• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وروستی لنډ خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه وکړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه وکړي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن، چهارشنبه، د افغانستان د سیاسي، بشري، امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په تړاو غونډه وکړي.

ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې: په یمن کې د کړکېچ زیاتوالی د ایران په ملاتړ کېږي

ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې: په یمن کې د کړکېچ زیاتوالی د ایران په ملاتړ کېږي

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیا استازي کیټ فاستر وايي، په یمن کې د کړکېچ زیاتوالی د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ ترسره کېږي.

متحدې جبهې په کندهار کې د یوه طالب وسله‌وال د وژلو ادعا کړې

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د کندهار ښار د باغ پل بازار په سیمه کې یې یو طالب وسله‌وال په نښه کړی او وژلی دی. دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد طالب د سه‌شنبې په ورځ غرمه مهال د دوی د ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

سېنټکام: د ایران د بندرونو د محاصرې عملیاتو ۹۶ سوداګریزې بېړۍ اړ کړي چې لاره بدل کړي

سېنټکام: د ایران د بندرونو د محاصرې عملیاتو ۹۶ سوداګریزې بېړۍ اړ کړي چې لاره بدل کړي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وایي، امریکايي ځواکونو د ایران د بندرونو د محاصرې په عملیاتو کې تر پنجشنبې پورې ۹۶ سوداګریزې بېړۍ اړ کړې چې خپله لار بدله کړي. سنتکام زیاتوي چې په همدې موده کې یې له بشري مرستو بار تر ۵۰ ډېرو بېړیو ته د تېرېدو اجازه ورکړې ده.

په سوریه کې د وسلو په زېرمتون کې د چاودنې له امله ۱۴ کسان وژل شوي

په سوریه کې د وسلو په زېرمتون کې د چاودنې له امله ۱۴ کسان وژل شوي

د سوریې دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ادلب ولایت کې د وسلو او د جګړې د پاتې شونو په یوه زېرمتون کې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

په سند ایالت کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۶ کسان مړه شوي دي

په سند ایالت کې د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۶ کسان مړه شوي دي

د پاکستان د طبیعي پېښو او ژغورنې اداره وایي چې د سند ایالت په کشمور ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۶ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د پښتونخوا په منځنۍ کرمه کې د ډرون څرخکې په برید کې دوه کسان وژل شوي

د پښتونخوا په منځنۍ کرمه کې د ډرون څرخکې په برید کې دوه کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د منځنۍ کرمې ځایي پولیسو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلې چې د دوشنبې په ورځ د وږي په ۱۶مه د تیندو په سیمه کې د یوې ډرون څرخکې په برید کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

طالبان وایي فاریاب کې یې یو سوالګر له څه باندې ۱۰۰زرو افغانیو سره نیولی

طالبان وایي فاریاب کې یې یو سوالګر له څه باندې ۱۰۰زرو افغانیو سره نیولی

د طالبانو تر واک د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د فاریاب ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، د سوالګرو راټولولو له کمېسیون سره په همغږۍ، د دغه ولایت مرکز میمنه ښار کې یو تن مسلکي سوالګر له سل زره زیاتو افغانیو سره نیولی دی.

د خوړو نړیوالې بیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

د خوړو نړیوالې بیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، چې د اګست میاشت کې د خوړو نړیوالې بیې د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. خراب موسم، جګړو او سوداګریزو ګډوډیو د خوراکي توکو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

روسیه: مسکو ته نږدې ۱۰ ډرونونه ویشتل شوي

روسیه: مسکو ته نږدې ۱۰ ډرونونه ویشتل شوي

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، د روسیې هوايي دفاع ځواکونو لږ تر لږه ۱۰ بې‌پیلوټه الوتکې، چې د مسکو پر لور روانې وې، ویشتلې دي.

د توقیفیانو ترمنځ د والیبال سیالۍ؛ عقاب۱ لوبډلې لومړی مقام وګاټه

د توقیفیانو ترمنځ د والیبال سیالۍ؛ عقاب۱ لوبډلې لومړی مقام وګاټه

د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د کابل ولایت په توقیف‌خونو ریاست کې د والیبال ۳ ورځنی ټورنمنټ د عقاب۱ لوبډلې په اتلولۍ سره د پنجنشبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) پایته ورسېد. په دغو سیالیو کې د توقیفیانو څلورو لوبډلو ګډون درلود.

