیل ارزونه کوي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه عملیات د یمن د حکومت پلوه ځواکونو له خوا پر مخ یوړل شي، خو د سعودي هوايي بریدونه به یې ملاتړ وکړي.

سرچینې وايي، د عملیاتو یو مهم هدف د باب‌المندب تنګي بېرته کنټرولول دي؛ هغه ستراتیژیکه لار چې حوثیانو په وروستیو میاشتو کې پر هغې خپل نفوذ پراخ کړی دی.

راپور زیاتوي چې سعودي عربستان دوه احتمالي سناریوګانې تر غور لاندې لري: یوه د باب‌المندب شاوخوا محدود عملیات او بله د یمن په څو ولایتونو، لکه مارب، تعز، الجوف او البیضاء کې هممهاله پراخ بریدونه.

د چارواکو په وینا، د عملیاتو د پراخوالي له مخې ښايي تر ۱۰۰ زرو ډېر یمني ځواکونه راجلب شي.

رویټرز راپور ورکړی چې امریکا له وړاندې د استخباراتي معلوماتو او پوځي سلاکارانو له لارې له سعودي عربستان سره همکاري کوي، خو د مستقیمو جګړه‌ییزو عملیاتو برخه نه ده.

راپور همداراز وایي چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د تېرې میاشتې د دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، ترکیې او پاکستان دواړو ریاض ته پوځي تجهیزات برابر کړي دي.

د سرچینو په وینا، هغه ترکي بې‌پیلوټه الوتکې چې سعودي عربستان مخکې اخیستې وې، اوس د یمن پر فضا هم کارول کېږي.

رویټرز لیکي چې د حوثیانو د توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو د خطر له امله ریاض له خپلو متحدانو د دفاعي سیسټمونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

د راپور له مخې، فرانسې هم اعلان کړی چې د سعودي عربستان د ینبع بندري ښار د ساتنې لپاره به دفاعي تجهیزات او پوځي پرسونل واستوي.

خو پوځي او سیمه‌ییز شنونکي خبرداری ورکوي چې د حوثیانو پر ضد هر ډول ځمکني عملیات به له ننګونو ډک وي، ځکه د یمن د حکومت اړوند بېلابېلې وسله‌والې ډلې لا هم په بشپړه توګه منظمې او متحدې نه دي.

د اسلام‌اباد د لارو تړل کېدو د کراچۍ بندر د توکو لېږد له ځنډ سره مخ کړی

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱
100%

د پاکستان حکومت د عمران خان د پلویانو د لاریون د مخنیوي لپاره اسلام‌اباد ته غځېدلې لارې په کانټینرونو تړلې دي، چې له امله یې د کراچۍ په بندر کې د توکو لېږد له ځنډ سره مخ شوی او موټر چلوونکي د خپلو موټرو د ضبط له وېرې شمالي سیمو ته له تګ ډډه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کراچۍ په بندر کې د بار وړونکو کانټینرونو شمېر زیات شوی، ځکه حکومت د عمران خان د پلویانو د مخنیوي لپاره له دغو کانټینرونو څخه د اسلام‌اباد د لارو د تړلو په موخه کار اخلي.

راپور وايي، د بار وړونکو موټرو چلوونکي شمالي سیمو ته له تګ ډډه کوي، ځکه وېره لري چې پولیس به یې موټرونه او کانټینرونه ونیسي او د اسلام‌اباد د لارو د تړلو لپاره به ترې استفاده وکړي. دغه اقدامات د اکتوبر په څلورمه اسلام‌اباد کې د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند د احتمالي لاریون له ترسره کېدو مخکې شوي دي.

د ۳۵ کلن لارۍ چلوونکي جاوید رحمان په وینا، د پنجاب په ګډون شمالي سیمو ته د بار وړونکو موټرو سفرونه محدود شوي دي. هغه وویل: «پولیس موټرونه نیسي او کانټینرونه اخلي، او بیا موږ له جدي ستونزو سره مخ کېږو.»

د رویټرز په وینا، د اسلام‌اباد پر لور په غځېدلو سړکونو د کانټینرونو کتارونه له څو اوونیو راهیسې ولاړ دي. ځینې د شګو ډک او ویلډ شوي فولادي کانټینرونه هم د شاوخوا دوو اوونیو لپاره د پلازمېنې پر لارو درول شوي دي.

د عمران خان د پلویانو لاریون په لومړي سر کې د سپټمبر پر ۲۷مه ټاکل شوی و، خو وروسته وځنډول شو. د تحریک انصاف د دغه لاریون اصلي غوښتنه د عمران خان له زندان څخه د خوشې کېدو غوښتنه بلل شوې ده.

د کراچۍ د مال وړونکو موټرو د ټولنې مشر رانا محمد اسلم وايي، تحریک انصاف له سختې څارنې سره مخ دی، خو د هغه په وینا، «دا د لاریون د مخنیوي لاره نه ده.» هغه ادعا وکړه چې چارواکو د لاریون له لومړۍ ټاکل شوې نېټې څو اوونۍ مخکې، د سپټمبر له پنځمې، د بار وړونکو موټرو نیول پیل کړي وو.

