بلوچستان کې د چاودنې او وژنو تر څنګ درې ځوانان هم تښتول شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د چاودنې، وژنو او د څو کسانو د مړیو د موندلو ترڅنګ د درېیو ځوانانو د تښتول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د چاودنې، وژنو او د څو کسانو د مړیو د موندلو ترڅنګ د درېیو ځوانانو د تښتول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د پولیسو په وینا، د پنجګور ولسوالۍ د ګوارګو تحصیل د فتح علي بازار په سیمه کې د چاودېدونکو توکو په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
بلخوا، د بلوچستان په سوراب او خضدار ولسوالیو کې هم د څو کسانو مړي موندل شوي دي. سرچینې وايي، د سوراب ولسوالۍ د بړو میدانې له سیمې څخه د نوراحمد په نوم د یوه کس مړی موندل شوی چې له قانوني چارو وروسته یې جسد کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د پولیسو په وینا، د همدې ولسوالۍ د مل شوراي له سیمې څخه هم دوه مړي موندل شوي دي.
همداراز، د خضدار ولسوالۍ د فیروزاباد له سیمې څخه د درېیو کسانو مړي ترلاسه شوي دي. پولیس وايي، دغه جسدونه د هویت معلومولو لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
په کوټه کې د سول لاین پولیسو هم ویلي چې د ټیکسي سټېنډ له سیمې څخه یې د یوه ناپېژانده زاړه سړي جسد موندلی دی. د پولیسو په وینا، له لومړنیو قانوني اقداماتو وروسته جسد د هویت معلومولو لپاره سړې خونې ته لېږدول شوی دی.
په همدې حال کې، د کېچ ولسوالۍ د بلېدې تحصیل په زېردان سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو یو کس، چې د حامد د سید زوی په نوم یاد شوی، په ډزو وژلی دی. پولیس وايي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي او د وژنې انګېزه لا نه ده معلومه.
له بلې خوا، د قلات ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شیراني ولسوالۍ درې اوسېدونکي ځوانان د ناپېژانده وسلهوالو له خوا تښتول شوي دي. د سرچینو په وینا، نذر احمد، عبدالصمد او دادک هغه درې کسان دي چې وسلهوالو له ځان سره بیولي دي.
امنیتي ځواکونو ویلي چې د دغو کسانو د موندلو لپاره یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

«میډل ایسټ مانیټر» په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ روان کړکېچ یوازې د ټي ټي پي او سرحدي ستونزو پورې محدود نه دی، بلکې د منځني ختیځ په امنیتي او دفاعي چارو کې د اسلاماباد د پراخېدونکي رول له امله افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم فشار بدل شوی دی.
راپور وايي، ټاکل شوې د اکتوبر په پنځمه د روسیې په کوربهتوب د «مسکو فورم» غونډه جوړه شي او د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا به هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي. د روسیې چارواکو ویلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو «معقول جوړجاړي» لپاره زمینه برابره کړي.
د راپور له مخې، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف اصلي موضوع ټيټيپي ده، خو د شخړې پیچلتیا تر دې ډېره پراخ شوي دي.
راپور لیکي، چې د ټيټيپي او افغان طالبانو ترمنځ د کلونو جګړې، شخصي اړیکو او ګډو شبکو له امله د دواړو ډلو ترمنځ بشپړ واټن رامنځته کول اسانه نه دي.
د راپور په وینا، اسلاماباد یوازې د ټيټيپي پر ضد د اقدام غوښتنه نه کوي، بلکې له طالبانو غواړي له هغو شبکو سره هم اړیکې پرې کړي چې د دوی د پخوانۍ جګړې له چاپېریاله راټوکېدلې دي. تحلیل زیاتوي چې دا موضوع د طالبانو لپاره یوه داخلي او پېچلې مسئله ده او په اسانۍ نه شي حل کېدای.
راپور وايي، پاکستان د سرحدي فشارونو، اقتصادي محدودیتونو او هوايي بریدونو له لارې هڅه کوي طالبان د ټيټيپي پر ضد جدي اقدام ته اړ کړي، خو که ستونزه د طالبانو د سیاسي ارادې پر ځای له داخلي محدودیتونو او جوړښتي واقعیتونو سره تړلې وي، نو د فشار زیاتول ښايي مطلوبه پایله ور نه کړي.
د راپور په باور، دغه فشارونه طالبانو ته دا انګېزه هم ورکوي چې له پاکستانه د خپلې اتکا کچه راکمه او له نورو لوبغاړو سره اړیکې پراخې کړي. راپور په ځانګړي ډول هند ته اشاره کوي او وايي، نوي ډیلي په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره خپل تماسونه پراخ کړي او کابل د پاکستان د فشارونو پر وړاندې هند یو ډیپلوماټیک او اقتصادي بدیل ګڼي.
تحلیل همداراز د طالبانو د وسلهوالو مخالفانو وروستیو فعالیتونو ته اشاره کوي او وايي، په بدخشان او نورستان کې نښتو دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا د طالبانو مخالفې ډلې د پخوا په پرتله ډېر فعالې شوې دي که نه.
د راپور له مخې، طالبانو پاکستان تورن کړی چې د دوی د وسلهوالو مخالفانو ملاتړ کوي، خو اسلاماباد دا ادعاوې رد کړې دي.
راپور لیکي چې تر اوسه داسې کافي شواهد نه شته چې وښيي پاکستان د طالبانو ضد ډلو منظم ملاتړ کوي، خو که دغو ډلو ته خوندي پټنځایونه، وسلې او لوژستیکي اسانتیاوې برابرې شي، د افغانستان د ځواک توازن بدلېدای شي.
راپور زیاتوي چې په ورته وخت کې پاکستان په منځني ختیځ کې خپل امنیتي او دفاعي حضور پراخوي. د مکې د ګډ دفاعي تړون له لاسلیک وروسته پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراختیا لپاره ګډ میکانیزمونه رامنځته کړي او د ستراتیژیکو سلا مشورو او پوځي همکاریو بهیر یې عملي پړاو ته داخل شوی دی.
راپوراستدلال کوي چې پاکستان اوس له یوې خوا په منځني ختیځ کې د امنیت د تامین په مهم لوبغاړي بدلېږي، خو له بلې خوا د خپلې لوېدیځ اړخ پر سر له جدي امنیتي ننګونو سره مخ دی.
په راپور کې راغلي: «پاکستان د سویلي اسیا او منځني ختیځ د امنیتي منظومو ترمنځ د نښلونکې کړۍ په توګه راڅرګندېږي، خو افغانستان د همدې کړۍ د فشار مهمه نقطه ګرځي.»
راپور زیاتوي، د مسکو د غونډې تر پای وروسته اصلي پوښتنه دا نه ده چې ایا پاکستان او طالبان به اوسنی کړکېچ مهار کړي که نه، بلکې دا ده چې اسلاماباد لا هم باور لري که د طالبانو چلند بدل شي، د ۲۰۲۱ کال وروسته رامنځته شوی افغان سیاسي نظم به د پاکستان له امنیتي اړتیاوو سره برابر شي او که نه.
د راپور په وینا، د پاکستان امنیتي اهمیت په منځني ختیځ کې مخ په زیاتېدو دی او له همدې امله د افغانستان وضعیت نور یوازې د جنوبي اسیا موضوع نه بلل کېږي، بلکې د پراخې سیمهییزې معادلې یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.
د جرمني رسنۍ«ډویچه وېله» په یوه تحلیلي راپور کې راغلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې د سرحدي نښتو، هوايي بریدونو او د وسلهوالو ډلو د ملاتړ په اړه د متقابلو تورونو له امله مخ پر خرابېدو دي او دا کړکېچ د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې سیاسي او امنیتي شخړې بڼه خپلوي.
