• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا هڅه کوي، چې د ایران له لوري د تیلو ټانکرونو د لېږد مخه ونیسي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۷:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د امریکا سمندري ځواکونو اعلان وکړ، چې د ایران له لوري د تېلو د ټانکرونو د لېږد د مخینوي په موخه یې منځني ختیځ ته د لا زیاتو ځواکونو د استولو په لړ کې له درېیو زرو زیات پوځیان له دوو جنګي بېړیو سره سور سمندرګي ته استولي دي.

په منځني ختیځ کې د مېشتو امریکايي سمندري ځواکونو پنځمې بیړۍ د دوشنبې په ورځ د اګسټ په ۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې دغه شمېر امریکايي ځواکونه د یکشنبې په ورځ د سویس کانال څخه له تېرېدو وروسته سره سمندرګي ته د اخل شوي دي.

په دغې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ځواکونه «یو اېس اېس باټا» او «یو اېس اېس کارټرهال» جنګي بېړیو کې سپاره به په سیمه کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ د سمندري ځواکونو وړتیا پیاوړې کړي.

د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ ویاند ټیم هاکنز د فرانسې خبري اژانس ته وویل، دغه واحدونه د ایران د بې ثباته کوونکو فعالیتونو د مخنیوي او د ایران لخوا د سوداګریزو بېړیو د نېولو لپاره ځای پرځایشوي دي.

څو ورځې وړاندې امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي وو، پنټاګون په پام کې لري، چې د ایران د ګواښونو د مخنیوي په موخه د هرمز تنګي له لارې په سوداګریزو کښتیو کې خپل پوځي ځواکونه ځای پرځای کړي.

بل خوا یوه بل امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې د هغو پوځیانو روزنه پیل کړي چې په سوداګریزو کښتیو کې به ځای پر ځای شي.

امریکا په سیمه کې خپل ځواکونه پیاوړي کوي، او د اګسټ میاشتې په لومړیو کې، د ایران د ګواښونو څخه د هرمز په تنګي کې د بیړیو د لارو د ساتنې لپاره د امریکا د اقداماتو په دوام ، د اېف ۳۵ جنګي جېټ الوتکو یوه ډله منځني ختیځ ته ورسېدله، چې په سیمه کې د امریکا د ګزمې له بېړیو سره یوځای شي. او دغه جنګيالي به په سوریه کې د امریکا په عملیاتو کې وکارول شي.

د جولای په ورستیو کې، د پنټاګون یوه لوړ پوړي چارواکي خبریالانو ته وویل، چې امریکا د هرمز په تنګي کې د اېف۱۶ جنګي الوتکو کارول زیاتوي چې د ایران له لوري د کښتیو د لېږلو مخه ونیسي.

د پنټاګون دغه چارواکي په منځني ختیځ کې د ایران، روسیې او سوریې ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو په اړه هم اندښنه څرګنډه کړې ده.

د امریکا سمندري ځواکونو د جولای پر ۱۴مه نېټه اعلان وکړ، چې د عمان په سمندرګي کې یې په نړیوالو اوبو کې د ایران د سمندري ځواکونو له لوري د دوو سوداګریزو تیل وړونکو بېړیو د نیولو د اقدام مخنیوی وکړ.

همدارنګه د مې پر ۱۳مه نېټه ایران اعلان وکړ، چې د پانامه تېلو وړونکې بېړۍ د ایران د سپاه پاسداران له لوري په هرمز تنګي کې نیول شوې ده.

تر دې څه کم یوه اونۍ وړاندې د ایران پوځ د عمان په سمندر کې د مارشال ټاپوګانو د بېرغ سره د تیلو یو بار وړونکی ټانکر نیولی و.

د امریکا پوځ وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې په سیمه کې د ایران نږدې شل بېړۍ یا تیل وړونکي ټانکرونه نیولي او یا يې هم د نیولو هڅه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ناروې د کډوالو شورا منشي: د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان له خلکو سره مرسته نه کوي

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا منشي جان اګلینډ د ناټو پر غړیو هېوادونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د خپلو پوځي ماموریتونو لپاره میلیاردونه ډالره لګولي؛ مګر اوس د افغانستان له وږیو ماشومانو سره مرسته نه کوي.

