• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سیګار په خپل تازه راپور کې د افغان کډوالو د غوښتنلیکونو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې ده

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل راپور کې د افغان کډوالو د غوښتنلیکونو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې ده.دا اداره وایي، د کډوالو په چارو کې د کارکوونکو د کموالي له امله سلګونه افغانان د خپلو کېسونو دبهیر د بشپړېدو په تمه بې برخلیکه پاتې دي.

په افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته د امریکا د اېس ای وي کېسونو د بهیر ترڅنګ د پي یو او پي دوه کیسونو د لېږد بهیر هم پیل شوي.

د جمهوریت تر پرځېدو وروسته پاکستان، قطر، البانیا او ابوظبۍ له هغو هېوادونو څخه دي چې سلګونه افغانانو ته یې په کمپونو کې د لنډې مودې لپاره ځای ورکړ، خو د یو شمېر کډوالو کېسونه له نږدې دوو کلونو راهیسې تراوسه هم د څېړنې لاندې دي.

احمد شعیب یو له هغو افغان خبریالانو څخه دی چې د کابل تر پرځېدو وروسته یې د پي دوه کېس درلود او تر لنډې مودې، بې برخلیکه پاتې کېدو وروسته پاکستان ته د خپل کېس د پر مخ بیولو په موخه کډوال شو.

نوموړي له خپلې میرمنې او درې کلن زوی سره په پاکستان کې پنځه میاشتې تیرې کړې خو چې برخلیک یې روښانه نه شو بېرته افغانستان ته ستون شو.

یو شمېر کسان بیا په البانیا، قطر او ابوظبۍ کې هم د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي.

سلیم سهراب چې د کابل تر سقوط یوه میاشت وروسته د امریکایانو له خوا ابوظبي ته لېږدول شوی و پنځلس میاشتې یې په کمپ کې تیرې کړې؛ خو بیا هم امریکا ته و نه لېږدول شو، هغه په خپلو هڅو له نورو لارو کاناډا ته ولاړ.

سهراب وایي، سره له دې چې امریکایانو د دوی د لېږدولو مسوولیت پر غاړه اخیستی و خو بیا هم هغوی خپله ژمنه پر ځای نه کړه او په میاشتو میاشتو په کمپ کې بې برخلیکه پاتې شو. سیګار د خپل راپور په یوه برخه کې ټینګار کړی چې، په امریکا کې د کډوالو اړوندې مسوولې ادارې باید خپل کارکوونکي په دې برخه کې زیات کړي چې د کډوالو دوسیې ژر تر ژره وڅېړل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په غزني کې د طالبانو له خوا د مدرسې جوړېدلو د کوچیانو او ځايي خلکو ترمنځ جنجال جوړ کړی

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۴۱ GMT+۱

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ باغ عطر دښته کې د غزني د پوهنې ریاست په پام کې لري چې کوچیانو لپاره يوه مدرسه جوړه کړي او لګښت يې هم د سیمې د کوچیانو له جېبه ورکړي. د (ده نشین) سیمې خلک وایي، چې دا ځمکه د دوی ملکيت دی؛ خو کوچیان يې د ځان ګڼي.

کوچیان د طالبانو د حکومت په دغه تصمیم خوښ دي او وايي چې دوی هم د دې حق لري چې يو ځای ځایګی يې معلوم وي.

د دغو کوچیانو یوه مشر چې نه غواړي نوم یې دلته یاد شي رسنیو ته ویلي، چې دوی هم په تېره شل کلنه جګړه کې برخه اخیستې او د سر و مال زیان یې لیدلی، دغه مشر وړاندې وايي:((موږ هم په تېر شل کلن انقلاب کې برخه اخیستې شهیدان مو ورکړي او اوس د مدرسو او د تلپاتې استوګنې د ځایونو لرلو تر څنګ حق لرو چې نور پام هم راته و شي.))

خو د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وایي چې یاده ځمکه له پخوا د دوی خپله ده، او د یادې ځمکې سندونه په لاس لري، هغوی وايي په دغه ځمکه یې تر دې وړاندې څو ځله کښت هم کړی.

د قرباغ ولسوالۍ یو قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو له راتګ وروسته یاده ځمکه ترې د طالبانو حکومت ګرځولې.