راپور د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو یادونه کوي او وایي چې اسلاماباد ادعا کوي په افغانستان کې یې ۲۲ وسلهوال وژلي او د وسلو او مهماتو زېرمې یې له منځه وړي، خو د طالبانو حکومت وایي په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له نهو تر لسو ملکي وګړي وژل شوي دي.
د راپور له مخې، وروستی کړکېچ د سپټمبر په ۱۸مه د خیبر پښتونخوا د کوهاټ پر یوه پولیس مرکز له خونړي برید وروسته بیا زور واخیست. په دغه برید کې ۳۱ کسان ووژل شول او له سلو ډېر نور ټپیان شول. د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) یوې ډلې د برید مسوولیت منلی و.
اسلاماباد له هغې وروسته یو ځل بیا طالبان تورن کړل چې د ټيټيپي جنګیالیو ته یې په افغانستان کې پناه ورکړې، خو طالبانو دا تورونه رد کړل او ټيټيپي یې د پاکستان کورنۍ ستونره وبلله
راپور لیکي چې ټيټيپي د افغانستان له طالبانو جلا ډله ده، خو له هغوی سره ژورې فکري، تاریخي او شخصي اړیکې لري.
د راپور له مخې، د ټيټيپي ډېری جنګیالي د امریکا او ناټو پر ضد د طالبانو ترڅنګ جنګېدلي وو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې ډلې په افغانستان کې لا ډېر نفوذ او فعالیت موندلی دی.
د شخړو د مطالعاتو د بون نړیوال مرکز مشر کونراد شیټر ویلي، د دواړو ډلو ترمنځ اړیکې دومره ژورې دي چې د طالبانو لپاره له ټيټيپي څخه بشپړ واټن اخیستل اسانه نه دي.
خو د راپور په وینا، دا اړیکې په دې معنا نه دي چې طالبان د ټيټيپي پر فعالیتونو بشپړ کنټرول لري.
د افغانستان د شنونکو شبکې شریک مشر توماس روټیګ ویلي: «طالبان نه غواړي د اسلاماباد امرونه ومني او چمتو نه دي چې بهرني لوري د دوی په چارو کې مداخله وکړي.»
راپور زیاتوي، د ټيټيپي ترڅنګ د ډیورنډ کرښې لانجه هم د دواړو هېوادونو د اختلاف یوه مهمه سرچینه ده.
د راپور په وینا، د ۱۸۹۳ کې کال دا پښتون میشتې سیمې په دوو برخو وېشل شوې او له همدې امله د جغرافیایي تر څنګ قومي او هویتي اړخ هم لري.
کونراد شیټر ویلي چې قومي او ملتپال عوامل د دې شخړې په ژورتیا کې مهم رول لري او لا هم ګڼ پښتانه د ډیورنډ کرښه نه مني.
همدا راز راپور لیکی ، پاکستان یو وخت افغانستان د هند پر وړاندې د خپلې «ستراتېژیکې ژورتیا» برخه بلله، خو اوس یې په زیاتېدونکي ډول د امنیتي ستونزې په توګه ارزوي.
راپور د «چتم هاوس» د یوې شننې له قوله لیکي چې هند له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې او دا وضعیت د اسلاماباد پخوانۍ محاسبه بدله کړې ده.
راپور وایي، پاکستان لا هم پر افغانستان د فشار مهمې وسیلې لري.
افغانستان، چې سمندر ته مستقیمه لار نه لري، د خپل تجارت او ترانزیټ یوه مهمه برخه د پاکستان له لارې ترسره کوي.
د راپور له مخې، اسلاماباد د سرحدونو تړل، د سوداګرۍ محدودول او د افغان کډوالو ایستل د فشار د وسیلو په توګه کارولي دي.
