د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د استازو ترمنځ د طالبانو په سر لانجې

د پاکستان د پارلمان یا قومي اسمبلۍ تر منحل کېدو یوه ورځ وړاندې د دې اسمبلۍ په غونډه کې چې د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسۍ خبرې کېدې، د جمعیت علمای اسلام ګوند استازي اسد محمود او د شمالي وزیرستان د استازي محسن داوړ یو پر بل سختې نیوکې وکړې.