• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلاول بوټو د څرګندونو په تړاو د عمران خان غبرګون

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۱۷ GMT+۱

عمران خان طالبان د داعش پر وړاندې غوره انتخاب وباله او په افغانستان کې یې د پوځي اقدام په اړه د بوټو څرګندونې احمقانه وګڼلې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی و، که له افغانستانه د طالبانو د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونه نیول شي پاکستان به په پوځي اقدام لاس پورې کړي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر د چهار شنبې په ورځ پر خپل یوټیوب چېنل په ژوندۍ بڼه خپره شوې وینا کې، د پاکستان د بهرنیو چارو پر وزیر بلاول بوټو زرداري سختې نیوکې وکړې او په افغانستان د پوځي عملیاتو په اړه یې د هغه څرګندونې احمقانه ګڼلي او هغه یې لیونی بللی دی.

عمران خان په باجوړ کې د دې اونۍ د یک شنبې د ورځې خونړی ځانمرګی برید وغانده او د طالبانو او داعش په اړه یې د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونې تکرار کړې، افغان طالبان یې د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې غوره انتخاب وباله.

په دغه ځانمرګي برید کې چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې، لږ تر لږه ۶۳ کسان تر دې مهاله وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه په باجوړ سیمه کې د داعش لومړی برید دی، چې د جمیعت علمای اسلام ډلې پر سیاسي ناسته شوی، دغه ګوند په پاکستان کې افراطي دریځ لري، خو نه غواړي د اسلام اباد حکومت نسکور کړي. دغه ګوند د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د واکمنې ټلوالې غړی دی.

د بلاول بوټو زرداري خبرداری:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، که طالبان اقدام ونه کړي هېواد به يې په افغانستان کې د ترهګرو د ځالو په له منځه وړلو کې پوځي ګامونه پورته کړي.

بلاول بوټو ویلي و، چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې له خپل ځانه د دفاع حق لري.

ښاغلي بوټو د سه شنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي و:(( موږ به د نړیوال قانون له مخې د خپل ځان د دفاع لپاره اقدام وکړو. که افغان چارواکي عمل ونه کړي، د افغانستان دننه اقدام کول یو له انتخابونو څخه کېدای شي، خوا دا به لومړی اقدام نه وي.))

که څه هم پاکستان هیله درلوده، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسېدو سره به د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو مخه ونیول شي او په لومړي سر کې یې د افغان طالبانو په منځګړیتوب د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره خبرې هم پیل کړې او هغوی اوربند هم اعلان کړ؛ خو په دې وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.

هغه پخوانی اسلام اباد اوس طالبان تورنوي، چې د پاکستاني طالبانو په ګډون د پاکستان مخالفو ډلو ته پناه ورکوي؛ خو طالبانو دغه تورونه په وار، وار رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

حنا رباني کهر: د پاکستان په نا امنيو کې د افغانانو لاس دی

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۱۸ GMT+۱

له اج نیوز رسنۍ سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې په خپلو خبرو کې ویلي، ان هغه کسان په بریدونو کې لاس لري چې پاکستان ته په روغتیایي ویزو راغلي. خو نږدې دوه اونۍ مخکې امریکا وویل، داسې شواهد نشته چې وښيي، افغان کډوال د پاکستان ناامنۍ کې لاس لري.

په دې مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه مېرمن کهر زیاته کړې، شواهد ښيي چې افغانان په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري او اسلام اباد يې اسناد له طالبانو سره شریک کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا بیان کې ویلي، چې په بلوچستان کې د پوځ پر یوې اډې په خونړي برید کې افغان اتباع لاس لري.

دغه وزارت د چهارشنبې پر ورځ په خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان د کندهار ولایت اوسېدونکي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته یو لیک استولی او د طالبانو له استازو یې غوښتي چې د درېیو وسله والو جسدونه ور واخلي.

د چنګاښ میاشتې په ۲۱ مه په ژوب کې د پاکستان د پوځ پر اډه او همدا راز په سیوۍ ولسوالۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو له امله ۱۲ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ هم شاوخوا یوه میاشت وړاندې په یوه بیان کې لیکلي وو، چې په پاکستان کې دننه په بریدونو کې د افغان وګړو ګډون اسلام اباد "خورا" اندېښنمن کړی دی.