پاکستان له طالبانو سره د ټيټيپي په اړه څو ځله خبرې کړې او د اوربندونو هوکړې هم شوې، خو راپور وایي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو د مخنیوي اساسي ستونزه لا هم نه ده حل شوې.
بلخوا راپور لیکي چې شخړه اوس یوازې د ټيټيپي موضوع نه ده بلکې ، طالبانو په وروستیو کې پاکستان تورن کړی چې د دوی له وسلهوالو مخالفانو ملاتړ کوي او ادعا یې کړې چې د نورستان په نښتو کې یو شمېر مخالف جنګیالي له پاکستانه افغانستان ته اوښتي وو.
اسلاماباد دا تورونه رد کړي دي.
خو توماس روټیګ ویلي، پاکستان په تېرو لسیزو کې د افغانستان په دننه کې له بېلابېلو وسلهوالو ډلو ملاتړ کړی او اوس داسې ښکاري چې د طالبانو د ځینو مخالفو ډلو لپاره هم ملاتړ موجود دی.
راپور د «چتم هاوس» له قوله وایي چې وروستي پرمختګونه د پخوانیو سرحدي نښتو په پرتله د پام وړ خطرناک دي او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیم تقابل ته لاره هواره کړي.
خو توماس روټیګ باور لري چې د خبرو اترو له لارې د کړکېچ د مهار امکان شته.
هغه ویلي، که دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته کښېني او نړیوال منځګړیتوب موجود وي، د تاوتریخوالي د کمولو او د دواړو غاړو د ملکي وګړو د خوندیتوب لارې موندل کېدای شي.
راپور ټینګار کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې باید یوازې د امنیتي او پوځي لیدلوري له مخې تعریف نه شي، بلکې د اقتصادي همکارۍ، سیمهییز اتصال او متقابلې ګټې پر بنسټ د باور د رامنځته کولو هڅو ته هم اړتیا لري.
د پاکستان د کراچۍ الرشید مدرسې مشر مفتي عبدالرحیم په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، پاکستاني پوځ د حرمین شریفین ساتنه کړې او د نړۍ یوازینی اټومي هېواد دی چې پر وړاندې یې هر ډول جګړه له اسلام سره دښمني ده. هغه ادعا کړې، چې هند د پاکستان پر ضد افغان طالبانو ته د اسراییل ټکنالوژي ورکوي.
نوموړي په دغې مرکه کې چې د شنبې په ورځ (د تلې ۱۱مه) خپره شوې ادعا کړې، چې پر کابل واکمن افغان طالبانو کې هم په پراخه کچه د تحریک طالبان پاکستان «ټيټيپي» ډېر شمېر غړي شته او له پراخ ملاتړ څخه هم برخمن دي. دغه پاکستاني دیني عالم زیاته کړې، چې د افغان طالبانو دیني عالمان په خپلو ویناوو کې د پاکستان پوځ «مرتد» بولي.
مفتي عبدالرحیم وویل: «د افغان طالبانو عالمان د پاکستان پوځ طاغوت ګڼي، پر وړاندې یې جګړه جهاد بولي او ان زموږ پوځیان مرتد بولي».
نوموړي همدا راز پر افغان خاوره د پاکستان د هوایي بریدونو ملاتړ وکړ او دا یې د پاکستان «مشروع حق» وباله.
دغه پاکستاني ملا ادعا کړې: «هند افغان طالبانو ته ښکاره پیسې ورکوي، اسراییل ورته ټکنالوژي ورکوي او پاکستان کې د بریدونو تر شا هم د هند لوی لاس دی».
د مفتي عبدالرحیم په خبره، افغانستان کرار کرار د کورنیو جګړو پر لور روان دی او د افغانستان په شمال کې د طالبانو خلاف حساسیتونه مخ په پراخېدو دي. هغه زیاتوي، چې پخواني افغان مجاهدین اوس عملا د طالبانو خلاف جګړې ته چمتووالی نیسي او د طالبانو په دا ځل واکمنۍ کې هم د افغانستان شمالي ولایتونه د طالبانو لپاره په لوی سرخوږي بدلېدونکي دي.
