د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د موزمبیق له لوبډلې سره خپله سیالي مساوي پای ته ورسوله

د روان کال د فوټسال د لویو وچو جام په سیالیو کې نن سې شنبه افغانستان خپله دویمه لوبه دموزمبیق پر وړاندې وکړه چې دوه د دوه پر وړاندې یاده لوبه مساوي پای ته ورسېده.

د روان کال د فوټسال د لویو وچو جام په سیالیو کې نن سې شنبه افغانستان خپله دویمه لوبه دموزمبیق پر وړاندې وکړه چې دوه د دوه پر وړاندې یاده لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې د لویو وچو جام په سیالیو کې د افغانستان دویمه سیالي د تایلینډ په بنکاک کې وشوه او دواړو لوبډلو د دوه- دوه ګولونو په وهلو سره لوبه مساوي کړي.
افغانستان خپله لومړۍ سیالي د چک جمهوریت د لوبډلې پر وړاندې وکړه چې څلور د څلورو پر وړاندې یاده لوبه هم مساوي پای ته رسېدلې وه.
تر اوسه د افغانستان درېیمه سیالي نه ده معلومه؛ خو د فوټبال فدارسیون وايي، چې د چک جمهوریت او موزمیبق له سیالۍ وروسته به معلومه شي چې افغانستان د سیالیو بل پړاو ته داخليږي او که نه؟
په یاده لوبه کې د افغانستان له اړخه علي امیري د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې نېږدې موده مخکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په اتلولیو کې دویم مقام ګټلی و او موزمبیق د نړۍ د فوټسال په درجه بندۍ کې ۷۴یم او په افریقا کې پنځم ځای لري.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي؛ د افغانستان لپاره د بشري مرستو د کمښت له امله به په افغانستان کې د روان کال د اګسټ تر پایه ۲۸۰۰ او د همدغه کال د اکټوبر تر میاشتې ۳۳۰۰ کلیوالي ټولګي بند شي.
دغې ادارې نن سې شنبه (د اسد ۱۷مه) پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د تعلمي برخې لپاره د پام وړ بودیجې د نه درلودلو له امله به نېږدې یو لک شپږشپېته زره دوه سوه شل (۱۶۶۲۲۰) کوچنیان چې ۵۲ سلنه یې جونې دي له زده کړو بې برخې شي.
اوچا زیاتوي چې د مرستو د کمېدا له امله به نېږدې اته سوه(۸۰۰) کلیوالي ښوونځي د زده کړو مناسب چاپېریال ونه لري او د اتیا زره (۸۰۰۰۰) زده کوونکو د زده کړو کیفیت به ټیټ شي.
دغه اداره وايي چې د بشري مرستو بې ساری کمښت به د دې لامل شي چې په افغانستان کې ۱.۲ میلیونه ماشومان د زده کړو دویم یا درېیم پړاو درسي مواد تر لاسه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې هم ویلي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو دوه کاله وروسته بشري اړتیاوې په کم ساري ډول زیاتې شوې.
دغه مرستندویه سازمان د بشري مرستو د کمښت له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره د مخامخ کېدو لپاره اندېښنه څرګندوي.
یاده دې وي چې له دې وړاندې د خوراک نړۍوالې ادارې هم له افغانستان سره د بشري مرستو د کمښت اندېښنه ښودلې وه.

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې تېره دوشنبه ( د اسد ۱۶) د شپې په بدخشان کې په یوه هدفي برید کې دوه طالبان وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې برید کې د ملي مقاومت د جبهې یو سرتیری هم وژل شوی دی.
دغه جبهې نن سه شنبه (۱۷ اسد) په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي، چې د بدخشان ولایت د شهدا ولسوالۍ په مزارجي سیمه کې یې د «ترهګرو طالبانو» د ځواکونو په قرارګاه هدفي برید کړی دی.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې وویل چې په دغه برید کې د طالبانو یو غړی ټپي شوی او درې میله کلاشینکوفونه ددغې جبهې لاسته ورغلي دي.
بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهه یوه له هغو جبهاتوڅخه ده، چې په ۱۴۰۰ز کال د طالبانو په لاس د کابل له سقوط را وروسته د دغې ډلې پر ضد جګړه کوي.
په تېرو دوو کلونو کې دغې جبهې په یو شمیرولایتونو کې د طالبانو د غړو د وژل کېدو خبر ورکړی او خپلو بریدونو ته یې ادامه ورکړې ده.