اسلم وايي، د ترانسپورټ شرکتونه د مخ په لوړېدونکو لګښتونو له امله نه شي کولای د هرې لارې لپاره دوه موټرونه ولري. هغه ادعا وکړه چې پولیسو د لاریون له پیل مخکې په سپټمبر کې له ۲،۰۰۰ ډېر موټرونه نیولي وو او ډېری یې لا هم د څو ورځو لپاره، له لږ یا هېڅ ډول تاوان پرته، درول شوي وو.

د هغه په وینا، د کانټینرونو د نیول کېدو له امله د ترانسپورټي شرکتونو لګښتونه هم زیات شوي دي. هغه وویل، یوازې د یوه کانټینر د ځنډ ورځنۍ جریمه له ۳۰ زره تر ۴۰ زره پاکستانۍ روپیو، چې شاوخوا له ۱۱۰ تر ۱۵۰ امریکايي ډالرو کېږي، رسېږي. په دې کې د کانټینر د توقیف او د بار وړونکو موټرو د بې‌کارۍ له امله رامنځته کېدونکي اضافي لګښتونه هم شامل دي.

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
100%

په پېښور کې مېشتې یوې افغان نرښځې ارزو د پېښور له عالي محکمې غوښتي، چې له جبري ستنولو یې مخنیوی وکړي او وضعیت یې باید د بشري حقونو له اړخه وڅېړل شي. هغې افغانستان ته په جبري توګه ستنېدل د «ژوند او مرګ مسئله» بللې ده.

افغان نرښځې ارزو ویلي، چې په افغانستان کې د نرښځیانو لپاره د ژوند شرایط خورا ستونزمن دي او دوی له شدیدو ټولنیزو محدودیتونو، تاوتریخوالي او د امنیت له جدي اندېښنو سره مخ دي.
د هغې په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خوندي ژوند، کار او د عادي ټولنیز ژوند د دوام امکانات نه‌شته او د جبري ستنېدو پر مهال د خپل ژوند په اړه سخته وېره لري.
نوموړې زیاتوي: «افغانستان ته زما ستنېدل یوازې له یوه هېواده بل هېواد ته انتقال نه‌دی، بلکې زما لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده. زه وېره لرم که بېرته افغانستان ته ولېږل شم خپل ژوند په خوندي ډول نشم تېرولای او د کار او د ځان ساتنې مناسب امکانات به هم ونه‌لرم».
د ارزو په وینا، په افغانستان کې نرښځیان د تاوتریخوالي، ځورونې او ان د وژنې له ګواښ سره مخ کېدای شي.
نوموړې ټینګار کوي، چې نه‌غواړي په ناقانونه توګه په پاکستان کې پاتې شي بلکې غواړي د قانون له مخې ورته د اوسېدو او خوندیتوب زمینه برابره شي، نو په همدې موخه یې محکمې ته مراجعه کړې، څو قضیه یې د انساني وضعیت، خوندیتوب او قانوني حقونو له مخې وڅېړل شي. هغې ویلي، دا موضوع یوازې د کډوالۍ یا بېرته شړلو مسئله نه ده، بلکې په مستقیم ډول له شخصي خوندیتوب، د ژوند له دوام او انساني کرامت سره تړاو لري.
د افغان نرښځې ارزو وکیل ممتاز احمد وایي، چې د افغان نرښځیانو په اړه ورته قضیې تر دې وړاندې هم د پېښور عالي محکمه ته وړاندې شوې دي.
د نوموړي په وینا، له هر کس څخه د بېرته ستنولو وړاندې باید د هغه د ژوند او مال د خوندیتوب احتمالي ګواښونه، شخصي شرایط او په افغانستان کې شته وضعیت په پام کې ونیول شي.
د ارزو وکیل له محکمې غوښتنه کړې، چې د نوموړې قضیه دې د هغې د ځانګړو شرایطو او بشري حقونو له نظره وڅېړل شي او تر هغه دې له جبري ستنولو څخه خوندي وساتل شي، څو د هغې د قضیې په اړه وروستۍ قانوني پرېکړه کېږي.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د پېښور عالي محکمې د افغان هنرمندانو او نرښځیانو د قضیو په تړاو حکومت ته لارښوونه کړې وه، چې د نه شړلو اصل په پام کې ونیسي.
محکمې حکم کړی وو، تر هغې چې د دغو کسانو د پناه غوښتنې او اړوندو قضیو په اړه پرېکړه نه‌وي شوې، یاد کسان دې له پاکستانه وتلو ته نه مجبورېږي، خو داسې برېښي چې د محکمې دغه حکم هغسې چې باید عملي شي، نه‌عملي کېږي او ډېری کسان د محکمې له حکمونو سره سره له پاکستان به زوره شړل کېږي.