له موسیقۍ سره د طالبانو دښمني

په افغانستان کې یو ځل بیا طالبانو د موسیقۍ په الاتو بندیزونه سخت کړي او په دې لړ کې يې د ملیونونو افغانيو سامانونه مات کړي او سوځولي دي.

په افغانستان کې یو ځل بیا طالبانو د موسیقۍ په الاتو بندیزونه سخت کړي او په دې لړ کې يې د ملیونونو افغانيو سامانونه مات کړي او سوځولي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان (امنیسټي انټرنشنل) د طالبانو په دې کار اندېښنه ښودلې او دا يې په هنري ډول د بیان د آزادۍ خلاف کړنه بللې ده.
په همدې وروستۍ اوونۍ کې طالبانو په هرات کې د موسیقۍ وسایل راټول کړي او سوځولي یې و، دلیل يې هم دا ښودلی چې موسیقي د "اخلاقي فساد" لامل کېږي.
له هرات وروسته د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان کې طالبانو له موټرو څخه د سندرو او موسیقۍ لروونکې فلشونه "USB" راټولې کړې او له ځان سره يې وړي دي.
له هغه وروسته چې طالبانو د موسیقۍ الاتو ته اور ورته کړی د افغان سندرغاړو غبرګونونه يې راپارولي، یو شمېر هنرمندان وايي موسیقي د افغانانو د اصیل کلتور یوه غوښنه برخه ده چې په دې سره د خلکو ژوند خوښ او هنري ذوق يې خړوبېږي.
نږدې دوه کاله وړاندې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دوی په ځینو برخو بندیزونه لګولي و خو دریځ يې ډېر وچ کلک نه و، په تېره یوه میاشت کې يې په ټول افغانستان کې د ښځينه سینګارتونو تر تړلو وروسته يو ځل بیا په شته دریځ کې سختوالی راغلی، خو تر اوسه پورې په لويه او وړه کچه طالبان د مسایلو او بندیزونو په اړه یوه خوله نه دي، چې د ځينو موضوع ګانو په اړه یې په رسنیو کې بېلابېل دریځونه خپاره شوي دي.


د اوچا د راپور له مخې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې د وچکالۍ، توپانونو، واورې ښوېیدنې او زلزلې په ګډون له سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو همغږي کوونکي اداره اوچا وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخامخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.
د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو همغږي کوونکې ادارې اوچا په یوه راپور کې چې د افغانستان د اقلیمي بدلون د ګواښوونکو اغیزو، د زیاتې وچکالۍ، چاپیریالي کړکیچ، کمزوری اقتصاد او نړۍوالې تودوخې په اړه خپور کړی، او په کې یې ویلي دي، افغانستان د هغو هېوادونوپه نوملړ کې راغلی چې له سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.
دغه اداره وايي، د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۲۸ م کنفرانس چې په نږدې راتلونکې کې به جوړ شي، ګډونوال به یې وار دمخه د یوې پیاوړې پایلې لپاره فشار راوړي چې د اقلیم د عمل او د دوامداره پرمختګ لپاره د ۲۰۳۰ کال د اجندا ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په ۲۷م کنفرانس کې تېر کال برخه اخیستونکي د یو صندوق د جوړېدو په اړه پرېکړې ته رسېدلي دي، چې د اقلیمي پېښو له امله سخت ځپل شوي وو.
سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې د خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی، خو د تېر کال د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې یې ګډون نه و کړی، ځکه چې د طالبانو حکومت په نړۍواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
د دغو ناورینونو څخه ځینې يې په ډېرې چټکتیا مخ پر زیاتېدو دي، چې په میلیونونو وګړي به د خوړو او استوګنځایونو په برخه کې د پام وړ زیانونو سره مخامخوي.

