د کندهار د سپین بولدک د صرافانو کاربندیز؛ طالبان دې د صرافانو امنیت خوندي کړي

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د صرافانو اتحادې مشر وايي؛ تېره ورځ د یو صراف "محمد رحیم" د وژل کېدو په غبرګون يې د صرافۍ مارکیټونه تړلي دي.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ د صرافانو اتحادې مشر وايي؛ تېره ورځ د یو صراف "محمد رحیم" د وژل کېدو په غبرګون يې د صرافۍ مارکیټونه تړلي دي.
تېره ورځ دوشنبه ( اسد ۱۶ مه ) مازیګر د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې د صرافۍ مارکیټ دننه یو صراف "محمد رحیم" نامعلومو کسانو په ډزو وواژه.
راپورونه وايي وسلوالو غلو غوښتل، چې له "محمد رحیم" څخه پېسې وتښتوي چې د صراف له غبرګون سره مخ شوي او په پایله کې یې نوموړی وژل شوی دی.
د سپین بولدک د صرافانو د اتحادیې مشر قندا اغا نن سه شنبې ( اسد ۱۷ مه ) افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ چې دوی له طالبانو غواړي د صرافانو امنیت خوندي کړي او د وروستۍ پېښې قاتلین دې ونیسي .
د طالبانو د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولان بیا وايي؛ د پېښې په اړه څېړنې کوي او د قاتلینو د نیولو هڅې روانې دي.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی، خو بیا هم په کابل او ولایاتو کې یو شمیر افغان سوداګر او صرافان له ناامنیو شکایت کوي او وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کیږي.
د یادونې وړ ده؛ د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ډېورنډکرښې سره پوله لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځه د سوداګرۍ مرکز بلل کیږي.


د روان کال د فوټسال د لویو وچو جام په سیالیو کې نن سې شنبه افغانستان خپله دویمه لوبه دموزمبیق پر وړاندې وکړه چې دوه د دوه پر وړاندې یاده لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي چې د لویو وچو جام په سیالیو کې د افغانستان دویمه سیالي د تایلینډ په بنکاک کې وشوه او دواړو لوبډلو د دوه- دوه ګولونو په وهلو سره لوبه مساوي کړي.
افغانستان خپله لومړۍ سیالي د چک جمهوریت د لوبډلې پر وړاندې وکړه چې څلور د څلورو پر وړاندې یاده لوبه هم مساوي پای ته رسېدلې وه.
تر اوسه د افغانستان درېیمه سیالي نه ده معلومه؛ خو د فوټبال فدارسیون وايي، چې د چک جمهوریت او موزمیبق له سیالۍ وروسته به معلومه شي چې افغانستان د سیالیو بل پړاو ته داخليږي او که نه؟
په یاده لوبه کې د افغانستان له اړخه علي امیري د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې نېږدې موده مخکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په اتلولیو کې دویم مقام ګټلی و او موزمبیق د نړۍ د فوټسال په درجه بندۍ کې ۷۴یم او په افریقا کې پنځم ځای لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي؛ د افغانستان لپاره د بشري مرستو د کمښت له امله به په افغانستان کې د روان کال د اګسټ تر پایه ۲۸۰۰ او د همدغه کال د اکټوبر تر میاشتې ۳۳۰۰ کلیوالي ټولګي بند شي.
دغې ادارې نن سې شنبه (د اسد ۱۷مه) پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د تعلمي برخې لپاره د پام وړ بودیجې د نه درلودلو له امله به نېږدې یو لک شپږشپېته زره دوه سوه شل (۱۶۶۲۲۰) کوچنیان چې ۵۲ سلنه یې جونې دي له زده کړو بې برخې شي.
اوچا زیاتوي چې د مرستو د کمېدا له امله به نېږدې اته سوه(۸۰۰) کلیوالي ښوونځي د زده کړو مناسب چاپېریال ونه لري او د اتیا زره (۸۰۰۰۰) زده کوونکو د زده کړو کیفیت به ټیټ شي.
دغه اداره وايي چې د بشري مرستو بې ساری کمښت به د دې لامل شي چې په افغانستان کې ۱.۲ میلیونه ماشومان د زده کړو دویم یا درېیم پړاو درسي مواد تر لاسه نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې هم ویلي؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو دوه کاله وروسته بشري اړتیاوې په کم ساري ډول زیاتې شوې.
دغه مرستندویه سازمان د بشري مرستو د کمښت له امله د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره د مخامخ کېدو لپاره اندېښنه څرګندوي.
یاده دې وي چې له دې وړاندې د خوراک نړۍوالې ادارې هم له افغانستان سره د بشري مرستو د کمښت اندېښنه ښودلې وه.

