• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اړمنو خلکو سره مرستې او دوی ته د کاري فرصتونو برابرول

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۵۱ GMT+۱

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زرګونه افغانان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. له دې ټولو ستونزو سره، سره یوشمېر ځوانان له بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې د بې وزله خلکو لاسنیوی وکړي او کاري فرصتونه برابر کړي.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بندېدل، د بیکارۍ د کچې لوړېدل، د افغان سوداګرو له لوري د پانګو اېستل، د توکو د بیو لوړېدل، د وارداتو او صادراتو ټکني کېدل او د ډالرو کمېدل هغه مسلې دي، چې له امله يې زرګونه افغانان له سختو شرایطو سره مخامخ شوي دي.

یوشمېر افغانان وایي، که واکمن نظام دوی ته کاري فرصتونه برابر نه کړي او اقتصادي ستونزې یې تر دې هم زیاتې شي؛ په هېواد کې به سخت انساني ناورین رامنځته شي.

خو داسې يېغلې او ځوانان هم شته، چې هم یې ځان او هم د نورو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.

په کابل کې د دودیزو افغاني جامو پېرودونکی سید اسماعیل صادقي چې تېرو کلونو کې د رسنیو کارکوونکی و، اوس مهال یې څوارلسو کسانو ته کاري زمینې برابرې کړي چې نهه تنه یې ښځې او پنځه نور نارینه دي.
نوموړی وایي، په دې کار سره یې له یوې خوا خپل ځان ته مصروفیت جوړ کړی او ترڅنګ یې یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د دې ترڅنګ د میدان وردګو او ننګرهار پخوانی ولایتي ویاند عطاءالله خوګیاڼی چې اوس مهال له هېواده بهر اوسېږي د خواله رسنیو له لارې د سوداګریزو خبرتیاوو د خپرولو په ترلاسه شويو عوایدو له بې وزلو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
نوموړی وایي:« دغه مرستې د هغو کسانو لخوا اړو کسانو ته رسول کېږي، چې د دوی سوداګریزې خبرتیاوې خپروي.»
د دې ترڅنګ ځینې ځوانان بیا په دې باور دي، چې افغانانو ته باید کاري فرصتونه برابر شي ترڅو په خپلو پښو ودرېږي.
فواد محمدي هغه افغان ټکسي چلوونکی دی، چې په کمو امکاناتو یې خپلې مېرمنې ته په انلاین ډول له کوره د کار زمینه برابره کړې ده.
د فواد مېرمن رابعه محمدي وایي، چې له څو میاشتو راهیسې په کور کې خواړه برابروي او په انلاین بڼه یې په خلکو پلوري.
نوموړې زیاتوي:« په لومړیو ورځو کې مې چې د انسټاګرام پاڼه جوړه کړه د خلکو پام یې ځان ته را ورګرځولو، څارونکي مې زیات شول، د کارونو په زیاتېدو سره مې څلور نورې مېرمنې هم په کار وګمارلې او اوس مهال هڅه کوم چې خپل کارونه نور هم پراخ کړم.»
ځینې شنونکي بیا د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو وایي، د اقتصادي ټیکاو لپاره سیاسي ټیکاو اړین دی.
اقتصادي شنونکی عبدالنصیر رشتیا په هېواد کې شته ستونزې مني او زیاتوي، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې افغانانو د بهرنیانو په مرستو تکیه کړې وه او د سیاسي حالاتو بدلېدو سره ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
ښاغلی رشتیا وایي، د سیاسي ټیکاو په نشتون کې پانګه وال پانګونې ته هم زړه نه ښه کوي چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
هغه زیاتوي، چې دغه انلاین کارونه د خلکو بد اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې ګټور ثابتېدلی شي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې دوه کاله تېرېږي؛ خو لاهم اقتصادي ناورین او ټولنیزې ستونزې د هېواد مهمې ننګونې ګڼل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان ته د خپل ۱۱ کسیز پلاوي له سفره خبر ورکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۲ - ۸ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۰۸ GMT+۱

د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، له تهران څخه یو پلاوی کابل ته تللی چې له طالب چارواکو سره پر بېلابېلو موضوع ګانو خبرې وکړي. هغه یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغه پلاوي په خبرو کې به مهم ټکی له افغانستان سره د ايران د اوبو د حقابې موضوع وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغه سفر په اړه نور جزئیات ورنه کړل. هغه زياته کړه: "د دوو ګاونډيو هېوادونو په توګه زموږ ترمنځ په بېلابېلو کچو پلاوي ځي او راځي نو اړتیا نشته چې د پلاويو ټولې خبرې رسنیزې شي."

