د افغانستان ملي مقاومت جبهه: په بدخشان کې مو دوه طالبان وژلي دي

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې تېره دوشنبه ( د اسد ۱۶) د شپې په بدخشان کې په یوه هدفي برید کې دوه طالبان وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې برید کې د ملي مقاومت د جبهې یو سرتیری هم وژل شوی دی.