• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرزي تکراري غوښتنه؛ د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي ډیالوګ ضرور دی

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر خبریالانو سره په لیدنه کې ویلي؛ په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي ډیالوګ ضرور دی.

حامد کرزي نن سه شنبه ( اسد ۱۷ مه ) په يو ټوییټ کې لیکلي، چې په کابل کې یې د یو شمېر افغان خبریالانو سره د لیدنې پرمهال ویلي؛ د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه باید پرانیستل شي.

کرزي همداراز ټینګار کړی، چې په افغانستان باید کې میرمنو ته د کار اجازه ورکړل شي.

که څه هم په دغه ټویټ کې پخواني ولسمشر کرزي د طالبانو نوم نه دی اخیستی، خو دغې ډلې واک ته له رسېدو سره د نجونو پرمخ له شپږم ټولکې پورته ښوونځي او پوهنتونونه وتړل او له کور څخه بیرون یې مېرمنې له کار کولو څخه منع کړې.

له دې وړاندې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي وو، چې استبدادي نظامونه دوام نه کوي او د افغانستان د موجوده ستونزو د حل لپاره باید ملي ډیالوګ پیل شي.

طالبانو له دې وړاندې د افغانستان له ټولو سیاسي مشرانو غوښتي وو، چې د عمومي بښنې څخه په ګټې اخیستنې؛ د یو فرد په توګه کولی شي چې په افغانستان کې د دوی تر واک لاندې ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي، خو په ظاهره داسې معلومیږي چې طالبان د دغه غوښتنې منلو ته تیار نه دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل یو غږیز پېغام کې ویلي وو، چې که چېرې اټوم بم هم پرې وکارول شي؛ دوی د نړۍ فرمایشات نه مني.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د امنیت شورا د بندیزونو سربېره؛ واک ته له رسېدو وروسته ملابرادر په لومړي ځل ترکیې ته لاړ

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو سربېره؛ د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر نن سې شنبه (د زمري ۱۷مه) په لومړي ځل له یو شمېر افغان سوداګرو سره یو ځای ترکیې ته لاړ.

دا د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال لومړنی سفر دی، چې واک ته له رسېدو وروسته یې د ترکیې هېواد ته کوي.

نوموړي د واک ته له رسېدو وړاندې پاکستان، چین، روسیه، ایران او قطر هېوادونو ته پټ او ښکاره سفرونه کړي وو.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو د مرستیال دفتر په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې ملا برادر به په دغه رسمي سفر کې له یو شمېر ترکي چارواکو سره وګوري.

خپرپاڼه زیاتوي چې نوموړی به له یو شمېر افغان پانګولو سره په افغانستان کې د پانګونې د تشویق په موخه وګوري او هلته به په جوړېدونکي کنفرانس کې برخه واخلي.

تر اوسه د ترکیې هېواد په رسمي ډول د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي او نه هم دا روښانه ده چې یاد سفر د ترکیې هېواد په رسمي بلنه شوی او که نه؟

نوموړی دا سفر په داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د طالبانو پر یو شمېر مشرانو د سفر بندیزونه لګېدلي دي او طالبانو په وار - وار د دغو بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.

لولو بنت راشد د کډوالۍ د نړۍوالې ادارې له مشر سره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو په وزارت کې د نړۍوالو همکاریو لپاره د دولت وزیرې لولو بنت راشد الخاطر د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) په دې هیواد کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له مشر ایمان ارکات سره وکتل.

د قطر خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دې کتنه کې د قطر دولت او د کډوالۍ د نړۍوال سازمان تر منځ د همکاریو او له هغې څخه د ملاتړ او پراختیا پر لارو چارو بحث شوی.

راپور زیاتوي چې د دواړو لورو تر منځ د افغان کډوالو او د کډوالۍ د ستونزو په اړه هم خبري شوي.

همداراز هغوی په یاده برخه کې د نړۍوال تخصص د رامنځته کولو او شریک هدف د ټاکلو پر لارو چارو هم خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې د افغان اتباعو د ویستلو په بهیر کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له کړنو ستاینه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ ل کال د اګسټ له پنځلسمې نېټې راپه دېخوا قطر له نړۍوالې ټولنې سره د افغانانو په راویستلو کې همکار دولت په توګه پاتې شوی.

د کندهار د سپین بولدک د صرافانو کاربندیز؛ طالبان دې د صرافانو امنیت خوندي کړي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د صرافانو اتحادې مشر وايي؛ تېره ورځ د یو صراف "محمد رحیم" د وژل کېدو په غبرګون يې د صرافۍ مارکیټونه تړلي دي.