پاکستان کې د طالبانو سفارت اېکس پاڼه له لاس‌رسي ووته

پاکستان کې د طالبانو سفارت اېکس پاڼه له لاس‌رسي ووته

د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون کې د طالبانو سفیر د ویډیوي کلېپونو تر خپرېدو څو ساعته وروسته په اسلام‌اباد کې د‌ طالبانو د سفارت اېکس پاڼه تړل شوې ده. د افغانستان انټرنشنل – خبریالانو څو څو ځله د یاد سفارت اېکس پاڼه پلټلې، خو له تېرو دوو ساعتونو راهیسې په بشپړه توګه تړل شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشره د افغانستان بشري وضعیت ارزوي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشره د افغانستان بشري وضعیت ارزوي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (اې سي ار سي) د عملیاتو مشره افغانستان ته تللې او په کابل کې یې د دې کمېټې د فزیکي بیارغونې له مرکز او د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې یې له ځینو ټولنو لیدنه کړې، څو د هېواد بشري وضعیت او له اوسنیو شرایطو اغېزمنو خلکو اړتیاوې له نږدې وارزوي.

د ملا برادر دفتر په هلمند کې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړولو خبر ور کړی

د ملا برادر دفتر په هلمند کې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړولو خبر ور کړی

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې په هلمند کې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړولو پروژه منظوره شوې ده. طالبانو ویلي چې ددې پروژې لپاره یې ۲۱۴ میلیونه افغانۍ بېلې کړې او چارې به یې په دوو کلونو کې بشپړې شي.

طالبانو په کندز او بدخشان کې د څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د نیولو خبر ورکړی

طالبانو په کندز او بدخشان کې د څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کندز او بدخشان ولایتونو کې یې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۳ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او په دې تړاو یې ۴کسان هم نیولي دي.

متحدې جبهې ادعا کړې چې په ننګرهار کې یې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی

متحدې جبهې ادعا کړې چې په ننګرهار کې یې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی

د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې وسله‌والو یې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد شهیدانو چوک سیمه کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی په ډزو وژلی دی.

طالبانو په درېیو ولایتونو کې د ناقانونه کړنو او غلا په تور د ۱۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی

طالبانو په درېیو ولایتونو کې د ناقانونه کړنو او غلا په تور د ۱۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ځواکونو یې په پکتیکا، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ کسان نیولي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د ځمکې لاندې خزانو او قیمتي فلزاتو د موندلو او غلا په تړاو نیول شوي دي.

په هرات کې پانګه‌والو د دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژنې ۱۹ موټرونه پېرلي

په هرات کې پانګه‌والو د دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژنې ۱۹ موټرونه پېرلي

په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو اعلان کړی، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۹ عرادې د اور وژنې نوي موټرونه وپېرل شول او په فعالیت یې پیل وکړ. دغه وسایط د هرات د سوداګرو او صنعتکارانو په شخصي لګښت پېرل شوي دي.

د متحدې جبهې ادعا: په پکتیکا کې مو د طالبانو د امر بالمعروف یو غړی وژلی

د متحدې جبهې ادعا: په پکتیکا کې مو د طالبانو د امر بالمعروف یو غړی وژلی

د طالبانو مخالفې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د دوشنبې په ماښام د (وږي ۲مه) یې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د طالبانو د امر بالمعروف یو غړی وژلی دی. د دغې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی عملیاتي ټیم دغه برید د تروخېلو په سیمه کې کړی دی.

طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت په یوې خپلواکې ادارې بدل کړ

طالبانو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت په یوې خپلواکې ادارې بدل کړ

د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په امر، د اوسپنې پټلۍ معینیت له دغه وزارت څخه جلا او په یوه خپلواکه اداره بدل شوی دی.

په سمنګان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي

په سمنګان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي دي

سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني ویلي، د سمنګان–مزارشریف پر لویه لار د یوې کرولا موټر د اوښتو له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

متحدې جبهې ادعا کړې چې د هلمند په نوزاد کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي دي

د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په امام رباط سیمه کې یې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې دوه غړي وژلي دي.