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو ۲ کاله وروسته بشري اړتیاوې په کم ساري ډول زیاتې شوې. دغه مرستندویه سازمان د بشري مرستو د کمښت له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره د مخامخ کېدو لپاره اندېښنه څرګندوي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ ( د زمري ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د بشري مرستو کمېدل ، اقتصادي سقوط، د اقلیم د بدلون او بنسټیزو خدمتونو ته د لاس رسي د کمواالي د اړمنو خلکو په شمېر کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راوستی دی.
د همدې سروې له مخې د بشري مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې د تېر کال له جنورۍ نه تر اپریل میاشتې، په پرتله سږکال دوه میلیونه وګړو ته خدمتونه کم شي.
د دغه مرستندویه سازمان د شمېرو له مخې، سږکال د بشري فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۲۳ سلنه ترلاسه شوې چې تېر کال ۲۰ سلنه وه.
د افغانستان لپاره د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مشرې سلما بن عایشه وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې نېټې وروسته افغانستان د چټک اقتصادي سقوط سره مخ دی او بیه یې عام افغانان پرې کوي.
همدارنګه اغلې سلما زیاتوي هغه خلګ چې پخوا یې کار کاوه او پر ځان بسیا وو، اوس پر بشري مرستو تکیه کوي او ډېرې نورې کورنۍ نه شي کولای چې ځانته خواړه برابر کړي.
د ژغورنې نړیواله کمیټه وايي، د افغانستان نږدې ټول وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي او ۲۸،۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړمن دي.
د دې ادارې د اټکل له مخې نږدې ۸۰ سلنه کسان چې مرستې ته اړتیا لري ښځې او نجونې دي.
دغه مرستندویه سازمان ټینګار کوي، بشرپاله سازمانونه په دې بریالي شوي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او ۱۷ میلیونه افغانانو ته مرستي ورسوي؛ خو د بشري مرستو د کمېدو په اړه ژوره اندېښنه دا ده چې د میلیونونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.
یاد سازمان د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام له لوري اته میلیونو افغانانو ته د مرستو کموالي ته په اشارې وایي، له بیړنۍ مرستې پرته ښایي د روان کال تر اکټوبر میاشتې د خوراکي توکو مرستې کمې شي.
د دغه سازمان د وړاندوینې پر بنسټ سږکال د بودجې د کموالي له امله د لومړنیو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو اندېښنيې هم په خپل ځای پاتې دي.
او همدارنګه د دوی د ارزونې له مخې، د روغتیايي ملاتړ او خوړو په ګډون د روغتیايي فعالیتونو ځنډول په نا انډوله توګه د ښځو او نجونو پر روغتیا هم اغېزه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر جواد ظریف په مزارشریف کې د طالبانو لخوا د اته ایراني ډيپلوماټانو او یو خبریال د ۲۵م تلین په درشل کې ویلي: «دغه برید د رسنیو او ډيپلوماسۍ ترمنځ د یووالي نښه او له طالبانو کرکه په ډاګه کوي.»
د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر دغه خبره د خبریالانو د ټېلګرام په کانال کې په یو لنډکي پيغام کې خپره شوې ده.
د محمد جواد ظریف په پيغام کې راغلي: «د ۱۳۷۷ کال د زمري په ۱۷مه نېټه د اتو تنو ډيپلوماټانو او یو خبریال شهادت د رسنیو او ډيپلوماسۍ تر منځ یوالی او د خبریالانو او ډيپلوماټانو پر وړاندې د طالبانو د کرکې څرګندونه کوي.»
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په همدې اړه یوه خبر پاڼه خپره کړې ده.
د ۱۳۷۷ کال د زمري د میاشتې په۱۷نېټه، وسله وال طالبان د مزارشریف ښار ته ور دننه شول. د راپورونو له مخې طالبان وروسته بیا د ایران قونسلګرۍ ته ورغلل او هلته یې اته تنه ډيپلوماټان او خبریال وواژه. که څه هم چې طالبانو د دغه برید پړه و نه منله.
هغه مهال په مزارشریف ښار کې د ډيپلوماټانو او یو ایراني خبریال پر وژنه د طالبانو او ایراني حکومت تر منځ اړیکي ترینګلي شوې او ایراني چارواکو شاوخوا اویا زره تنه سرتیري د افغانستان لویدیځې پولې ته واستول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په همدې تړاو په خپل بیان کې ویلي: «مزارشریف ته د طالبانو له ننوتو وروسته ټول اخلاقي، انساني او نړیوالو ژمنو پر خلاف د ایران پر سر قونسلګرۍ برید وشو او د یو تن ایراني خبریال په ګډون د هغه هېواد ډيپلوماټان په شهادت ورسېدل.»
دغه وزارت له دې پېښې پنځه وېشت کاله وروسته یو ځلې بیا د دغو وژنو د اړخونو روښانه کولو غوښتنه کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د کلونو جګړو او نا امنیو سره، سره ایراني لوری دغلته د ټول ګډونه حکومت په جوړولو ټينګار کوي چې په وینا یې د افغانستان ټول قامونه،او ډلې په کې برخه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې د ایران سفارت هم په خپلې ټوېټرپاڼې داسې لیکلي و: « ۲۵ کاله وړاندې په مزارشریف کې د ایران پر قونسلګرۍ ترهگریز برید شوی و چې په کې د دغې قونسلګرۍ ډیپلوماټان او یو خبریال وژل شوي وو.»

