د افغانانو بد اقتصادي وضعیت او د بشري مرستو کمېدو په تړاو د اوچا اندېښنه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، دوی د ۲۰۲۳ کال تر پایه د بشري مرستو رسولو د پلان د پلې کولو لپاره د بودجې له جدي کمښت سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، دوی د ۲۰۲۳ کال تر پایه د بشري مرستو رسولو د پلان د پلې کولو لپاره د بودجې له جدي کمښت سره مخامخ شوي دي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې وګړي یې له کلونو راهیسې له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ او د نړیوالو مرستندویه ادارو مرستو ته اړمن دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه نوره هم لوړه شوې او دغو لاملونو خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
ریلییف ویب پاڼې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د جولای میاشتې تر ۳۱مه پورې یې یوازې ۷۴۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړي چې دا د تېر۲۰۲۲ کال د همدې مودې د بودجې پرتله له نیمایي هم کمې پیسې دي.
د خوړو د نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني د مرستندویه سازمانونو د بودجې د کمښت ناورین مني او وایي، چې د خوړو نړیوال سازمان د روان کال له پیل څخه د مې میاشتې تر وروستیو پورې د افغانستان له خلکو سره د څه باندې شپاړس ملیونه ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.
د نوموړي په وینا، دغه مرستې به چې هر کال څه باندې ۳۴۰ زره مټریک ټنه خوراکي توکي او د شاوخوا ۱۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت نغدې پیسې وې، اوس مهال د بودجې له جدي کمښت سره مخامخ شوې.
همداراز د خوړو نړیوال سازمان وایي، چې د اقتصادي ستونزو له امله کابو اته میلیونه کسان له بېړنیو مرستو بې برخې شوي دي.
دغه سازمان د روان کال تر پایه پورې کابو یو ملیارد ډالرو مرستو ته اړتیا لري.
د افغان ملي بشري مرستو موسسې مشر حمیدالله ولي وایي، چې د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته یې د ځینو نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د بشري مرستو بېلابېل پروګرامونه پيل کړي وو.
د نوموړي په خبره، د مرستو له پیل څخه تراوسه پورې یې په بېلابېلو ولایتونو کې یې پر څه باندې درېیو زرو کورنیو یوازې خوراکي توکي ویشلي دي.
د دې ترڅنګ یې د کابل ښار په ډېرو سیمو کې پر اړمنو خلکو پخه ډوډۍ هم وېشلې ده.
د ښاغلي ولي په وینا، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې د مرستو لړۍ د نړۍوالو بنسټونو د نه همکارۍ له امله بنده شوې ده.
بله غاړه د اوچا مرستندویه بنسټ ویلي، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو، په وروستیو کلونو کې د خلکو د بې وزلیو، وزګارتیا او د وچکالیو له امله بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي.