سرچینې: په سرپل ولایت کې یو پخوانی پوځي وژل شوی

افغانستان انټرنشنل ته ځینو سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قومندان یما خالدي د ناپیژاندو وسله والو له خوا ووژل شو. سرچینې زیاتوي، وسله والو دغه کس د خپل کور مخې ته په ډزو وېشتی.