هغه وايي په دغه ځمکه طالبانو له هر ډول کار څخه منع کړي دي: (( اول يې له کاره منع کړو او اوس یې تازه پرېکړه کړې، چې د کوچیانو د شهیدانو ماشومانو ته دغه ځمکه ور وېشو، موږ چیرې ولاړ شو چاته فریاد وکړو د خدای لپاره خپلې ځمکې رانه نیسي او کوچیانو ته يې ورکوي))

د غزني د قره باغ دغو اوسیدونکو ویلي، که چيرې اوسنی حکومت د دوی دا ځمکه له دوی په زور واخلي او کوچیانو ته يې ورکړي نو دوی به یې په وړاندې ودرېږي او د خپل حق تر لاسه کولو لپاره به له هیچا وېره ونکړي.

د ایران پخوانی سفیر: د افغانستان پیښې د ایران او پاکستان امنیت ګواښي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۰۰ GMT+۱

په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر فدا حسین مالکي د نړیوالو اصولو پر وړاندې د طالبانو نه پاملرنې ته په اشارې سره وايي چې د افغانستان پیښې د ایران او پاکستان امنیت ګواښي. ښاغلی مالکی زیاتوي، په نږدې راتلونکي کې به له طالبانو سره پاکستاني او ایراني چارواکي "جدي" خبرې وکړي.

ښاغلي مالکي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) له همشهري انلاین خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو له چارواکو سره د راتلونکو خبرو مهم ټکي « ترهګرۍ په ځانګړي ډول د داعش خطر او د ګاونډیو هېوادونو په تېره د هلمند د حقابې په هکله نړیوالو قوانینو ته د طالبانو نه پاملره» د دې خبرو مهم ټکي یاد کړل.

د اسلامي جمهوریت دغه پخواني چارواکي دا هم څرګنده کړه چې څه موده مخکې یې په یوه غونډه کې له پاکستانې چارواکو سره د ترهګرۍ د ودې په اړه خبرې کړې او هغوی ویلي چې «له بېلا بېلو لارو د ترهګرۍ سخت قربانیان دي».

ښاغلي مالکي په دې غونډه کې د خپل لیدلي حال له مخې وویل «د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ترهګرۍ د خطر او بدلونونو او د دغه هېواد د اوسني وضعیت په اړه» په ښکاره او بیا بیا اندېښنه څرګنده کړه.

هغه په نږدې راتلونکي کې د پولو یا سرحدونو د بندولو په اړه د ایران او پاکستان تر منځ د امنیتي سند د لاسلیکولو اعلان هم وکړ.


په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر د پاکستان له لوري د پولې د یوې برخې بندولو ته اشاره ویل چې بله برخه یې باید د ایران د نظامي چارواکو تر څړنې او څارنې لاندې بنده شي.

ښاغلي مالکي له افغانستان د پېښېدونکو حرکتونو او خوځښتونو په یادولو سره وویل چې په افغانستان کې له «ترهګرو ډلو» سره د مقابلې لپاره به د اسلامي جمهوریت امنیتي چارواکي طالبانو ته اړین استخباراتی معلومات ورکړي.

پاکستانۍ ورځپاڼه: د اشرف غني په څیر طالبان هم د پاکستان ضد احساساتو له پارولو کار اخلي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۴ GMT+۱

نیشن ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان د پخواني حکومت د چارواکو لکه اشرف غني او امرالله صالح په څېر د «پاکستان پر ضد د احساساتو له پارولو کار اخلي». دغې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې له مسوولیت د خلاصون اسانه لار د اسلام اباد ملامتول دي.

تیمور شاه په هاغه یاددښت کې چې د جمعې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په نیشن ورځپاڼه کې خپور شوی، پر پاکستان یې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو نیوکې یوه عامه ناروغي بللې ده.

دغه خبریال لیکلي چې افغانستان د ښځو د حقونو، بشري حقونو، امنیت او اقتصاد په ګډون په مختلفو برخو کې له ناورین سره مخ دی. پر پاکستان تور لګول په افغانستان کې له مسوولیت څخه د خلاصون یوه اسانه لارده او طالبان هم له دې لارې کار اخلي.

په ورته وخت کې ښاغلي شمیل ویلي چې "افغانستان کې ترهګري" اوس د پاکستان او سیمې تر ټولو لویه ستونزه ده.

هغه وایي د ترهګرۍ مسله څو اړخیزه ده او ریښې یې د طالبانو په جوړښت کې دي.

د افغانستان پخوانیو حکومتونو پرله پسې د پاکستان پر حکومت نیوکې کړې چې طالبانو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي اطلاعاتو د ادارې پخواني مشر ډیویډ پیټریاس هم له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، اسلام اباد طالبانو ته د دې لپاره پناه ورکړې وه چې کله دغه ډله واک ته ورسېږي، د پاکستان ملګرې شي، خو داسې ونه شول.

