• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د چک جمهوریت له لوبډلې سره خپله سیالي مساوي پای ته ورسوله

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ زمری ۱۴۰۲ - ۱۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د ۲۰۲۳ز کال د فوټسال د لویو وچو جام په سیالیو کې نن دوشنبه افغانستان خپله لومړۍ لوبه د چک جمهوریت له لوبډلې سره څلور د څلور پر وړاندې مساوي پای ته ورسوله.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې د لویو وچو جام په سیالیو کې د افغانستان لومړۍ سیالي د تایلېنډ په بنکاک کې وشوه او دواړو لوبډلو د څلور- څلور ګولونو په وهلو سره لوبه مساوي کړه.

یاد فدارسیون زیاتوي چې افغانستان به د ب ګروپ دویمه سیالي له موزمبیق سره وکړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په اتلولیو کې دویم مقام ګټلی و او د دغه فدراسیون د چارواکو په وینا چې تمه لري په دغه جام کې هم غوره مقام خپل کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان بانک د امریکا له خوا د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون شرایط نه دي پوره کړي

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) د یوسایډ(USAID) په ملاتړ په یوه څارنه او ارزونه کې پاتې راغلی او تر دا مهاله یې د امریکا له خوا د کنګل شویو پېسو د یوې برخې د خلاصون شرایط نه دی پوره کړي.

د امریکا د خزانې وزارت چارواکي وايي؛ چې د افغانستان بانک باید د کنګل شویو شتمنیو له خلاصون وړاندې وښيي چې په مکمل ډول له سیاسي نفوذ او لاسوهنې پاک دی.

له دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د (NDA) طرحه تصویب کړې وه چې له مخې به یې د کانګرس له اجازې پرته پر طالبانو د بندیزونو کمول منع وي. په دې موضوع اوس د امریکا په سنا مجلس کې هم بحثونه روان دي.

د یادونې وړ ده چې د جمهوري دولت له سقوط وروسته د افغانستان نېږدې لس ملیارده ډالره شتمني د امریکا له خوا کنګل شوې چې افغانان ورته لاسرسی نه لري.

طالبانو په هرات او غور کې د دوو کانونو کار افغان، ایراني، ترکي او برېتانوي شرکتونو ته ورکړ

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۳۸ GMT+۱

طالبانو ویلي، د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې یې د اوسپنې د څلورو کانونو او د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د سرپو کان د کېندلو چارې ایراني، ترکي، برېټانوي او افغاني شرکتونو ته سپارلي دي.

تر دې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي وو، چې طالبانو د افغانستان کانونه لیلام کړي دي.

د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۱۶مه) د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي دفتر په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په هرات او غور ولایتونو کې د اوسپنې او سرپو کانونو د کېندلو او پروسس پروژې ګټونکي اعلان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې کان د لومړي بلاک تړون د «وطن درخشان» په نوم یوه ایراني شرکت ته سپارل شوی دی.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې د کان دویم بلاک تړون سهیل شارق میانه، دره نور افغاني شرکتونو او اوپکول ترکي شرکت ته ورکړل شوی دی.

دغه راز د دې کان درېيم بلاک تړون د "شمش ملي" په نوم يوې کمپنۍ ته سپارل شوى، چې ونډه وال يې برېټانوي "اډ ریسورس۳۵" او "جي بي اېم" شرکتونه دي.

د دغه کان څلورم بلاک تړون د باختر فولاد شرکت سره لاسلیک شوی، چې ونډه وال يې سپاهان او پارسیان ايراني شرکتونه دي.

د ملا برادر له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په غور ولایت کې د سرپو کان یو بلاک افغاني شرکت ته ورکړل شوی.

دغه دفتر ادعا کړې، چې د دغو کانونو عاید به د عامه ګټو په پروژو ولګول شي او ډېره برخه به یې د کورنۍ برېښنا تولید ته ځانګړې شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د کانونو په اړه د طالبانو هڅې په کور دننه پراخې نیوکې راپارولې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې، طالبان د افغانستان د کانونو پر "لوټلو" تورن کړي و.

ټي ټي پي: په پاکستان کې د جوړې شوې قومي جرګې څرګندونې ناسمې دي

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» په یوه بیان کې ویلي دي: « د دغه هېواد چارواکو له يوې قومي جرګې څخه په ګټې اخیستو، د خپل ناکام سیاست د توجیه کولو لپاره د ناامنۍ ټول مسوولیت پر افغان طالبانو اچولی دی.»