افغانستان ته د ایراني پلاوي سفر داسې مهال کې کېږي، چې تر دې وړاندې ښاغلي کنعاني د هلمند د حقابې په اړه له طالبانو سره د لومړنیو هوکړو په اړه خبر ورکړی و.

د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو پر سر کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې ایراني چارواکو د اوبو ور پرېښودلو پرلپسې غوښتنې طالبانو بابېزه وګڼلې او ژمنه يې پر ځای نه کړه.

د ايران د ولسمشر په ګډون د اسلامي جمهوریت چارواکو په وار، وار طالبانو ته د ایران د حقابې په اړه خبرداری ورکړی؛ خو تر داسې خبرداريو وروسته طالبانو د دواړو هېوادونو تر منځ پولې ته خپل ځواکونه لېږلي.

د بلومبرګ خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي، چې د ابراهیم رییسي له ګواښ وروسته، زرګونه وسله وال او سلګونه ځانمرګي چې په امریکايي وسلو، پوځي ګاډو او تجهیزاتو سمبال دي د ایران پولو ته څېرمه رسول شوي دي.

د ناروې د کډوالو شورا منشي: د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان له خلکو سره مرسته نه کوي

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا منشي جان اګلینډ د ناټو پر غړیو هېوادونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې یې د خپلو پوځي ماموریتونو لپاره میلیاردونه ډالره لګولي؛ مګر اوس د افغانستان له وږیو ماشومانو سره مرسته نه کوي.

جان اګلینډ نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان لسګونه کاله هغه ستراتیژیک اهمیت لاره؛ کوم چې د ناټول لپاره په اوس وخت کې اوکراین لري. اګلینډ د ناټو غړیو هېوادونو ته په اشارې وايي؛ له دې سره – سره چې ناټو په افغانستان کې پر پوځي عملیاتو میلیاردونه ډالره لګولي مګر د هغه وږو ماشومانو لپاره چې دوی په ۲۰۲۱ل کې پرېښي د خوراک مرسته نه کوي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د خوراک نړۍوالې ادارې د خپلې کلنۍ بودیجې د کمښت اعلان کړی او ویلي یې دي چې سږکال به له لوږې سره مخ افغانانو سره په کافي اندازه مرستې ونه شي.

له دې وړاندې د برېتانیا د کارګر ګوند استازې او د برېتانيا د استازو جرګې د نړۍوالې پرمختيايي کمېټې مشرې سارا چیمپیون د افغانستان لپاره د برېتانیا په بودیجه کې د ۷۶ سلنه کموالی بې باوره بللی او زیاته کړې یې ده چې دا کمښت به د بې وزلو خلکو لپاره مرګونی تمام شي.

نوموړې دا څرګندونې د برېتانیا د بهرنیو مرستو په بودیجه کې د پام وړ کمښت په غبرګون کړي دي.

د شېراز په یوې سېپټیک څاه کې څلور افغان کارګر مړه شوي

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۰۷ GMT+۱

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په شېراز کې څلور افغان ګارګر چې یو یې پلار او درې یې ځامن دي په یوې سېپټیک څاه کې لومړی په زهرجنو ګازو مسموم شوي او بیا مړه شوي دي.

د شېراز ښاروالۍ د اطفایې رییس هادي اعتمادپور رسنیو ته ویلي چې دغو څلورو افغان کارګرو په یوې سېپټیک څاه کې کار کاوه چې زهرجنو ګازو نیولي وو.

