د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کې ماين چاودنې لږ تر لږه اوه کسان وژلي

‏د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، پرون ناوخته د سړک غاړې ماين د سورلۍ په یوه موټر پسې چاودلی. ‏په تربت کې د پولیسو مشر ویلي، وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي چې په یوه موټر کې د خپلوانو واده ته روان وو.