تېره اوونۍ د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې د جمعيت علمای اسلام ګوند د پلویانو په جوړه شوې غونډې تر ځانمرګي برید وروسته د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان یوه قومي جرګه وربللې وه چې د پاکستان د ځینو نورو ګوندونو مشرانو هم پکې ګډون درلود.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې په دغه قومي جرګه کې یې کړې وې چې «ترهګر له افغانستانه پاکستان ته راځي» وايي، چارواکي له مسووليته تښتي او د ده په خبره په امنيتي برخه کې خپلې نیمګړتیاوې پر نورو ور تپي.
دغې قومي جرګې ته د سویلي پښتونخوا قامي سیاستوال محمودخان اڅکزی هم ورغلی و.
پاکستاني طالبانو وړاندې لیکلي دي: «دا قومي جرګه د همدې لپاره جوړه شوې وه، چې چارواکي پکې خپلې ناکامې پالیسۍ پټې کړي او د مسووليت ګوته نورو ته ونیسي.»
د پاکستاني طالبانو په دغه بیان کې راغلي، چې له تېر کال راهیسې د پاکستان حکومت قبایلي سیمې په یوه او بل نامه تورنوي او هلته د دوی په خبره بیا د ګډوډیو رامنځته کېدو لارې جوړیږي.

د پاکستاني طالبانو ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی د تېر په څېر دا ډول ادعاوې په کلکه ردوي.
په افغانستان کې د جمهوريت تر پر ځېدو وروسته طالبان هلته د چارو واګې په لاس کې لري او په ورته وخت کې په پاکستان کې د امنيتي سرتېرو په وړاندې د بریدونو په شمېر کې ډېروالی راغلی، چې پاکستانی حکومت يې د پړې ګوته په افغانستان کې طالبانو ته نیسي؛ خو هغوی دا ډول څرګندونې تل رد کړي دي.

طالبان: د یونسکو په مرسته د غزني شپږ تاریخي ځایونه بیا رغوو

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۳۰ GMT+۱

په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر اعلان وکړ، چې د ۶ تاريخي اثارو د بيارغونې چارې د يکشنبې په ورځ پيل شوې. د ملا حمیدالله نثار په وینا، ددغه تاریخي اثارو بیارغونه به د یونسکو په مالي مرسته د شاوخوا ۴میلیونه افغانیو په لګښت ترسره شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د دغو تاریخي اثارو د بیا رغولو پروګرام پرانیست.

دا مهال د افغانستان د لرغونو او تاریخي اثارو ساتنې ته نړیوالو سازمانونو په ځانګړې ډول یونسکو په اندېښنه کې ده.

سرچینې وايي، د غزني د زاړه ښار لوی جومات چې د دغه ولایت تر ټولو پخوانی جومات دی، د وېجاړېدو له ګواښ سره مخ دی.

طالبانو د هغو شپږو تاریخي ابدو په اړه جزئیات نه دي ورکړي، چې د بیارغونې چارې یې پیل کړي دي.

خو په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ملا حميدالله نثار تر دې مخکې ويلي و، چې د محمد شريف خان تاريخي ځايونه، د زاړه ښار دوه برجونه او د خواجه ملک ابده له منځه تللي دي.

طالبانو د خپل حکومت په پخوانۍ پنځه کلنه دوره کې د بامیانو د بودا مجسمې چې د افغانستان تر ټولو ستر تاریخي میراث ګڼل کېږي، په توپونو او بمونو ړنګې کړې وې.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، په تېرو مياشتو کې طالبانو په مزارشريف کې د علي شېرنوايي مجسمه وېجاړه کړې ده.

خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان وکړ چې "نړۍ دې د تاریخي اثارو په ساتنه او بیارغونه کې له افغانستان سره مرسته وکړي."

د تهران د سوداګرۍ اداره: افغانستان د تهران د صادراتي توکو له پنځو مهمو بازارونو څخه دی.

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د تهران د صنایعو او سوداګرۍ سازمان اعلان وکړ چې افغانستان له عراق، ترکیې، پاکستان او جرمني وروسته د دغه ولایت یو له مهمو صادراتي بازارونو څخه دی.

دې سازمان ویلي چې دا پنځه هېوادونه "د دې ولایت د ټول صادراتو د بازار 50 سلنه برخه جوړوي."

دغه سازمان افغانستان ته د تهران د صادراتو دقیق ارقام ورنه کړل، خو د ایسنا په حواله یې وویل چې د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې دغو هېوادونو ته د صادر شویو توکو ارزښت له دوه میلیاردو ډالرو ډېر و.

یاد سازمان همداراز زیاتوي چې د تهران اصلي صادرات د صنایعو او کانونو په برخه کې دي او له اماراتو، چین، ترکیې او المان څخه د تهران په وارداتي وسایلو کې تجهیزات او صنعتي خام مواد شامل دي.

افغانستان په داسې حال کې د تهران د پنځو صادراتي بازارونو په ډله کې شمېرل کېږي؛ چې په دې وروستیو کې یوه ایراني چارواکي افغانستان ته د صادراتو په کچه کې د زیاتوالي خبره کړې او زیاته کړې یې وه، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره صادرات شوي دي.

د ایران د سرحدي ښارګوټي تابیاد یوه چارواکي ویلي چې افغانستان ته په صادراتي توکو کې خوراکي توکي، نفتي مواد او بېلابېل ساختماني توکي شامل دي.