هغه ادعا کوي: «شمال کې د طالبانو خلاف د خلکو زړونو کې سخته غوسه پرته ده. د شمال په لسو ولایتونو کې به د طالبانو لپاره د خپلې واکمنۍ ټینګول ډېر سخت وي او اوس چې پخواني مجاهدین یقیني شوي چې پاکستان د طالبانو شاته نهدی، نو طالبانو ته دا وضعیت لوی مشکلات جوړولی شي».
دغه پاکستاني دیني عالم پر طالبانو غږ کړی، چې پر خپلو تګلارو دې له سره غور وکړي او د ټيټيپي له ملاتړ څخه دې لاس واخلي او زیاته کړې یې ده: «د هند، امریکا او اسراییل د خوشحالولو لپاره د پاکستان پر ضد هڅې مه کوئ، دا کار به تر پاکستان هم تاسو ته ډېر تاواني کار وي».
له تېر یو نیم کال راهیسې د پاکستان او پر کابل د واکمنو افغان طالبانو ترمنځ سخت سیاسي او جنګي کړکېچ روان دی. اسلاماباد تور پورې کوي، چې افغان طالبانو تر خپل کنټرول لاندې خاوره کې د دوی ضد وسلهوالو ډلو «ټيټيپي او بلوڅ بېلتونپالو» ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو طالبانو په وار وار دغه ادعاوې رد کړي او نا امني یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.
طالبانو همداراز ډاډ ورکړی، چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنهکړي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه مشورتي غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشري وکړي. ټاکل شوې چې دا غونډه د اکتوبر په ۵مه په مسکو کې ترسره شي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابولوف، ویلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا کمول به د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۲مه ویلي چې د مشورتي غونډې ګډونوال به د سیمهییزو هېوادونو او افغانستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمهییزې همکارۍ پر زیاتولو تمرکز وکړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د بېلاروس او مصر پلاوي هم د مېلمنو په توګه دې غونډې ته بلل شوي دي.
په اسلاماباد کې حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې پاکستاني پلاوی د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۳مه، مسکو ته روان شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به هم د غونډې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته سفر وکړي. افغانستان اوس په رسمي توګه د مسکو فارمټ غړی دی.
پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې محمد صادق به د روسیې، چین، ایران، ازبکستان او تاجکستان له ځانګړو استازو سره دوهاړخیزې خبرې وکړي.
د پاکستان د ځانګړي استازي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ د مسکو غونډې په څنډه کې د احتمالي دوهاړخیزې ناستې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، یوې پاکستانۍ سرچینې ویلي: «داسې کومه لیدنه د پاکستاني پلاوي په پروګرام کې شامله نه ده.»
د طالبانو یوې سرچینې ویلي: «زموږ له خوا د ملاقات کومه غوښتنه نه ده شوې.»
د پاکستان ځانګړي استازي روانه اوونۍ په اسلاماباد کې یوې غونډې ته په وینا کې پر طالبانو سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې په افغان خاوره کې د وسلهوالو ډلو موجودیت له پامه نه شي غورځول کېدای.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ دوهاړخیزې خبرې د تېر کال له اکتوبر راهیسې درېدلې دي او دا مهال د دواړو لورو ترمنځ «سفارتي جمود» حاکم دی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړو د مسکو فارمټ د ډېرو غړو هېوادونو اندېښنې هم راپارولې دي.
روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابولوف، له قوله راپور ورکړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مخ پر زیاتېدونکې شخړه به د مسکو فارمټ په غونډه کې یوه مهمه موضوع وي.
کابولوف له «ایزویستیا» ورځپاڼې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې: «روسیه به خوشاله شي که وکولی شي پاکستان او طالبان دې ته وهڅوي چې یوه معقول جوړجاړي ته ورسېږي.»