یوې سیمه ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړه چې په پکتیا کې طالبانو د یوه ماشوم د پب جي ګېم د لوبې پر سر شپږ ولسي وګړي ویشتي چې یو یې وژل شوی او پنځه نور زخمیان دي. خو طالبان دا نښته د دوو کورنیو تر منځ شخصي شخړه ګڼي.
د سرچینې په خبره د سې شنبې په ورځ د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوه نهه کلن ماشوم د پب جي ګیم کاوه چې د طالبانو له خوا نیول شوی، شکنجه شوی او بیا د دې ډلې امربالمعروف د هغه د کورنۍ غړي ولسوالۍ ته غوښتي دي.
سرچینه وايي: (د ماشوم پلار نجیب الله له خپلو دوو وروڼو سره د امربالمعروف مدیریت ته تللی او د بېرته راتلو پر وخت په بازار کې له طالبانو سره مخ شوی او طالبانو ته یې ویلي چې زموږ له اذیت څخه لاس واخلئ، په همدې کې د دواړو لورو لفظي شخړه شوې او طالبانو پرې ډزې کړې).
د سرچینې په وینا په دغو ډزو کې نجیب الله وژل شوی، د هغه د دوو وروڼو په ګډون پنځه تنه زخمیان شوي، چې درې پکې د دواړو لورو ګواښرندي دي.
د طالبانو د پکتیا ولایت امنیه قومانداني په یوه خبرپاڼه کې پېښه تاییدوي، خو وايي دا نښته د دوو کورنیو ترمنځ شوې ده چې پکې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې له پېښې وروسته د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو شمېر خلکو د ولسوالۍ مخې ته د وژل شوي کس جسد راوړی و او د وژونکو د نیولو غوښتنه یې کوله.
افغانستان انټرنشنل ته یوه رسېدلې ویډیو هم دې پېښې ته منسوبه بلل شوې چې پکې لسګونه خلک د اعتراض په ډول راټول دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي د دې وزارت مامورنیو د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ څخه د څارنې پر مهال په دې ولسوالۍ کې د کوډو او تعویزونو د لیکلو پر حراموالي ټینګار کړی.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د زمري پر یوولسمه په یوه خبرپانه کې لیکلي «د ښځو د حجاب ساتنه او د سنت په شکل د ږيرې لرل فضیلت دی».
د طالبانو له واکمنیدو وروسته دغې ډلې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت په چوکات کې خپل سلګونه غړي د «محتسبانو» په توګه ګمارلي دي.
د طالبانو امربالمعروف دغه «محتسبان» هره ورځ د ښځو د حجاب، د نارینو د ږیرې اندازه او د جامو په ګدون د خلکو له ورځني ژونده څارنه کوي.
د طالبانو د محتسبانو او د امربالمعروف وزارت کړنو د بشري حقونو د فعالانو پراخ اعتراضونه راپارولي او هغوی ویلي چې دې ادارې او مامورینو یې د خلکو ورځنۍ چارې محدوده کړي دي.
خو طالبان بیا د شریعت د پلي کولو لپاره د دغه وزارت کړنې اړینې بولي.
د یادونې ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د طالبانو ادارې له مهمو بنسټونو څخه شمېرل کیږي.