ښاغلي پیټریاس وویل، «موږ په ښکاره وینو چې افغان طالبان اوس د پاکستاني طالبانو کوربه توب کوي، دا ډېره عجیبه خبره ده ځکه چې پاکستانیانو په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې د خوندي پټنځیو له منځه وړلو ډډه کوله».

پاکستانۍ نیشن ورځپاڼې بیا ټینګار کړی چې طالبانو ته باید یو څرګند پیغام ورکړل شي چې ترهګریز سازمانونه باید افغان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي او طالبان هم باید د هغه څه د څارنې مسوولیت په غاړه واخلي چې په افغانستان کې روان دي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونړیو بریدونو په زیاتېدو سره د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکې طالبان په دې تورنوي چې د پاکستان طالبانو تحریک ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی دی. دوی دا ادعا هم کړې چې د پاکستان په ځینو خونړیو بریدونو کې یو شمېر افغانان هم لاس لري. خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

طالبان: له پاکستان څخه افغانستان ته شاوخوا زر افغان کډوال راستانه شول

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو وزارت د شنبې په ورځ (زمري ۱۴مه) له پاکستان څخه افغانستان ته د شاوخوا ۹۴۶ تنو افغان کډوالو د راستنیدو اعلان وکړ. طالب چارواکي وایي چې له دې ډلې ۹۲۱ تنه کډوال په خپله خوښه او ۲۵ تنه نور یې هغه بندیان دي چې وروسته له خوشي کیدو افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت پر ټویټر لیکلي دغه کډوال له شنبې ورځي (د زمري ۷مه) څخه تر پنجشنبې ورځې (د زمري ۱۲مه) افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي چې راستانه شوي کډوال د طالبانو د کډوالو وزارت له خوا ثبت او اړین اسناد ورکړل شول.

بل خوا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) هغه اتلس افغانان چې له پاکستانه خارج شوي وو، په ننګرهار ولایت کې د تورخم دروازې له لارې له لارې افغانستان ته ستانه شول.

په تورخم کې د طالبانو سرحدي قوماندان ویلي، چې دغه کسان «د اسناد د نه لرلو له امله شاوخوا یوه میاشت د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو چې له خوشې کیدو وروسته د تورخم له لارې بیرته افغانستان ته راستانه شول».

په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان پولیسو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

د اسلام اباد پولیسو د سه شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) اعلان وکړ چې ۷۲ افغان کډوال یې د استوګنې اسنادو د نه لرلو په تور نیولي دي.

پاکستاني رسنیو هم د شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) راپور ورکړ چې د کراچۍ پولیسو په تلاشۍ کې اته افغانان نیولي دي.

منظور پښتین: د مطیع الله ویسا نیول جبر او ظلم دی باید ژر تر ژره له بنده خوشی شي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په افغانستان کې د نیول شوي د زدکړو فعال مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه وکړه. نوموړي د طالبانو له خوا د ښاغلي ویسا نیول «ظلم او جبر» وباله.

منظور پشتین د جمعې په ورځ د بلوچستان په پشین کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوڼدې ته پر نورو مسلو سربېره د مطیع الله ویسا نیول هم یاد کړل.

هغه وویل: «مطیع الله ویسا په افغانستان کې د تعلیم لپاره کار کولو د څو میاشتو راهیسې هغه نیول شوی. موږ (پي ټي ام) غوښتنه کوو چې هغه دې ازاد کړل شي».

همداراز، څو ورځې مخکې (د زمري په ۱۲مه) د "فریدم ناو" په نوم د بشري حقونو د دفاع ادارې د طالبانو له زندانه د مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

دغه سازمان په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي و چې ښاغلی ویسا په ناحقه او بې دلیله نیول شوی دی.

مطیع الله ویسا د "قلم لار" ټولنې او په افغانستان کې د زدکړو د ترویج د کمپاین مشر و.

نوموړي تر ډېره د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایاتو کې د زدکړو د ترویج کمپاین کاوه.

ویسا د روان کال د وري یا حمل په اومه ( د مارچ ۲۸) نېټه ماښام د طالبانو له خوا د کابل په خوشال خان مېنه کې ونیول شو.

د ویسا له نیول کېدو وروسته یو شمېر طالب چارواکو نوموړی په خپلسرو فعالیتونو او د طالبانو پر ضد د خلکو په راپورته کولو تورن کړ.