جان اګلینډ نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان لسګونه کاله هغه ستراتیژیک اهمیت لاره؛ کوم چې د ناټول لپاره په اوس وخت کې اوکراین لري. اګلینډ د ناټو غړیو هېوادونو ته په اشارې وايي؛ له دې سره – سره چې ناټو په افغانستان کې پر پوځي عملیاتو میلیاردونه ډالره لګولي مګر د هغه وږو ماشومانو لپاره چې دوی په ۲۰۲۱ل کې پرېښي د خوراک مرسته نه کوي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د خوراک نړۍوالې ادارې د خپلې کلنۍ بودیجې د کمښت اعلان کړی او ویلي یې دي چې سږکال به له لوږې سره مخ افغانانو سره په کافي اندازه مرستې ونه شي.

له دې وړاندې د برېتانیا د کارګر ګوند استازې او د برېتانيا د استازو جرګې د نړۍوالې پرمختيايي کمېټې مشرې سارا چیمپیون د افغانستان لپاره د برېتانیا په بودیجه کې د ۷۶ سلنه کموالی بې باوره بللی او زیاته کړې یې ده چې دا کمښت به د بې وزلو خلکو لپاره مرګونی تمام شي.

نوموړې دا څرګندونې د برېتانیا د بهرنیو مرستو په بودیجه کې د پام وړ کمښت په غبرګون کړي دي.

د شېراز په یوې سېپټیک څاه کې څلور افغان کارګر مړه شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۰۷ GMT+۱

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په شېراز کې څلور افغان ګارګر چې یو یې پلار او درې یې ځامن دي په یوې سېپټیک څاه کې لومړی په زهرجنو ګازو مسموم شوي او بیا مړه شوي دي.

د شېراز ښاروالۍ د اطفایې رییس هادي اعتمادپور رسنیو ته ویلي چې دغو څلورو افغان کارګرو په یوې سېپټیک څاه کې کار کاوه چې زهرجنو ګازو نیولي وو.

نوموړی زیاتوي: “لومړی یو تن زهرجنو ګازو نیولی و، درېیو نورو یې د ژغورلو هڅه کړې وه چې دوی هم ګازو نیولي او په څاه کې مړه شوي دي”.

د اعتماد پور په خبره چې په دې پېښه کې یو بل تن هم ګازو نیولی و خو د ژغورنې د ډلې له خوا ژغورل شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د روان کال د وري په میاشت کې په شېراز کې دوه افغان کاګر په یوې څاه کې د زهرجنو ګازو له امله مسموم شوي وو خو د ژغورنې د ډلې له خوا ژغورل شوي وو.

د افغانستان بانک د امریکا له خوا د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون شرایط نه دي پوره کړي

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د افغانستان مرکزي بانک (د افغانستان بانک) د یوسایډ(USAID) په ملاتړ په یوه څارنه او ارزونه کې پاتې راغلی او تر دا مهاله یې د امریکا له خوا د کنګل شویو پېسو د یوې برخې د خلاصون شرایط نه دی پوره کړي.

د امریکا د خزانې وزارت چارواکي وايي؛ چې د افغانستان بانک باید د کنګل شویو شتمنیو له خلاصون وړاندې وښيي چې په مکمل ډول له سیاسي نفوذ او لاسوهنې پاک دی.

له دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې د (NDA) طرحه تصویب کړې وه چې له مخې به یې د کانګرس له اجازې پرته پر طالبانو د بندیزونو کمول منع وي. په دې موضوع اوس د امریکا په سنا مجلس کې هم بحثونه روان دي.

د یادونې وړ ده چې د جمهوري دولت له سقوط وروسته د افغانستان نېږدې لس ملیارده ډالره شتمني د امریکا له خوا کنګل شوې چې افغانان ورته لاسرسی نه لري.

پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته، اروپايي شرکتونو ته تر ۱۰۰ میلیارده یورو ډېر زیان رسېدلی

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۳ GMT+۱

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې یوه شننه ښیي، چې د اروپا سترو شرکتونو پر اوکراین باندې د دغه یرغل له امله د روسي بازار له لاسه ورکولو سره لږ تر لږه سل میلیارده یورو تاوان کړی. برعکس د وسلو او انرژۍ شرکتونو او ولسي خدمتونه تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

البته، دا تاوان د انرژۍ شرکتونو لپاره لنډمهاله وو. ځکه چې د نړۍ د انرژۍ د بیو په لوړېدو سره دغو شرکتونو د روسي شرکتونو د ونډو په بازار کې، لیدلی زیان بېرته جبران کړی.

فایننشل ټایمز د ۶۰۰ اروپايي ډلو مالي راپورونو او د هغو اروپايي شرکتونو مالي حسابونو ته چې په روسیه کې فعالیت کوي، کتنه کړې.

د هغه راپور له مخې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، په روسیه کې له بهرنیو اسعارو سره تړلې سوداګري او د پلور و پېر بازار د راکمېدو یا تړل کېدو په پایله کې ۱۷۶ اروپایي شرکتونه د پانګو له راکمولو او یا تړل کېدو سره مخ دي.

په داسې حال کې چې د کیف د اقتصاد پوهنځي لخوا راټول شوي معلومات ښيي، چې د ۱۸۷۱ اروپایي شرکتونو څخه ۵۰ سلنه يې په ځانګړې توګه اتریش، برېټانوي، اېټالوي او سویسي شرکتونه لاهم په روسیه کې فعال دي.

خو شنوونکي خبرداری ورکوي، چې په روسیه کې د اقتصادي فعالیتونو لپاره لا زیاتې ستونزې په مخ کې پرتې دي او هغه شرکتونه چې هلته پاتې دي، ډېر زیانونه به وګوري.

دوی وايي هغه شرکتونه چې اوس هم په روسیه کې فعال دي یو "بایللی قمار" يې وهلی.

د اروپایی شرکتونو له منځه چې په روسیه کې فعالیت کوي، د المان کیمیاوي او موټرو صنعت تر ټولو ډېر زیان لیدلی.

په دې وروستیو کې الماني شرکتونو اعلان وکړ، چې د روسیې د انرژۍ په سکټور کې یې خپله ونډه ۶،۵ میلیارده یورو راکمه کړې ده.

پر دې سربېره ویل کېږي، چې د مسکو له خوا د لگول شویو بندیزونو له کبله شاوخوا ۴۵ لویدیځ بانکونه له روسیې وتلي دي.

د تهران د سوداګرۍ اداره: افغانستان د تهران د صادراتي توکو له پنځو مهمو بازارونو څخه دی.

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۳۹ GMT+۱

د تهران د صنایعو او سوداګرۍ سازمان اعلان وکړ چې افغانستان له عراق، ترکیې، پاکستان او جرمني وروسته د دغه ولایت یو له مهمو صادراتي بازارونو څخه دی.

دې سازمان ویلي چې دا پنځه هېوادونه "د دې ولایت د ټول صادراتو د بازار 50 سلنه برخه جوړوي."

دغه سازمان افغانستان ته د تهران د صادراتو دقیق ارقام ورنه کړل، خو د ایسنا په حواله یې وویل چې د تېر کال په لومړیو درېیو میاشتو کې دغو هېوادونو ته د صادر شویو توکو ارزښت له دوه میلیاردو ډالرو ډېر و.

یاد سازمان همداراز زیاتوي چې د تهران اصلي صادرات د صنایعو او کانونو په برخه کې دي او له اماراتو، چین، ترکیې او المان څخه د تهران په وارداتي وسایلو کې تجهیزات او صنعتي خام مواد شامل دي.

افغانستان په داسې حال کې د تهران د پنځو صادراتي بازارونو په ډله کې شمېرل کېږي؛ چې په دې وروستیو کې یوه ایراني چارواکي افغانستان ته د صادراتو په کچه کې د زیاتوالي خبره کړې او زیاته کړې یې وه، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره صادرات شوي دي.

د ایران د سرحدي ښارګوټي تابیاد یوه چارواکي ویلي چې افغانستان ته په صادراتي توکو کې خوراکي توکي، نفتي مواد او بېلابېل ساختماني توکي شامل دي.