هغه افغان پیلوټ چې روانډا ته یې د اخراج ګواښ شوی، مېرمن یې د برتانیا له حکومته د خپلې کورنۍ لپاره د پناه غوښتنه کړې ده. هغې د برتانیا له حکومته احساساتي غوښتنه کړې چې کورنۍ ته یې په برتانیا کې پناه ورکړي.
دغه مېرمن چې اوس د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې ده وايي؛ چې کورنۍ یې له برتانویانو سره د خپل مېړه د کار کولو له امله درنه بیه پرې کوي او د مرستې په تمه یې ژوند توره تیاره دی.
افغان پیلوټ د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، خپله ځوانه کورنۍ په وطن کې پرښوده او په یوه وړه کښتۍ کې یې خپل سفر برتانیا ته پیل او ځان یې تر منزله ورساوه.
مګر برتانیا ته په رسیدو سره د افغان هوایي ځواک دغه چارواکي هغه مرسته ترلاسه نه کړه چې تمه یې کیده او پرځای یې د کورنیو چارو وزارت لخوا روانډا ته د لېږلو له ګواښ سره مخامخ شو.
د پیلوټ مېرمنه د برتانیا د لومړي وزیر ریشي سونګ د حکومت لخوا د مرستې نشتوالي له امله نا هیلې ده. هغې د برتانیا حکومت په دې تورن کړ چې د کورنۍ لپاره یې د خوندي ځای چمتو کولو کې پاتې راغلی.
هغې ریشي سونګ ته په اشارې وویل: «دا څرګنده ده چې ستاسو دنده څه وه او له دوی سره مو څنګه مرسته وکړه؟ ستاسو حکومت احسان هېروونکی او بې اعتباره دی».
د افغان پیلوټ میرمنې انډېپېنډنټ نیوز ته وویل:«نړۍ راته توره تیاره ده، نه پوهیږم څه وکړم؟ زه نوره لیونۍ کیږم، د طالبانو له ویرې موږ له کوره نشو وتلی، ورځې او شپې مو په ویره کې تېریږي».
هغې زیاته کړه: «د برتانیا حکومت یې د کورنۍ لپاره د خوندي ځای په چمتو کولو کې پاتې راغلی. باور وکړئ زه واقعا له دې حالته ستړې یم، دا معلومه ده چې د هغه ځای حکومت نه غواړي له موږ سره مرسته وکړي».
د کابل له سقوط څو میاشتې وروسته کله چې افغان پیلوټ له افغانستان د وتلو ستونزمنه پرېکړه وکړه؛ چې خپله کورنۍ پریږدي او د خوندي ځای موندلو لپاره ولاړ شي. د تګ پر وخت یې میرمنې ورته وویل: « ولاړ شه په خدای مې سپارلی یې».
مګر نن یې میرمن وایي: «کاشکې چې د راتلونکي وړاندوینه مې کولی شوی او په دې پوهېدی چې څه پېښېږي، ما به هېڅکله هغه ته د تګ اجازه نه وی ورکړې».
د هغې خاوند په برتانیا کې د افغان کډوالو او مرستې د پالیسۍ (Arap) له مخې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وه.
دغه پالیسي د هغو کسانو لپاره ده چې د جګړې پر مهال یې له برتانوي ځواکونو سره مرسته کړې وي خو ونه منل شوه.
په برتانیا کې د پناه غوښتنې له ځنډېدو سره پیلوټ دې ته اړ شو چې مرستې ترلاسولو لپاره متحده ایالتونو ته مخ واړوي، ځکه سپینې ماڼۍ د هغو خلکو د خوندیتوب ژمنه کړې چې له دوی سره یې تر ټولو اوږده جګړه کې همکاري کړې ده.
نوموړی د متحده ایالاتو د یوه چارواکي له خوا د P1 پروګرام ته معرفي کیږي چې لومړنۍ مرکه یې شوې او بله تعقیبي مرکه به یې د دې میاشتې په وروستیو کې وي.
وروسته له هغه چې د برتانیا د دفاع وزارت وویل چې د یاد افغان پیلوټ د بیا مېشتېدو هېڅ پلان نشته، د امریکا د مشرانو جرګې غړو د افغان پیلوټ لپاره د خوندي ځای د غوښتنې ملاتړ وکړ.
د برتانیاد حکومت یوهد انډیپېنډنټ ویاند وویل:که څه هم موږ پر انفرادي قضیو خبرې نه کوو، خو دا تاییدوو چې ټول غوښتنلیکونه د هغو وړتیا شرایطو له مخې کلک ارزول کیږي چې انلاین خپاره شوي دي.
هغه زیاته کړه:"موږ په دې پوهیږو چې افغانان په اوسني حالت کې له هېواده وتل غواړي، خو موږ نشو کولی د ټولو افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو ملاتړ وکړو، چې شمېر یې په سلګونو زره دی."

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ پر یوې اډې د وسله والو له خونړي برید څخه شل ورځې وروسته؛ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دغه برید کې یو شمېر افغان اتباع لاس لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان د کندهار ولایت اوسېدونکي وو.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او د طالبانو استازو ته یې ویلي چې ډېر ژر به د درېیو وسلوالو جسدونه ور ورسپاري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې په پاکستان کې دننه په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانستان څخه د ترهګرو د "دوامداره ګډون" غندنه کړې ده.
وسله والو د سرطان په ۲۱ مه په ږوب کې د پاکستاني پوځ پر اډې او په سیوۍ ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي وو چې په پایله کې یې ۱۲ پاکستاني امنیتي سرتیري وژل شوي وو.
پاکستاني طالبانو په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو څو بريدونه کړي دي. په افغانستان کې د دغې ډلې په شتون پاکستاني چارواکو څو ځله توندې نیوکې کړي دي، خو افغان طالبانو بیا پر پاکستان د برید لپاره د افغانستان له خاورې د دغو وسله والو له خوا کار اخیستل رد کړي دي.
پاکستاني چارواکو او د دغه هېواد پوځ د بیانونو په خپرولو سره د طالبانو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې له پناه ځایونو او وسلو څخه په استفادې خپل بریدونه پلانوي او په پاکستان کې یې عملي کوي.
د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ پاکستاني چارواکو په شخصي توګه ویلي چې افغان او پاکستاني طالبان د "د یوې سکې دوه اړخونه" دي.