داعش ډلې د خپل مشر وژنه ومنله او د هغه ځای ناستی یې وټاکه

داعش د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د مشر ابوالحسین الحسیني القرشي د وژل کېدو له منښتې وروسته، ابوحفص الهاشمي القرشي یې د هغه ځای ناستی وګومارلو. د ترکیې ولسمشر د اپریل په میاشت کې ویلي و، چې د هغوی استخباراتي ځواکونو الحسیني القرشي په سوریه کې وژلی دی.