تېره ورځ دوشنبه ( اسد ۱۶ مه ) مازیګر د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې د صرافۍ مارکیټ دننه یو صراف "محمد رحیم" نامعلومو کسانو په ډزو وواژه.

راپورونه وايي وسلوالو غلو غوښتل، چې له "محمد رحیم" څخه پېسې وتښتوي چې د صراف له غبرګون سره مخ شوي او په پایله کې یې نوموړی وژل شوی دی.

د سپین بولدک د صرافانو د اتحادیې مشر قندا اغا نن سه شنبې ( اسد ۱۷ مه ) افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ چې دوی له طالبانو غواړي د صرافانو امنیت خوندي کړي او د وروستۍ پېښې قاتلین دې ونیسي .

د طالبانو د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولان بیا وايي؛ د پېښې په اړه څېړنې کوي او د قاتلینو د نیولو هڅې روانې دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی، خو بیا هم په کابل او ولایاتو کې یو شمیر افغان سوداګر او صرافان له ناامنیو شکایت کوي او وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کیږي.

د یادونې وړ ده؛ د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ډېورنډکرښې سره پوله لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځه د سوداګرۍ مرکز بلل کیږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د موزمبیق له لوبډلې سره خپله سیالي مساوي پای ته ورسوله

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۲ GMT+۱

د روان کال د فوټسال د لویو وچو جام په سیالیو کې نن سې شنبه افغانستان خپله دویمه لوبه دموزمبیق پر وړاندې وکړه چې دوه د دوه پر وړاندې یاده لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې د لویو وچو جام په سیالیو کې د افغانستان دویمه سیالي د تایلینډ په بنکاک کې وشوه او دواړو لوبډلو د دوه- دوه ګولونو په وهلو سره لوبه مساوي کړي.

افغانستان خپله لومړۍ سیالي د چک جمهوریت د لوبډلې پر وړاندې وکړه چې څلور د څلورو پر وړاندې یاده لوبه هم مساوي پای ته رسېدلې وه.

تر اوسه د افغانستان درېیمه سیالي نه ده معلومه؛ خو د فوټبال فدارسیون وايي، چې د چک جمهوریت او موزمیبق له سیالۍ وروسته به معلومه شي چې افغانستان د سیالیو بل پړاو ته داخليږي او که نه؟

په یاده لوبه کې د افغانستان له اړخه علي امیري د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې نېږدې موده مخکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په اتلولیو کې دویم مقام ګټلی و او موزمبیق د نړۍ د فوټسال په درجه بندۍ کې ۷۴یم او په افریقا کې پنځم ځای لري.

اوچا: د بودیجې د کموالي له امله به د اکټوبر تر میاشتې ۳۳۰۰ کلیوالي ټولګي وتړل شي

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي؛ د افغانستان لپاره د بشري مرستو د کمښت له امله به په افغانستان کې د روان کال د اګسټ تر پایه ۲۸۰۰ او د همدغه کال د اکټوبر تر میاشتې ۳۳۰۰ کلیوالي ټولګي بند شي.

دغې ادارې نن سې شنبه (د اسد ۱۷مه) پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د تعلمي برخې لپاره د پام وړ بودیجې د نه درلودلو له امله به نېږدې یو لک شپږشپېته زره دوه سوه شل (۱۶۶۲۲۰) کوچنیان چې ۵۲ سلنه یې جونې دي له زده کړو بې برخې شي.

اوچا زیاتوي چې د مرستو د کمېدا له امله به نېږدې اته سوه(۸۰۰) کلیوالي ښوونځي د زده کړو مناسب چاپېریال ونه لري او د اتیا زره (۸۰۰۰۰) زده کوونکو د زده کړو کیفیت به ټیټ شي.

دغه اداره وايي چې د بشري مرستو بې ساری کمښت به د دې لامل شي چې په افغانستان کې ۱.۲ میلیونه ماشومان د زده کړو دویم یا درېیم پړاو درسي مواد تر لاسه نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې هم ویلي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو دوه کاله وروسته بشري اړتیاوې په کم ساري ډول زیاتې شوې.

دغه مرستندویه سازمان د بشري مرستو د کمښت له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره د مخامخ کېدو لپاره اندېښنه څرګندوي.

یاده دې وي چې له دې وړاندې د خوراک نړۍوالې ادارې هم له افغانستان سره د بشري مرستو د کمښت اندېښنه ښودلې وه.