نوموړی زیاتوي: “لومړی یو تن زهرجنو ګازو نیولی و، درېیو نورو یې د ژغورلو هڅه کړې وه چې دوی هم ګازو نیولي او په څاه کې مړه شوي دي”.

د اعتماد پور په خبره چې په دې پېښه کې یو بل تن هم ګازو نیولی و خو د ژغورنې د ډلې له خوا ژغورل شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د روان کال د وري په میاشت کې په شېراز کې دوه افغان کاګر په یوې څاه کې د زهرجنو ګازو له امله مسموم شوي وو خو د ژغورنې د ډلې له خوا ژغورل شوي وو.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر"جادو او تعویذ " بندیز ولګاوه

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۵۲ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې یې د تعویذ لیکنې او جادوګرۍ پر کاروبار بندیز لګولی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد صادق عاکف د دوشنبې په ورځ (د اسد ۱۶مه) وویل: «په شریعت کې د جادوګرانو او ساحرانو وژلو ته جواز ورکړل شوی دی»

نوموړي پر ټويټر د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټولو رياستونو ته امر شوی، چې د جادوګرانو او تعويذ ليکونکو مخه ونيسي او هيچا ته د دا ډول کړنو اجازه ورنه کړي.

ښاغلي عاکف وویل چې د دغه وزارت له محتسبینو څخه غوښتل شوي چې تعویذ لیکونکي او جادوګران ونیسي او محکمې ته یې معرفی کړی.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه چارواکي زیاتوي چې تعویذونه، دم او دعا په شریعت کې جواز لري، خو تعویذونه باید په هغه ډول ولیکل شي چې په اسلامي شریعت کې جواز لري.

عاکف مهاجر وايي چې په افغانستان کې تعويذ ليکنه د تجارت او سوداګرۍ يوه وسيله ګرځېدلې ده.

هغه وويل؛ تعويذ ليکونکي د کورنيو تر منځ د نفاق د رامنځته کولو لپاره له جادوګرۍ څخه کار اخلي او د نامشروع اړيکو د ټينګولو او د خلکو د کاروبار د خرابېدو لپاره جادو کوي.

جنرال منیر:د پاکستان په بريدونو کې د افغانانو لاس لرل د دوحې له تړونه د طالبانو سرغړونه ده

۱۶ زمری ۱۴۰۲ - ۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر نن دوشنبه د پېښور په قول اردو کې له قبایلي مشرانو سره په ناسته کې ویلي چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې د افغان اتباعو لاس لرل د سیمې امنیت او ثبات ته لوی ګواښ دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن دوشنبه ( اسد ۱۶ مه ) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ د پوځ مشر د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې د افغان اتباعو د لاس لرلو او په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلوالو مخالفینو د خوندي پټنځایونو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره به له هر ډول اقدامه کار واخلي.

نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې ایا د افغانستان پر خاوره مستقیم عملیات کوي که نه؟ خو طالبانو ته په اشارې یې ویلي چې د پاکستان ضد وسلوالې ډلې د افغانستان خاوره کاروي چې دا د دوحې له تړون څخه د طالبانو سرغړونه ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر زیاتوي چې د پوځ مشر جنرال منیر پر وسلوالو مخالفینو غږ وکړ؛ مخکې له دې چې دوی له منځه یوړل شي د پاکستان حکومت ته دې تسلیم شي ځکه دوی بله لار نه لري.

په دې وروستیو کې د پاکستان ګڼو چارواکو ادعاوې کړي چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغان اتباع ونډه لري او د ټي ټي پي لوی مراکز په افغانستان کې دي.

بلخوا طالبانو د پاکستاني چارواکو ادعاوې د تل په شان رد کړي او زیاته کړې یې ده چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

په افغانستان کې د طالبانو مشر ملا هېبت الله د پاکستان په ګډون له افغان خاورې د باندې هر ډول بریدونه «حرام» بللي او هغه يې له اسلامي احکامو سرغړاوی یاد کړی دی.

تر دې وړاندې ملا یعقوب خپلو جنګیالو ته ويلي وو، چې له افغانستانه بهره جهاد نه شته.