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې تېره دوشنبه ( د اسد ۱۶) د شپې په بدخشان کې په یوه هدفي برید کې دوه طالبان وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې برید کې د ملي مقاومت د جبهې یو سرتیری هم وژل شوی دی.
دغه جبهې نن سه شنبه (۱۷ اسد) په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي، چې د بدخشان ولایت د شهدا ولسوالۍ په مزارجي سیمه کې یې د «ترهګرو طالبانو» د ځواکونو په قرارګاه هدفي برید کړی دی.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې وویل چې په دغه برید کې د طالبانو یو غړی ټپي شوی او درې میله کلاشینکوفونه ددغې جبهې لاسته ورغلي دي.
بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهه یوه له هغو جبهاتوڅخه ده، چې په ۱۴۰۰ز کال د طالبانو په لاس د کابل له سقوط را وروسته د دغې ډلې پر ضد جګړه کوي.
په تېرو دوو کلونو کې دغې جبهې په یو شمیرولایتونو کې د طالبانو د غړو د وژل کېدو خبر ورکړی او خپلو بریدونو ته یې ادامه ورکړې ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، زرګونه افغانان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. له دې ټولو ستونزو سره، سره یوشمېر ځوانان له بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې د بې وزله خلکو لاسنیوی وکړي او کاري فرصتونه برابر کړي.
له افغانستان سره د نړیوالو مرستو بندېدل، د بیکارۍ د کچې لوړېدل، د افغان سوداګرو له لوري د پانګو اېستل، د توکو د بیو لوړېدل، د وارداتو او صادراتو ټکني کېدل او د ډالرو کمېدل هغه مسلې دي، چې له امله يې زرګونه افغانان له سختو شرایطو سره مخامخ شوي دي.
یوشمېر افغانان وایي، که واکمن نظام دوی ته کاري فرصتونه برابر نه کړي او اقتصادي ستونزې یې تر دې هم زیاتې شي؛ په هېواد کې به سخت انساني ناورین رامنځته شي.
خو داسې يېغلې او ځوانان هم شته، چې هم یې ځان او هم د نورو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
په کابل کې د دودیزو افغاني جامو پېرودونکی سید اسماعیل صادقي چې تېرو کلونو کې د رسنیو کارکوونکی و، اوس مهال یې څوارلسو کسانو ته کاري زمینې برابرې کړي چې نهه تنه یې ښځې او پنځه نور نارینه دي.
نوموړی وایي، په دې کار سره یې له یوې خوا خپل ځان ته مصروفیت جوړ کړی او ترڅنګ یې یوشمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د دې ترڅنګ د میدان وردګو او ننګرهار پخوانی ولایتي ویاند عطاءالله خوګیاڼی چې اوس مهال له هېواده بهر اوسېږي د خواله رسنیو له لارې د سوداګریزو خبرتیاوو د خپرولو په ترلاسه شويو عوایدو له بې وزلو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.
نوموړی وایي:« دغه مرستې د هغو کسانو لخوا اړو کسانو ته رسول کېږي، چې د دوی سوداګریزې خبرتیاوې خپروي.»
د دې ترڅنګ ځینې ځوانان بیا په دې باور دي، چې افغانانو ته باید کاري فرصتونه برابر شي ترڅو په خپلو پښو ودرېږي.
فواد محمدي هغه افغان ټکسي چلوونکی دی، چې په کمو امکاناتو یې خپلې مېرمنې ته په انلاین ډول له کوره د کار زمینه برابره کړې ده.
د فواد مېرمن رابعه محمدي وایي، چې له څو میاشتو راهیسې په کور کې خواړه برابروي او په انلاین بڼه یې په خلکو پلوري.
نوموړې زیاتوي:« په لومړیو ورځو کې مې چې د انسټاګرام پاڼه جوړه کړه د خلکو پام یې ځان ته را ورګرځولو، څارونکي مې زیات شول، د کارونو په زیاتېدو سره مې څلور نورې مېرمنې هم په کار وګمارلې او اوس مهال هڅه کوم چې خپل کارونه نور هم پراخ کړم.»
ځینې شنونکي بیا د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو وایي، د اقتصادي ټیکاو لپاره سیاسي ټیکاو اړین دی.
اقتصادي شنونکی عبدالنصیر رشتیا په هېواد کې شته ستونزې مني او زیاتوي، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې افغانانو د بهرنیانو په مرستو تکیه کړې وه او د سیاسي حالاتو بدلېدو سره ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
ښاغلی رشتیا وایي، د سیاسي ټیکاو په نشتون کې پانګه وال پانګونې ته هم زړه نه ښه کوي چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
هغه زیاتوي، چې دغه انلاین کارونه د خلکو بد اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې ګټور ثابتېدلی شي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې دوه کاله تېرېږي؛ خو لاهم اقتصادي ناورین او ټولنیزې ستونزې د هېواد مهمې ننګونې ګڼل کېږي.

د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، له تهران څخه یو پلاوی کابل ته تللی چې له طالب چارواکو سره پر بېلابېلو موضوع ګانو خبرې وکړي. هغه یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دغه پلاوي په خبرو کې به مهم ټکی له افغانستان سره د ايران د اوبو د حقابې موضوع وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغه سفر په اړه نور جزئیات ورنه کړل. هغه زياته کړه: "د دوو ګاونډيو هېوادونو په توګه زموږ ترمنځ په بېلابېلو کچو پلاوي ځي او راځي نو اړتیا نشته چې د پلاويو ټولې خبرې رسنیزې شي."
افغانستان ته د ایراني پلاوي سفر داسې مهال کې کېږي، چې تر دې وړاندې ښاغلي کنعاني د هلمند د حقابې په اړه له طالبانو سره د لومړنیو هوکړو په اړه خبر ورکړی و.
د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو پر سر کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې ایراني چارواکو د اوبو ور پرېښودلو پرلپسې غوښتنې طالبانو بابېزه وګڼلې او ژمنه يې پر ځای نه کړه.
د ايران د ولسمشر په ګډون د اسلامي جمهوریت چارواکو په وار، وار طالبانو ته د ایران د حقابې په اړه خبرداری ورکړی؛ خو تر داسې خبرداريو وروسته طالبانو د دواړو هېوادونو تر منځ پولې ته خپل ځواکونه لېږلي.
د بلومبرګ خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي، چې د ابراهیم رییسي له ګواښ وروسته، زرګونه وسله وال او سلګونه ځانمرګي چې په امریکايي وسلو، پوځي ګاډو او تجهیزاتو سمبال دي د ایران پولو ته څېرمه رسول شوي دي.