د شېراز په یوې سېپټیک څاه کې څلور افغان کارګر مړه شوي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په شېراز کې څلور افغان ګارګر چې یو یې پلار او درې یې ځامن دي په یوې سېپټیک څاه کې لومړی په زهرجنو ګازو مسموم شوي او بیا مړه شوي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په شېراز کې څلور افغان ګارګر چې یو یې پلار او درې یې ځامن دي په یوې سېپټیک څاه کې لومړی په زهرجنو ګازو مسموم شوي او بیا مړه شوي دي.
د شېراز ښاروالۍ د اطفایې رییس هادي اعتمادپور رسنیو ته ویلي چې دغو څلورو افغان کارګرو په یوې سېپټیک څاه کې کار کاوه چې زهرجنو ګازو نیولي وو.
نوموړی زیاتوي: “لومړی یو تن زهرجنو ګازو نیولی و، درېیو نورو یې د ژغورلو هڅه کړې وه چې دوی هم ګازو نیولي او په څاه کې مړه شوي دي”.
د اعتماد پور په خبره چې په دې پېښه کې یو بل تن هم ګازو نیولی و خو د ژغورنې د ډلې له خوا ژغورل شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د روان کال د وري په میاشت کې په شېراز کې دوه افغان کاګر په یوې څاه کې د زهرجنو ګازو له امله مسموم شوي وو خو د ژغورنې د ډلې له خوا ژغورل شوي وو.


د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یې د تعویذ لیکنې او جادوګرۍ پر کاروبار بندیز لګولی دی.
د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۶مه) وویل: «په شریعت کې د جادوګرانو او ساحرانو وژلو ته جواز ورکړل شوی دی»
نوموړي پر ټويټر د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټولو رياستونو ته امر شوی، چې د جادوګرانو او تعويذ ليکونکو مخه ونيسي او هيچا ته د دا ډول کړنو اجازه ورنه کړي.
ښاغلي عاکف وویل چې د دغه وزارت له محتسبینو څخه غوښتل شوي چې تعویذ لیکونکي او جادوګران ونیسي او محکمې ته یې معرفی کړی.
د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه چارواکي زیاتوي چې تعویذونه، دم او دعا په شریعت کې جواز لري، خو تعویذونه باید په هغه ډول ولیکل شي چې په اسلامي شریعت کې جواز لري.
عاکف مهاجر وايي چې په افغانستان کې تعويذ ليکنه د تجارت او سوداګرۍ يوه وسيله ګرځېدلې ده.
هغه وويل؛ تعويذ ليکونکي د کورنيو تر منځ د نفاق د رامنځته کولو لپاره له جادوګرۍ څخه کار اخلي او د نامشروع اړيکو د ټينګولو او د خلکو د کاروبار د خرابېدو لپاره جادو کوي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر نن دوشنبه د پېښور په قول اردو کې له قبایلي مشرانو سره په ناسته کې ویلي چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې د افغان اتباعو لاس لرل د سیمې امنیت او ثبات ته لوی ګواښ دی.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن دوشنبه ( اسد ۱۶ مه ) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ د پوځ مشر د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو او په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو مخالفینو د خوندي پټنځایونو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره به له هر ډول اقدامه کار واخلي.
نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې ایا د افغانستان پر خاوره مستقیم عملیات کوي که نه؟ خو طالبانو ته په اشارې یې ویلي چې د پاکستان ضد وسلوالې ډلې د افغانستان خاوره کاروي چې دا د دوحې له تړون څخه د طالبانو سرغړونه ده.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر زیاتوي چې د پوځ مشر جنرال منیر پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ؛ مخکې له دې چې دوی له منځه یوړل شي د پاکستان حکومت ته دې تسلیم شي ځکه دوی بله لار نه لري.
په دې وروستیو کې د پاکستان ګڼو چارواکو ادعاوې کړي چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغان اتباع ونډه لري او د ټي ټي پي لوی مراکز په افغانستان کې دي.
بلخوا طالبانو د پاکستاني چارواکو ادعاوې د تل په شان رد کړي او زیاته کړې یې ده چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هېبت الله د پاکستان په ګډون له افغان خاورې د باندې هر ډول بریدونه «حرام» بللي او هغه يې له اسلامي احکامو سرغړاوی یاد کړی دی.
تر دې وړاندې ملا یعقوب خپلو جنګیالو ته ويلي وو، چې له افغانستانه بهره جهاد نه شته.

د افغانستان علومو اکاډمي چې طالبانو ورته یو شیخ الحدیث د مشر په توګه ټاکلی اعلان وکړ، چې په تېر یو کال کې یې ۴۶ علمي-څېړنیزې پروژې بشپړې کړې دي.
د دې ادارې مسوولینو د دوشنبې په ورځ ( اسد ۱۶ مه ) ملت ته د حکومت حساب ورکونې په نوم پروګرام کې وویل؛ چې یادې ادارې د ساینس په بېلابېلو برخو کې ۳۳ کتابونه او څه باندې ۲۰۰ علمي مقالې چاپ کړې دي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي منشي رفیع الله نیازي نن په یوه خبري ناسته کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، وویل؛ چې تېر کال علومو اکاډمۍ ۸۳ علمي او څېړنېزې غونډې او شپږ علمي او څېړنيز سیمینارونه په ملي کچه جوړ کړي دي.
د نیازي په وينا؛ يادې ادارې له ٣٦ علمي او فرهنګي بنسټونو او کتابتونونو سره له ٢٤٠٠ څخه د زياتو کتابونو او له ٦٠٠ څخه د زياتو علمي مجلو په برخه کې مرسته کړې ده.

د ۲۰۲۳ز کال د فوټسال د لویو وچو جام په سیالیو کې نن دوشنبه افغانستان خپله لومړۍ لوبه د چک جمهوریت له لوبډلې سره څلور د څلور پر وړاندې مساوي پای ته ورسوله.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې د لویو وچو جام په سیالیو کې د افغانستان لومړۍ سیالي د تایلېنډ په بنکاک کې وشوه او دواړو لوبډلو د څلور- څلور ګولونو په وهلو سره لوبه مساوي کړه.
یاد فدارسیون زیاتوي چې افغانستان به د ب ګروپ دویمه سیالي له موزمبیق سره وکړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په اتلولیو کې دویم مقام ګټلی و او د دغه فدراسیون د چارواکو په وینا چې تمه لري په دغه جام کې هم غوره مقام خپل کړي.

د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) د یوسایډ(USAID) په ملاتړ په یوه څارنه او ارزونه کې پاتې راغلی او تر دا مهاله یې د امریکا له خوا د کنګل شویو پېسو د یوې برخې د خلاصون شرایط نه دی پوره کړي.
د امریکا د خزانې وزارت چارواکي وايي؛ چې د افغانستان بانک باید د کنګل شویو شتمنیو له خلاصون وړاندې وښيي چې په مکمل ډول له سیاسي نفوذ او لاسوهنې پاک دی.
له دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د (NDA) طرحه تصویب کړې وه چې له مخې به یې د کانګرس له اجازې پرته پر طالبانو د بندیزونو کمول منع وي. په دې موضوع اوس د امریکا په سنا مجلس کې هم بحثونه روان دي.
د یادونې وړ ده چې د جمهوري دولت له سقوط وروسته د افغانستان نېږدې لس ملیارده ډالره شتمني د امریکا له خوا کنګل شوې چې افغانان ورته لاسرسی نه لري.