خو نږدې دوه اونۍ وړاندې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، لا هم داسې شواهد نشته چې د پاکستان په ناامنۍ کې د افغان کډوالو ښکېلتیا وښيي.

افغان کډوال په پاکستان کې:

کهر دا ډاګیزه کړه، چې د افغان طالب وسلوالو یوه لویه برخه هم په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو، په ځانګړي ډول دغلته له دیني مدرسو څخه راوتلې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له لوري پر کابل واک، د دې لامل شو چې ډېر شمېر نور افغانان پاکستان ته را کډه شي.

حنا رباني له اج نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې ۷۵۰ زره افغان کډوال پاکستان ته راغلي او بېرته نه دي تللي. هغې زياته کړه، چې افغانان له ويزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته نه شي راتلى.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره په تېرو څو میاشتو کې له دغه هېواده څخه د افغانانو د نیولو او ویستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د راپورونو له مخې، تېره یوه میاشت په پاکستان کې شاوخوا پنځه سوه افغان کډوال نیول شوي دي. هغه ویډیوګانې چې سرچینو د چهارشنبې په شپه له اسلام اباد څخه افغانستان انټرنشنل ته رالېږلي، ښيي چې پولیس په زوره د افغان کډوالو کورونو ته ننوتي، تر وهلو ډبولو وروسته یې، د کورونو نارینه نیولي او له ځانه سره بیولي دي.

له موسیقۍ سره د طالبانو دښمني

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۵۱ GMT+۱

په افغانستان کې یو ځل بیا طالبانو د موسیقۍ په الاتو بندیزونه سخت کړي او په دې لړ کې يې د ملیونونو افغانيو سامانونه مات کړي او سوځولي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان (امنیسټي انټرنشنل) د طالبانو په دې کار اندېښنه ښودلې او دا يې په هنري ډول د بیان د آزادۍ خلاف کړنه بللې ده.

په همدې وروستۍ اوونۍ کې طالبانو په هرات کې د موسیقۍ وسایل راټول کړي او سوځولي یې و، دلیل يې هم دا ښودلی چې موسیقي د "اخلاقي فساد" لامل کېږي.

له هرات وروسته د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان کې طالبانو له موټرو څخه د سندرو او موسیقۍ لروونکې فلشونه "USB" راټولې کړې او له ځان سره يې وړي دي.

له هغه وروسته چې طالبانو د موسیقۍ الاتو ته اور ورته کړی د افغان سندرغاړو غبرګونونه يې راپارولي، یو شمېر هنرمندان وايي موسیقي د افغانانو د اصیل کلتور یوه غوښنه برخه ده چې په دې سره د خلکو ژوند خوښ او هنري ذوق يې خړوبېږي.

نږدې دوه کاله وړاندې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته دوی په ځینو برخو بندیزونه لګولي و خو دریځ يې ډېر وچ کلک نه و، په تېره یوه میاشت کې يې په ټول افغانستان کې د ښځينه سینګارتونو تر تړلو وروسته يو ځل بیا په شته دریځ کې سختوالی راغلی، خو تر اوسه پورې په لويه او وړه کچه طالبان د مسایلو او بندیزونو په اړه یوه خوله نه دي، چې د ځينو موضوع ګانو په اړه یې په رسنیو کې بېلابېل دریځونه خپاره شوي دي.

د اقلیمي کړکېچ له ګواښ سره مخامخ هېوادونو کې افغانستان څلورم ځای لري

۱۲ زمری ۱۴۰۲ - ۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۲۴ GMT+۱

د اوچا د راپور له مخې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې د وچکالۍ، توپانونو، واورې ښوېیدنې او زلزلې په ګډون له سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو همغږي کوونکي اداره اوچا وايي، افغانستان د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخامخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري.

د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه چارو همغږي کوونکې ادارې اوچا په یوه راپور کې چې د افغانستان د اقلیمي بدلون د ګواښوونکو اغیزو، د زیاتې وچکالۍ، چاپیریالي کړکیچ، کمزوری اقتصاد او نړۍوالې تودوخې په اړه خپور کړی، او په کې یې ویلي دي، افغانستان د هغو هېوادونوپه نوملړ کې راغلی چې له سختو موسمي او طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه اداره وايي، د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۲۸ م کنفرانس چې په نږدې راتلونکې کې به جوړ شي، ګډونوال به یې وار دمخه د یوې پیاوړې پایلې لپاره فشار راوړي چې د اقلیم د عمل او د دوامداره پرمختګ لپاره د ۲۰۳۰ کال د اجندا ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په ۲۷م کنفرانس کې تېر کال برخه اخیستونکي د یو صندوق د جوړېدو په اړه پرېکړې ته رسېدلي دي، چې د اقلیمي پېښو له امله سخت ځپل شوي وو.

سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې د خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی، خو د‍ تېر کال د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې یې ګډون نه و کړی، ځکه چې د طالبانو حکومت په نړۍواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د دغو ناورینونو څخه ځینې يې په ‌‌‌‌‌‌ډېرې چټکتیا مخ پر زیاتېدو دي، چې په میلیونونو وګړي به د خوړو او استوګنځایونو په برخه کې د پام وړ زیانونو سره مخامخوي.

د پکتیا په ځاځي اریوب کې شپږو ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ضد او نقیض راپورونه

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۲۲:۰۵ GMT+۱

یوې سیمه ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړه چې په پکتیا کې طالبانو د یوه ماشوم د پب جي ګېم د لوبې پر سر شپږ ولسي وګړي ویشتي چې یو یې وژل شوی او پنځه نور زخمیان دي. خو طالبان دا نښته د دوو کورنیو تر منځ شخصي شخړه ګڼي.

د سرچینې په خبره د سې شنبې په ورځ د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوه نهه کلن ماشوم د پب جي ګیم کاوه چې د طالبانو له خوا نیول شوی، شکنجه شوی او بیا د دې ډلې امربالمعروف د هغه د کورنۍ غړي ولسوالۍ ته غوښتي دي.

سرچینه وايي: (د ماشوم پلار نجیب الله له خپلو دوو وروڼو سره د امربالمعروف مدیریت ته تللی او د بېرته راتلو پر وخت په بازار کې له طالبانو سره مخ شوی او طالبانو ته یې ویلي چې زموږ له اذیت څخه لاس واخلئ، په همدې کې د دواړو لورو لفظي شخړه شوې او طالبانو پرې ډزې کړې).

د سرچینې په وینا په دغو ډزو کې نجیب الله وژل شوی، د هغه د دوو وروڼو په ګډون پنځه تنه زخمیان شوي، چې درې پکې د دواړو لورو ګواښرندي دي.

د طالبانو د پکتیا ولایت امنیه قومانداني په یوه خبرپاڼه کې پېښه تاییدوي، خو وايي دا نښته د دوو کورنیو ترمنځ شوې ده چې پکې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د پکتیا په مرکز ګردېز کې یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې له پېښې وروسته د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو شمېر خلکو د ولسوالۍ مخې ته د وژل شوي کس جسد راوړی و او د وژونکو د نیولو غوښتنه یې کوله.

افغانستان انټرنشنل ته یوه رسېدلې ویډیو هم دې پېښې ته منسوبه بلل شوې چې پکې لسګونه خلک د اعتراض په ډول راټول دي.

د امر بالمعروف مامورینو په لوګر کې د کوډو او تعویزونو د لیکلو پر حراموالي ټینګار کړی

۱۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي د دې وزارت مامورنیو د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ څخه د څارنې پر مهال په دې ولسوالۍ کې د کوډو او تعویزونو د لیکلو پر حراموالي ټینګار کړی.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د زمري پر یوولسمه په یوه خبرپانه کې لیکلي «د ښځو د حجاب ساتنه او د سنت په شکل د ږيرې لرل فضیلت دی».

د طالبانو له واکمنیدو وروسته دغې ډلې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت په چوکات کې خپل سلګونه غړي د «محتسبانو» په توګه ګمارلي دي.

د طالبانو امربالمعروف دغه «محتسبان» هره ورځ د ښځو د حجاب، د نارینو د ږیرې اندازه او د جامو په ګدون د خلکو له ورځني ژونده څارنه کوي.

د طالبانو د محتسبانو او د امربالمعروف وزارت کړنو د بشري حقونو د فعالانو پراخ اعتراضونه راپارولي او هغوی ویلي چې دې ادارې او مامورینو یې د خلکو ورځنۍ چارې محدوده کړي دي.

خو طالبان بیا د شریعت د پلي کولو لپاره د دغه وزارت کړنې اړینې بولي.

د یادونې ده چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د طالبانو ادارې له مهمو بنسټونو څخه شمېرل کیږي.