چین د روان کال په اپرېل کې د ارومچي ښار کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې او شخړو د هواري په موخه د خبرو کوربتوب کړی و، خو د دغو خبرو پایلې نه دي ورکړې.
په پاکستاني پلاوي کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او ترکیې د څانګې عمومي رییس نعیم اقبال چیمه، په افغانستان کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني او په مسکو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي شامل دي.
رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د خاورې د دفاع او د توغندیو او ډرونونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې سرتېري استولي، په داسې حال کې چې ریاض د ایران پلوه حوثیانو پر وړاندې په یمن کې د نوي پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.
د راپور له مخې، پاکستاني سرتېري د سعودي عربستان د ځمکنیو پولو د ساتنې او د بېپیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای شوي دي.
یو پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي چې اسلاماباد تر اوسه یمن ته د جګړهییزو عملیاتو لپاره د ځواکونو د استولو پرېکړه نه ده کړې، خو پاکستاني پوځي سلاکاران د سعودي ځواکونو ترڅنګ د یمن د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي.
راپور وایي، پاکستان تېره میاشت اډن ښار ته څلور پوځي باروړونکې الوتکې استولي چې هوايي دفاعي سیسټمونه، سپکې توپخانې، بېپیلوټه الوتکې او د بېپیلوټه الوتکو ضد تجهیزات یې لېږدول.
رویټرز د سیمهییزو او لوېدیځو چارواکو له قوله ویلي چې سعودي عربستان په راتلونکو اوونیو کې د حوثیانو پر ضد د پراخو عملیاتو د پیل ارزونه کوي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه عملیات د یمن د حکومت پلوه ځواکونو له خوا پر مخ یوړل شي، خو د سعودي هوايي بریدونه به یې ملاتړ وکړي.
سرچینې وايي، د عملیاتو یو مهم هدف د بابالمندب تنګي بېرته کنټرولول دي؛ هغه ستراتیژیکه لار چې حوثیانو په وروستیو میاشتو کې پر هغې خپل نفوذ پراخ کړی دی.
راپور زیاتوي چې سعودي عربستان دوه احتمالي سناریوګانې تر غور لاندې لري: یوه د بابالمندب شاوخوا محدود عملیات او بله د یمن په څو ولایتونو، لکه مارب، تعز، الجوف او البیضاء کې هممهاله پراخ بریدونه.
د چارواکو په وینا، د عملیاتو د پراخوالي له مخې ښايي تر ۱۰۰ زرو ډېر یمني ځواکونه راجلب شي.
رویټرز راپور ورکړی چې امریکا له وړاندې د استخباراتي معلوماتو او پوځي سلاکارانو له لارې له سعودي عربستان سره همکاري کوي، خو د مستقیمو جګړهییزو عملیاتو برخه نه ده.
راپور همداراز وایي چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د تېرې میاشتې د دفاعي تړون له لاسلیک وروسته، ترکیې او پاکستان دواړو ریاض ته پوځي تجهیزات برابر کړي دي.
د سرچینو په وینا، هغه ترکي بېپیلوټه الوتکې چې سعودي عربستان مخکې اخیستې وې، اوس د یمن پر فضا هم کارول کېږي.
رویټرز لیکي چې د حوثیانو د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو د خطر له امله ریاض له خپلو متحدانو د دفاعي سیسټمونو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.
د راپور له مخې، فرانسې هم اعلان کړی چې د سعودي عربستان د ینبع بندري ښار د ساتنې لپاره به دفاعي تجهیزات او پوځي پرسونل واستوي.
خو پوځي او سیمهییز شنونکي خبرداری ورکوي چې د حوثیانو پر ضد هر ډول ځمکني عملیات به له ننګونو ډک وي، ځکه د یمن د حکومت اړوند بېلابېلې وسلهوالې ډلې لا هم په بشپړه توګه منظمې او متحدې نه دي.