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زرګونه افغانان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. له دې ټولو ستونزو سره، سره یوشمېر ځوانان له بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې د بې وزله خلکو لاسنیوی وکړي او کاري فرصتونه برابر کړي.
له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بندېدل، د بیکارۍ د کچې لوړېدل، د افغان سوداګرو له لوري د پانګو اېستل، د توکو د بیو لوړېدل، د وارداتو او صادراتو ټکني کېدل او د ډالرو کمېدل هغه مسلې دي، چې له امله يې زرګونه افغانان له سختو شرایطو سره مخامخ شوي دي.
یوشمېر افغانان وایي، که واکمن نظام دوی ته کاري فرصتونه برابر نه کړي او اقتصادي ستونزې یې تر دې هم زیاتې شي؛ په هېواد کې به سخت انساني ناورین رامنځته شي.
خو داسې يېغلې او ځوانان هم شته، چې هم یې ځان او هم د نورو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
په کابل کې د دودیزو افغاني جامو پېرودونکی سید اسماعیل صادقي چې تېرو کلونو کې د رسنیو کارکوونکی و، اوس مهال یې څوارلسو کسانو ته کاري زمینې برابرې کړي چې نهه تنه یې ښځې او پنځه نور نارینه دي.
نوموړی وایي، په دې کار سره یې له یوې خوا خپل ځان ته مصروفیت جوړ کړی او ترڅنګ یې یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د دې ترڅنګ د میدان وردګو او ننګرهار پخوانی ولایتي ویاند عطاءالله خوګیاڼی چې اوس مهال له هېواده بهر اوسېږي د خواله رسنیو له لارې د سوداګریزو خبرتیاوو د خپرولو په ترلاسه شويو عوایدو له بې وزلو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
نوموړی وایي:« دغه مرستې د هغو کسانو لخوا اړو کسانو ته رسول کېږي، چې د دوی سوداګریزې خبرتیاوې خپروي.»
د دې ترڅنګ ځینې ځوانان بیا په دې باور دي، چې افغانانو ته باید کاري فرصتونه برابر شي ترڅو په خپلو پښو ودرېږي.
فواد محمدي هغه افغان ټکسي چلوونکی دی، چې په کمو امکاناتو یې خپلې مېرمنې ته په انلاین ډول له کوره د کار زمینه برابره کړې ده.
د فواد مېرمن رابعه محمدي وایي، چې له څو میاشتو راهیسې په کور کې خواړه برابروي او په انلاین بڼه یې په خلکو پلوري.
نوموړې زیاتوي:« په لومړیو ورځو کې مې چې د انسټاګرام پاڼه جوړه کړه د خلکو پام یې ځان ته را ورګرځولو، څارونکي مې زیات شول، د کارونو په زیاتېدو سره مې څلور نورې مېرمنې هم په کار وګمارلې او اوس مهال هڅه کوم چې خپل کارونه نور هم پراخ کړم.»
ځینې شنونکي بیا د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو وایي، د اقتصادي ټیکاو لپاره سیاسي ټیکاو اړین دی.
اقتصادي شنونکی عبدالنصیر رشتیا په هېواد کې شته ستونزې مني او زیاتوي، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې افغانانو د بهرنیانو په مرستو تکیه کړې وه او د سیاسي حالاتو بدلېدو سره ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
ښاغلی رشتیا وایي، د سیاسي ټیکاو په نشتون کې پانګه وال پانګونې ته هم زړه نه ښه کوي چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
هغه زیاتوي، چې دغه انلاین کارونه د خلکو بد اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې ګټور ثابتېدلی شي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې دوه کاله تېرېږي؛ خو لاهم اقتصادي ناورین او ټولنیزې ستونزې د هېواد مهمې ننګونې ګڼل کېږي.