د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې، لاهم خلک د ژوند تېرولو له اسانتیاوو بې برخې دي

د مېشن نېټورک رسنۍ د راپور له مخې، ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان ختیځه سیمه د نړۍ تر ټولو بې وزله سیمه ګڼل کېږي. دغې رسنۍ په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال زلزلې ته په اشارې لیکلي، دلته خلک په خټینو کورنو کې اوسېږي او د ژوند نورې اسانتیاوې نلري.